• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

د درز ارزونه او ترمیم . CRACK EVALUATION AND REPAIR

Home لومړيتوبد درز ارزونه او ترمیم . CRACK EVALUATION AND REPAIR

د درز ارزونه او ترمیم . CRACK EVALUATION AND REPAIR

ژباړه: انجنیر محمد فرید عاطف

په کانکریټو کې د درز پیداکیدل د کانکریټو طبیعي خاصیت دی ،تمه او وړاندوینه یې هم کیږي چې درز به خامخا پیداکیږي. درز کیدای شي هم په ظاهري ښکلا ،هم په کارکردګۍ او هم د حفظ او مراقبت په لګښت ناوړه اغیز وکړي .ددې دلایلو له امله ،د ودانیو څښښتنان غواړي د په ودانیو کې دننه او دباندې درزونه یې پخپل وخت سره په سم ډول ترمیم شي .وړاندې له دې چې دترمیم تخنیک ډول غوره شي ،د کانکریټو سطحو ترمیمونکي باید ددرز یوه ارزونه وکړي او ددرز د ترمیم مقصدونه روښانه کړي.

ارزونه . EVALUATION
کله چې د درز ارزونه کیږي او د درز سروي کیږي نو همیش باید د درز پلنوالی محاسبه شي او مالومه شي چې درز له سیخانو تیر شوی اوکه نه او مالومه شي چې درز فعال دی او که غیر فعال دی . دا مالومات ،په ځانګړي ډول د سیخانو تشریح او ددرز فعالیت ډیر مهم دی

1. ددرز پلنوالی . Crack widths
درز پلنوالی معمولا د درز کارد په اساس محاسبه کیږي .ددرز پلنوالي اندازه کول دا مرسته کوي څو ددرز شدت خطر درجه بندي شي او د درز په اوږدو کې د ډکوونکو اغیزمنتیا او بار لیږد وارزول شي . ددرز د ترمیم میتود ډول غوره کول د درز په پلنوالی پورې اړه لري.که چیرې سیخان له درز تیر شوي نه وي ،د سلب سیده والی او د بار لیږد له درز څخه د ډکوونکو موادو په نښتو (BOND)پورې اړه لري.که د درز پلنوالی ،له 0.035 انچه لږ وي، د ډکونکو موادو ذرات چې ددرز تیر بیر وتلی وي درز پرې کوي او د بار لیږد ته زمینه برابروي او د سلب عمودي سیده والی په خپل حال ساتي .که ددرز پلنوالی له دې زیات وي نو د سلب عمودي سیده والی ساتل به یوه لویه ننګونه وي .د ترمیم د تخنیک بریالیتوب به د سلب د باراچولو او داساس موادو او اساس لاندې خاورې په کیفیت پورې اړه ولري.

2. فولادي سیخان Steel reinforcement
سره له دې چې سیخان نه شي کولی چې ددرز پیداکیدو مخه په بشپړ ډول ونیسي خو درز دومره محددولی شي چې د جغل دانی خپل یوالی وساتي .سیخان خپله هم بار لیږدوي او درز په عرض کې د سلب سیده والی ساتل کیږي .کله چې سیخان له درز تیرشي نو هم ددرز پلنوالی او هم دراتلونکي درز وده کنترول کیږي .په بی سیخه کانکریټو کې به درز دوام وکړي او وده به وکړي او درز پلنوالی به دوه چنده شي .هغه درز چې د وچیدو انقباض له امله پیداکیږي بلاخره خپله باثباته(STABLE) کیږي .هغه درز چې دنورو عواملو له امله وي لکه نشست یا ځمک ښویدنه که هلته پوره سیخان نه وي اچول شوي نو درز به پراخه شي .د هغه اندازه سیخانو پیداکول چې له درز تیریږي ددرز د راتلونکي خاصبیت د پیداکیدو او دترمیم لپاره د تخنیک د غوره کولو لپاره ډیر مهم دی

3. غیرفعال او فعال درزونه .DORMANT AND ACTIVE CRACKS
هغه درزونه چې له سیخانو تیریږي معمولا باثباته شمیرل کیږي او غیرفعال ګڼل کیږي .یقینا چې درز ثبات په اصلي لامل او هغو سیخانو په اندازې پورې اړه لري چې له درز تیریږي .غیرفعال درزونه ثابت پلنوالی لري او کیدای شي د سخت او هم کیدای شي د ارتجاعي موادو سره ترمیم شي .فعال درزونه باید یواځې د ارتجاعي موادو سره ترمیم شي کوم چې وکولی شي د راتلونکي درز حرکت واخستلی شي.فعال درزونه په حقیقت کې کاري جینټونه دي چې او باید د جینټونو په څير حل لار ورته ولټول شي.

