لیکنه: نجیب الله خان
د یوه فرانسوي راپور له مخې د داعش ډلي مشر ابوبکر البغدادې د یهودې استخباراتو “موساد” اجنټ ده. ابوبکر البغدادې چې د داعش ډلي او د هغوئ د پلویانو تر منځ یې د اسلامي دولت په خلیفه سره هم شهرت پیدا کړی د ایډوارډ سنوډین د خاندان څخه یو اداکار دی چې اصلي نوم یې ایلیټ شیمون ده او د یهودې استخباراتو یو روزل شوی غړی دی. د راپور له مخي ایليټ شیمون یا ابوبکر البغدادې د یهودې مور او پلار څخه زیږدلی او د موساد کار کونکی دی.
راپور د دریو مختلفو منابعو څخه دا خبره را اخیستي چې تصدیقوي چې البغدادې ریښتیا هم د د اسرایلي موساد دایمي غړی دی او مور او پلار يې دواړه یهودان دې.
یوه منبع کاږي چې: د ابوبکر اصلي نوم شیمون ایلیټ ده. ایلیټ د اسرایلي استخباراتو “موساد” له خوا ګمارل شوی دی او له عربي او اسلامي ټولنو او هیوادونو سره د رواني جنګ او جاسوسي په برخو کې روزل شوی دی. منبع دا هم کاږي چې البغدادې د امریکا، اسرایلو او بریتانیا له استخباراتو سره په همغږي کې د داسي یوي مؤسسي او تنظیم د تشکیلولو لپاره ګمارل شوی چې وکولای شي تروریستان او تند لاري په اساني سره ځانته را جلب او د ځان ملګري یې کړي.
د پریس تلویزون او اخبار د راپور له مخي د ایران استخباراتو هم د داعش د مشر د اصلیت پیژندنه کړې او معلومه کړې یې ده چې د امر داعش یا البغدادې اصلي نوم ایلیټ شمون ده او د اسرایلي موساد په جاسوسه شبکه کې مهم رول لري. مستعار نوم یې ابراهیم ابن عواد البدري ده.
د اسرایلو او غرب هدف د البغدادې په مشري د داعش له رامنځته کولو څخه دادی چې دوئ غواړې چې د هغو هیوادنو او ټولنو منځ ته لار پیدا کړي چې د اسرایلو لپاره خطر دې تر څو هغوئ تباه کړې او د خپل راتلونکې نفوذ او نظامي پراختیا لپاره لار برابره کړې. دوئ هدف لري چې د اسرایلو ستر دولت“ ”Greater Isreal په نامه دولت رامنځته کړې.
له دغو حقایقو څخه دا حقیقت هم ثابتیږي چې څو ورځي مخکي د داعش مشر اسرایلو ته اخطار ور لیږلی و چې” داعش اسلامې خلافت ډله غواړي وحشي یهودان هم ونیسي او غزه یې له ښکیلاکه خلاصه کړې. ” تر څو په ګاونډیو هیوادونو کې دا اوازه خپره کړي او په دغه کارونو او تبلیغاتي جنګ سره به اوس اسرایل او امریکا ځانو ته اجازه ورکړې چې دغه خونخواره تروریستي ډله زر تر زره په ټولو هیوادونو کې په نښه کړې او د اسرایلي دولت د بچ کولو په تکل کې شي.
په ډیر احتمال سره دا پروژه اسرایلو او امریکایانو د مشهورو عربي خوځښتونو او پاڅونونو څخه رامنځته کړه ترڅو د عراق، سوډان، تانزانیا، مصر، لیبیا، سوریه او مالي هیوادونو د بي ثباته کولو او په دغو هیوادونو کې د حاکمو رژیمونو د پرزولو لپاره ورڅخه کار واخلي. یو فرانسوی فیلسوف او لیکوال Bernard-Henri Lévy وایې چې په عربي نړئ کې د حاکمو رژیمونو په ضد پاڅونونه د هغو رژیمونو د له منځه وړلو، د عربي نړئ د بي ثباته کولو او په نتیجه کې اسرایلي او امریکایې استعمار ته زمینه برابرولو په موخه په کار واچول شو.
د داعش په ډله کې د دنیا مشهور شیطان صفته وحشیان او قاتلان چې د وژلو او ویني بهولو لپاره تږي دې او له انسان وژني څخه خوند اخلي سره را ټول کړل شوي دې. دوئ په بي رحمي سره وژني کوي او بیا د خپلو وحشي کړنو فیلمونه او ویډیوګاني جوړوي او په اجتماعي شبکو کې يې شریکوي. د خپل وحشت د خپرولو لپاره همدا د دوئ د تبلیغاتي جنګ لاره ده.