د Objet Geomatries یوې کمپنۍ چې دری بعدي پرنټرونه جوړوي، په دې توانیدلې چې د غاښونو د جوړولو لپاره هم پرنټر جوړ کړي. په دې پرنټر سره به د غاښونو جوړولو په برخه کې هم د وخت، کیفیت له پلوه اسانتیا رامنځته کېږي.
د غاښ جوړولو تخنیک په برخه کې ډېر کارونه چې مخکې به په لاس کېدل اوس د 3D print او یا دری بعدي پرنټر په مرسته ترسره کېږي. ددې کمپنۍ د طبي برخې مشر ښاغلی اوي کوهن (Avi Cohen) ووایي چې objet 3D printing اوس د هغه کار اسانتیا برابروي چې کوم د لاس په وسیله نه شو ترسره کیدلی. اوس مهال دا مکان شته چې د غاښونو د پوښونو، پلاستیکي زامو جوړولو کار مخامخ د CAD سکن په وسیله ولیږل شي او د CAM په وسیله په دری بعدي ډول چاپ شي.
په راتلونکی کې به د غاښونو تخنیک په پوره ډول د ډیجیتل له امکاناتو څخه برخمن شي، چې پدې سره به د کار موده رالنډه او ټول کار به په سمه توګه ترسره شي. د بیلګې په ډول که موږ یو زامه په یو سات کې په لاس جوړوو نو کېدای شي دا کار د 3D printer په وسیله په لسو دقیقو کې ترسره شي.
د دا ډول تخنیک په مرسته به ډاکټران وتونیږي چې هغه ناروغ ته، چې مخکې به یې یوه میاشت انتظار ایستو اوس کیدای شي په یوه اونۍ کې ورته هر څه سم او پرته له کومې ستونزې په لنډ وخت کې برابر کړي.
دري بعدي چاپګر 3D printer چې د غاښونو په برخه کې یې پرمختګ د ستایلو وړ دی اسانتیا رامنځته کړې چې په دې برخه کې د نویو نوښتونو لاره هم پرانیزي.
کوهن وویل چې د غاښونو دری بعدي سکن څو کاله وړاندې رامنځته شوی و، چې اوس مهال دا سکنر نور هم ښه شوی.
د کار کولو وخت یې بیخي رالنډ کړی، دا ځکه چې د غاښونو د تخنیک ډېرې برخې ددی سکنر په مرسته په کمپیوټر کې کتل کېدې. پخوا به د خولې قلاب په لاس اخیستل کیدو چې ډېر ستونزمن کار و او هم د ناروغ لپاره یو سرخوږۍ و.