4. غوراوي چمتوالی .REPAIR OPTIONS
ساختماني .STRUCTURAL
په ساختماني ترمیم کې معمولا ایپوکسي ژاوله شاملیږي څو کانکریټ سره شاه په شاه ونښلوي او ویلډ کړي.ایپوکسي نه یواځي داچې کانکریټ سیل کوي بلکې همدارنګه مقاومت او سختوالی هم ورکوي .ایپوکسي مواد باید یواځې په غیر فعال درز ترمیم کې وکارول شي.د فعال درز ترمیم کې د ایپوکسي موادو کارولو سره د اصلي درز سره نژدی د بل درز پیداکیدو لامل کیږي .د ایپوکسي پیچکاري یوه عامه وسیله ده جې دایپوکسي د ځای په ځای کولو لپاره کاریږي په ځانکړي ډول د عمودي او بره سطحو لپاره .مګر جاذبوي ډکون کارونه هم ډیره عامه وسیله ده چې د افقي سطحو لپاره د ایپوکسي ځای په ځای کولو لپاره کاریږي .په جاذبوي ډکون کې ټیټ سلیښت ناک والي یا غلظت سره ایپوکسي په درز کې اچول کیږي او بیا پریښودل کیږي څو خود به خودې ډول درز کې کیوزي .سلیښت ناک والی یا غلظت د مایع دجریان پروړاندې مقاومت دی او په (CPS) سره اندازه کیږ ي.څومره چې د سلیښت ناک والی (VISCOSITY) قیمت ټیټ وي هومره مواد نري یا رقیق وي یا جریان یی تیز وي.د I او II درجې ایپوکسي له 20 CPS کم او د 20 او 100 CPS لري په ترتیب سره .د پرتلې لپاره ګورو چې اوبه 1 CPS لري ،شیدې 3 CPS ،ضد یخ 15 CPS، او شهد 3000 CPS سلیښت ناک والی لري.ټیټ سلیښت ناک والي مواد د نژدې او تنګ درز لپاره کاریږي کنه بیا به مواد په اسانه درز کې نه شي ننوتلی .
ایپوکسي مواد ژاولې(RESIN) او سختونکي (HARDENER) د کیمیاوي تعامل له امله سختیږي .دا کیمیاوي تعامل په لوړه تودوخه کې چټک وي .د بیلابیلو تودوخو لپاره بیلابیل ایپوکسي شتون لري د A ډول لپاره له 40 F ټیټ ،د B ډول لپاره د 40 F لړ 60 F ترمنځ او د C لپاره له 60 F پورته .د درز د بریالي ترمیم لپاره ددرز پلنوالی او ژورالی ،د ایپوکسي سلیښت ناک والی یا غلظت ،د ایپوکسي اچولو په وخت تودوخه او د ایپوکسي ډول ډیر مهم دی .که داسې ونه شي نو کیدای شي ایپوکسي ډیر نري یا رقیق وي او سخت وي چې درز کې ننوتل به یی ستونزمن وي .
5. سیل کول او ډکول .SEALING AND FILLING
سیل کول او ډکول غیرساختماني ترمیم دی ،خو بیا هم یو شمیر ترمیمولو مواد کولی شي ددرز مخونه سره ونښلوي او کیدای شي د پام وړ مقاومت هم ورکړي کوم چې کیدای شي درز دحرکت سره کانکریټ وشلوي .دداخلي ترمیم لپاره عام سیل کوونکي او ډکوونکي او عبارت دي له نیمه سخت ایپوکسي ،دوه رګه(HYBRID) پولي یوریا او پورلیمیر مساله .پولي یوریتان او سیلیکان. څخه هغه عام سیل کوونکي چې د باندڼي ترمیم لپاره کاریږي .په عام ډول سره سیل کوونکي ارتجاعي او الاستومیریک مواد دي نو ډکونکي موادو د پام وړ سخت وي داسې چې د ترمیم مواد د درز ژۍ اتکا کوي څو ژۍ د بار پروخت له تخریب وساتل شي .
