په یاد ولرئ، چې تاسو یو بالقوه نابغه او د یو میلیون مغزي سلولونو درلودونکي یاست چې هر یو یې بیا له شلو زرو نورو سره اړیکه لري او تاسو ته د دې ظرفیت درکوي چې په ډېره لوړه سطحه فکر وکړی. د دومره ډېرې وړتيا په درلودلو سره خوښه ستاسو ده، چې له خپل فکر څخه مثبته ګټه اخلی که منفي. د هوښیار ذهن په وسیله کولی شی هغه څه چې غواړی ځان ورته ورسوی.
که موخه لری، لومړی یې پر کاغذ ولیکئ او له هغه وروسته یې خپل نیمه هوښیار ذهن ته وسپارئ، دا کار د دې لامل کيږي، چې تاسو خپل مافوق هوښیار ذهن په کار واچوی او ګټه ترې واخلی. کله چې تاسو پر دې باور وکړی، چې ستاسو مافوق هوښیار ذهن۲۴ ساعته کار کوی او هر هغه څه چې غواړی ورته رسېدای شی، پوه شی چې تاسو له خپل کامل ذهن څخه ګټه اخیستې ده. له درې ګونو اذهانو څخه ګټه اخیستل په دې مانا دي، چې تاسو ځان ته د بریا دروازې پرانیستې دي.
You also might be interested in
شیدې چې د پروټین، کاربوهایدرېت، کلسیم او نورو معدني موادو[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي ولې له غذایي رژیم او ورزشي تمرینانو[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي ډېری کسانو ته په دې اړه معلومات[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی