لیکنه: اسدالله الفت
څلورمه برخه
ددراکون دقوانينو مجموعه په ۶۲۱قبل الميلاد پيړي کې وروسته د شاهي رژيم دمنلو څخه داتن دفرمانروا لخوا دراکون قانون تدوين سو ،ددغه مجموعي رنګ او بوي مذهبي نه دې، بلکې په تاوتريخوالي اوسخت ګيري باندي مشهوردې ، ددغه قوانينو دوضع کولوپه باره کي ويل سوي دي ديونان دعمومي ټولني لخوا ددوي لپاره دسنت قوانين دعرف قانوني الزاماتودله منځه وړلو لپاره يي داشرافودطبقي تسلط څخه خلاص کړه ،ددي ديموکراتيکې انګيزي باوجود دذکرسوو طبقودمبارزي سره ددغه مجموعي مقررات اواحکام په دي ونه توانيدل چي ديونان دټيټي طبقي دټولني اهدافو ته دعمل جامه ورواغوندي ، ددغه مجموعي مقررات بغير ددي څخه چې ديونان دعمومي طبقي په ګټه اصلاحات راولي ، داشرافودطبقي دودونو ته يي په ژبه لارپرانسته ، دراکون په خپله داشرافوداقليت د ډلي څخه وو ، چې ټول ميلان يي داشرافودصلحي اودهغوي د ګټي د ساتلو خواته وو ،د عوامو غوښتنو ته يي هيڅ توجو نه کوله ، دراکون په ابتداکې غوښتل چي د اقليت ارستوکراتانو او د عامي طبقي ترمنځ فاصلي ته کموالي ورکړي ، د قانون په جوړولو کې هغه څه چې د دراکون په عمل کې ښکاره سوه په عواموباندي يي تيري اوتبعيض نه کوي ، اقليت اشرافو هغه څه چې يي مخکي خپل په ګټه باندي حقوقي قواعد شان او شوکت په عوامو باندي بهتر ګڼل هغه شرح اوتفسير چي د دوي په صلاحيت کې وو د دوي په باره کې يي د صلحي ساتنه اوخاص امتيازات ورکول .د دراکون په قانون کې يوه نقطه د توجو وړوه هغه داچې هيڅ ديني حکم د مذهب او حقوقو په جلاوالي کې نه دي راغلي مجموعي ټول مقدماتي عبارات يي واضع کړي وه د يونان ټول خدايان اوقهرمانان يي ستايل پخواني ديني دودونه يي په رسميت پيژندل ،دغه پخپله په دي معني دې چي دخدايانوستايل زيات وکم ظاهرًدپوهولودلاري څخه دعرفي مقرراتواهميت دعواموپه زړونوکې احترام وو ، په هرحال ددراکون قوانينودلازم الاجراقواعدودخصوصي انتقام ځاي ونيوي .ځني وختونه انتقام دډلوترمنځ شخړي رامنځته کوي ، په دغه وخت کې دغه مجموعه دعدالت داجرا، جزاورکولو دقدرتمندو اواقتدارلرونکو ته صلاحيت ورکوي ، دمحکمي په دوران کې قبيلواوکورنيوته خاتمه ورکړه ، دقومي مشرانومجلس داصلاحيت درلودچې سنګينوجرايمو لکه قتل ته رسيدګي کول . دددغه ابتکاراتو سره په ملاحظاتوسره پورته دي نه وي چي ددراکون قانون خپل قدرت ددولت ټينګوالي دصلاحيت اواقتدارپراخوالي هم وو ، لکه څرنګه چي وويل سوه ، چي ددراکون قانون مخکني دودونه اوعرفي الزامات په ژبه بيانول په دغه حال هغه تعديلات اواصلاحات چي په دودونوکي يي رخ درلودبايدناديده ونه نيول سي ، اوددغه نقطي څخه بي خبره ونه اوسو چې ددغه مجموعي دمتن په تنظيم کې کوښښ سوي وو،چې دامکان ترحده پوري دمفسدينوداوږدتفسير اوخودخواهانوباندي بسته سي ، دراکون غوښتل چې دقانون په اساس دټولني دمختليفوطبقوترمنځ مساوات راولي . ددراکون مجموعي دخپل سختګيري سره يوازي دويناجنبه درلوده ، ديوه مستبدفرمانروالخواجوړسوي وو. لومړي ګام يي دديموکراسي په لورواخست ، دغه مجموعه په حقيقت کي دلويو کورنيواوقوم دمشرانو په استازيتوب چې خپل ځان دخلګونماينده اوپيروانوته متوجي وو رهبري دقضااوقانون ساتنه وه .