کله چې فرش د سخت –ویل لرونکي ترافیک پروړاندې وي ،د جینټ ډکونکي مواد باید له له 80 سلنې سخت والې سره وکارول شي.له بده مرغه د ترمیم موادو د سخت والي زیاتیدو لپاره یو توافق وجود لري.څومره چې ترمیم مواد سختیږي نو دو هومره ورسره لږ ارتجاعیت لري او لږ ددرز حرکت لږ زغملی شي .د بیلګې په ډول ،نیمه سخت ایپوکسي مواد تر 90 پورې سخت والی لری او اوږدیدو (ELONGATION) قیمت یې 50% دی.په داسې حال کې چې د سیلکان سیل کوونکو سختوالی قیمت 5 او اوږدیدو قیمت یې 1400% دی .نو ځکه کله چې ترمیم مواد غوره کیږي د درز د ژیو د اتکا لپاره د درز حرکت وړاندوینه باید ورسره وشي .له اټکل شوي درز حرکت سره د فعالو درزونو لپاره له ،دترمیم لپاره ELASTOMERIC سیل کوونکي او درز ژیو سیل کوونکي وکارول شي.د هغو درزونو لپاره چې د سخت –ویل ترافیک سره مخ وي سخت مواد وکارول شي .مګر دامواد بیا د درز د حرکت پروړاندې لږ زغم او توان لري.
کله چې په فعالو درزونو کې ELASTOMERIC ډکوونکي کاریږي د اره کولو او مسیر ورکولو په واسطه یوه ذخیره باید ورکول شي .پرته له ذخیرې به درز ونه شي کولی ددرز احتمالي راتلونکی حرکت واخلي .د اوږدیدو خواص چې د تولیدونکو لخوا ذګر شوي وي د ذخیرې په سایز او یا د ذخیرې پلنوالی او ژورالي په نسبت پورې اړه لري.یقینا اره کول او مسیر ورکول درز پلنوالی پراخوي او درز ترمیم لا ضرور ګرځوي .په غیرفعالو او باثباته درزونو کې د اره کولو او مسیر ورکول لاره ونه کارول شي ددې پرځای د ترمیم لپاره هغه مواد غوره شي چې 100 CPS ټیټ غلظت یا هم سلیښت ناک والی لری .وړاندې له دې چې بل درز ترمیم کړی ددرز ارزونه ترسره کړۍ او د ترمیم مقاصد په ګوته کړۍ .پریکړه وکړۍ چې څه ډول ترمیم ته ضرورت دی .په انتخابونو کې ساختماني ترمیم د ایپوکسي په کارولو سرع ، د مسیر او سبل ترمیمی د ارتجاعي سیل کوونکو سره څو وکولی شي راتلونکی درز حرکت وزغمي او سخت او نیمه سخت ډکونکی ترمیم شاملیږي چې ددرز د ژیو د اتکا لپاره کاریږي .

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

د نړیوال مالي سیستم یوه ستونزه

د نړیوال مالي سیستم یوه ستونزه

Jan 21, 2015

د نړیوال مالي سیستم په اړه تر ټولو تازه خپور[...]

د زیږه دانه او میده دانه خاورې ترمنځ توپیر څه شی دی ؟ WHAT ARE THE DIFFERENCES BETWEEN COARSE GRAINED & FINE GRAINED SOIL?

Nov 8, 2018

په انجینرۍ کې خاوره نسبتا سست متراکم عضوي او منرالي[...]

دټولنې په وړاندې دځوانانو مسؤليت

Sep 23, 2018

ليکنه: شیرمحمدامیني ستانکزی د زمري یا اسد دمیاشتې یوویشتمه دځوانانو نړیواله[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d