سلون قانون
په ۵۹۶قبل الميلاد کې ددراکون دقانون څخه وروسته په دوهمه لسيزه ک دسلون قانون جوړسو ، سلون داتن فرمانروا(ولسمشر ) وو، دسلون هدف دقانون جوړولوڅخه دامورواصلاح کول وو، دعامه خلګوڅخه دظلم پورته کول ، ددراکون دقانون ناتواني وه . ددراکون دمقرراتوداجراکولوسره بياهم اقليت اشراف په اتن کې دثروت خاوندان وه ، دخپلوامتيازاتودساتلوپه خاطر يي نوري طبقي په محروميت کې ساتلي وي .مګر سلون داساسي اصلاحاتودطبقاتوترمنځ دتبعيض دمنځه وړلولپاره يي پراخ اختيارات درلودل ، نوموړي ددغه اختيارااتوڅخه په ښه ډول استفاده وکړه ، ددغي مجموعي په قانوني ډول سره دمقرراتوجوړولولپاره دعمومي ټولني اوعادي وګړو ترمنځ امتيازاتواومحدوديتونو دپوهه کولولپاره لارهواره کړي ده ، سلون په ۵۷۲کال کې داتن دخلګوڅخه تعهد واخيست ترڅودقانون اطاعت وکړي . وروسته دمصردپرمختګ سره دهغوي بلدتيا اودمصردعلماوو دنظرياتوڅخه په استفادي دغه قانون کې په مکمل ډول دپخواني شاه (فرمانروا) دراکون اصلاحات په نظرراځي ،چې په اتن کې اجراکيدل ، سلون هم ددراکون په څيرداشرافودطبقي څخه وو، مګر دواړه مشران په ديموکراتيک ډول دخلګودملاتړ په اساس واک ته رسيدلي وه ،دسلون قانون دوخت اوزمان په غوښتني سره دنوي قضايي مسايلوديونوښت اوابتکارضامن وو، دغه مقرراتو دمذهبي احکاموڅخه په ښکاره ډول فاصله درلوده ، اودپخوانيوسختيودتعديل په کوښښ کې وه ، نوپه دي اساس دسلون قانون ددراکون دقانون په نسبت نرم او انصاف کونکي حسابيدي ، دسلون قانون دخدايانودقانون په نامه ياديدي اود هغه مذهبي مقررات معلوم نه وه ، ددغه مجموعي احکام په عمومي ډول اجتماعي دي مګر دمذهبي ابعادوڅخه خالي دي . دطبقاتوترمنځ امتيازات او اختلافات مساوي اعلان کړه ، اود سياسي مشارکت حق يي په عادلانه ډول دحکومت په غاړه کړ ، دعمومي ډلولپاره يي په ملي مجلس کې غړيتوب ورکول په رسميبت وپيژندل ، دسلون په مقرراتوکې مهم مسايل دپخوانيومقرراتوله منځه وړل وه ، باالخصوص غلام يوبدعمل وګڼل سو ، په دي دليل باندي چې خپل دين ته وفاکول يا دشخص ازادي دلاسه ورکول په وجودباندي حکم کول اوشخصي ازادي يي دلاسه ورکول لغوه اعلان کړه، اوهغه يي په حق پوري وتاړه (حق به ورکوي)، اومحدوده برخه يي په خاص زياتوب سره ديوي برخي پيداکول په عمومي ډول فاحش عمل وکړي دغه ابتکاراتومنل مخکي دمصر په قوانينوکي مطرح سوي وه ، دقانون مشابهات ديونان دمشر سلون دخاصي توجوپه اساس چې دمصر دکلتور اوپرمختګ سره درلود دليکوالونظر وو.چې دسلون قانون دمصر قانون متاثره کړي دې. په دي مجموعه کې دپلارواک پر اولاد باندي دروغ ګڼي اودپلارپواسطه داولادونومړه کول اوخرڅول منع وه . اواولادته ديوه معين عمر (سن ) څخه وروسته دپلاردواک څخه خارج (بهر ) کول ، دسلون په قانون ک دمتوفي دمړيني څخه وروسته يوه خاصه قاعده موجوده وه . چي ترکه يي د ښځينه اونارينه اولادونوترمنځ په مساوي ډول ورکول کيده ، دنارينه اولاد نه موجوديت په صورت ک به يي ترکه په خپلوانواوعصباتوپوري اړه درلوده ،دغه قانون په ښکاره ډول دښځينه اولاددحمايت په خاطر دمړي ترکي دهغه په عصباتوپوري اړه درلوده چې نارينه واي ، اود مړي دلورسره يي واده کړي واي اولاديي نارينه وي ،ددي قانون په اساس نوموړي شخص کولاي سوه ، چې داولاد دنه موجوديت په صورت ک خپل ټول مال دوصيت پواسطه بل چاته انتقال کړي . په هغه صورت کې چې دمړي ورثه يوازي په لورباندي چاپيره وي ، څنګه چې مخکي مړي ترکي دلورسره په واده کولو پوري اړه درلوده . دسلون قانون تکميل نه وو ټول ځکه چې نوموړي مجموعي ټول قواعد اوحقوقي وقايعي په برکې نه نيولي ، په دي مجموعه کې تجارتي معاملات عادل قانوني مقررات نه ليدل کيدل ، دمسلي دليل شاهد په مروج عرف اوعاداتوباندي اکتفاء کول ووچي په معلومواوشاملوبرخويي حکومت کاوه ، هغوي داجراپه برخه کې دمشروعيت اوکيفيت اختلاف وجودنه درلوده ، په مجموعي ډول ددغه قانوني اصلاحاتوهدف ددهقان (بزګر) اوکليوالوملکونوته تقويت ورکول وو ، دمنځني ښهري طبقي رشدکول دتجارت پراخوالي اودصنعت پرمختګ په کلي ډول په اتن کې دديموکراسي تقويه کول دملاحظي قابل کړه .
نور بيا