عطاءالله خان حیران
په دې کې شک نشته، چې افضل خان لالا په ظاهره یو فرد و، خو په حقیقت کې هغه یو سوچ و، یوفکر و، یو حرکت و او یولوری و،ځکه لر او بر افغان یې د ویر په ټغرکینول، ځينې خلک داسې وي، چې په مړینه یې یو کور وران شي، کلی وران شي، ولایت وران شي، خو ځینې بیا سیمې لړزوي په ځينو باندې ولسونه ولړزیږي، چې افضل خان لالا یو له هغو افغان مشرانو څخه و، چې د لراوبر افغان ولس په زړونو کې یې ځانګړی ځای درلود.
افضل خان لالا په موجوده په لراوبر افغان سیاستوالو کې واحد شخص و، چې لکه ونه مستقیم په خپل مکان و،په سیاست کې ډېرې سړې تودې راځي ډېرې لوړې ژورې راځي، چې انسانان له ځانه سره بدلوي او په دې لس کلن سیاسي دور ته که وګورو د ډېرو سیاسیونو اودسونه مات شول په ډېرو باندې خپل سرونه وڅرخېدل ډېرو د خپل فکر خلاف حرکتونه وکړل ډېرو خپل دریځونه ۱۲۰ درجې تغیر کړل ډېرو په کې خپل ایمانونه بایلودل ډېرکم خلک په کمو کې بیا د ګوتو په شمار خلک په ټول لراوبر کې په خپل دریځ ترپایه ودرېدل او دخپل ولس له څنګه او له خپلو ملي ګټو په شا نه شول، چې په هغو کې د شمار سړیوکې او د سر سړیوکې او دکار سړیو کې یو افضل خان لالا و.
د ثابت دریځ خاوند د کره خبرې خاوند د نرې خبرې خاوند او دیوې خبرې خاوند افضل خان لالا د وخت په غلبیل کې داسې چاڼ شو، چې د وخت په بټ کې هرڅومره لټ په لټ واوښت څومره، چې ورته چاپیریال اړپېچلی شو څومره به، چې ورته ماحول اور اورکی شو څومره به، چې د کاڼو او د سپرغیو بارانونه ورباندې زیات شول خان لالا به ورته په هماغه کچه سندان جوړیده د خان لالا په دریځ کې د خان لالا په خبره کې د خان لالا په کردار کې د خان لالا په هوډ کې هېڅ ډول بدلون نه راته او نه راغی،افضل خان لالا هڅه کوله،چې په پښتنو کې د قامي وحدت احساس راژوندی کړي ځکه، چې خان لالا په دې پوهېده، چې ترڅو پورې زموږ قامي وجود نه وي،موږ به دغه رنګه د هر چا د ظلم او جبر ښکارکیږو.
افضل خان لالا د باچاخان بابا د فلسفې او د بابا د فکر ملګری و خان لالا له تنکۍ ځوانۍ نه تر مړینې خپل ټول ژوند په مبارزه کې تېر کړی دی، نو پر همدې اساس کله، چې خان لالا غوښتل ګوندي مبازه پیل کړي، نو د نیشنل ولسي ګوند سره ملګری شو په نیشنل ولسي ګوند کې خان لالا هغه څوک و،چې منکر ورباندې اعتراض نه شوکولی خان لالا به په سوات کې اوسېده، خو د فکر او د نظر وړانګې به یې له امو تراباسینه خورې وې او د خپل لوی افغانستان واحده جغرافیه یې ترنظر لاندې ساتله او د فکر ګزمه به یې په لوی افغانستان باندې کوله د پاکستان حکومت ورته پټ، پټ ډېر امتیازات ومنل خان لالا به ردول هر ډول امتیاز خان لالا رد کړی دی پاکستان ولید، چې د افضل خان لالا خبره یوه ده دریځ یو دی او دی د پاکستان ګټو ته خپله ګټه نه وايي، نو یې د سوات لپاره منصوبه جوړه کړه، چې طالبان ور انتقال کړي دا وخت بنظیره په واک کې و، چې افضل خان لالا ته یې بار بار وویل چې د لراوبر افغان او د لوی افغانستان خوبونه مه وینه د پاکستان سوچ او دپنجاب فکر په فکر کې وساته لراوبر یو افغان چیغې مه وهه د قامي وحدت خبره که کوې نو د پښتونخوا په چوکاټ کې یې کوه نه چې امو تر اباسینه د یو افغان خبره کوې خو خان لالا ورته هماغه یوه خبره کوله، چې دا کرښه زما په زړه تیره شوې ده او دا به کرښه نه پاتې کیږي دا به موږ په دغه شان له منځه وړو موږ به قامي وحدت جوړو او زه افغان یم افغان وم او افغان به مرم دا زما شناخت دی هیڅوک له ماڅخه دا شناخت نه شي اخستی.
هغه و، چې بنظیرې ورته ویلي و، چې زه ووینم چې ته لراوبر خبره پرې نه ږدې نو ته به رانه په خپل کور سوات کې څنګه ارام ژوند کوې ودې ګورم چې ته خپل سوات کې شپې کولی شې کنه ؟ دا خبره بینظیرې افضل خان لالا ته استولی و افضل خان لالا استازي ته هیڅ نه و ویلي بې ځوابه یې رخصت کړی و هغه وخت هم راورسید، چې سوات ته طالبان ننوتل که مو یاد شي هماغه وخت بي بي سي که ډیوه راډیو وه له افضل خان لالا سره یې مرکه هم کړې وه خان لالا ورته ویلي و، چې دا د پاکستان خپل طالبان دي او بینظیرې جوړ کړي دي، نو ځکه خو خان لالا تر اخره له سوات څخه لاړ نه شو له خپل ولس سره پاتې شو مرګوني بریدونه ورباندې وشول د پاکستان پوځ د طالب په جامې د خان لالا په مقابل کې جنګېده خو خان لالا هیڅ ډول فشار ته تسلیم نه شو خان لالا خو پوهیده چې لوبه چا او څنګه روانه کړې ده نو ځکه یې ځان ته د کلي له ځوانانو ملیشه جوړه کړه او تر پایه په سوات کې پاتې شو، خان لالا پنجابیانو ته په ضبات ورسوله، چې زه څوک او څنګه سړی یم کله چې خان لالا د پاکستان بیا په ځانګړي توګه د ای ایس ای له پټو معاملو پرده پور ته کړه، نو حکومت ویرده، چې کیسه بلخوا لاړه نشي نو یو څو نمایشي جګړې او خلک یې هم ونیول، چې د خان لالا په کور یې د برید تابیعه لرله او ددې ترڅنګ یې خان لالا د خپل وخت یو زړور مشر وباله او ټوله میډیا ته یې سړی په خوله کې ورکړ دا ځکه چې خلکو ته وښایي چې ګوندې دا چارې حکومت نه دي روانې کړي نور په زړه کې خان لالا او پنجابی اسټبلیشمینټ ښه پوهېده په سوات کې د خان لالا جنګ له پاکستان سره و نه له طالب ځکه چې طالب په خپله د ای یس ای پوځيان ول.
افضل خان لالا ته د پاکستان لخوا ډېر وړاندیزونو او ګواښونه شوي و خو خان لالا به ورته هیڅ ارزښت نه ورکولو یو وړاندیز چې ډېر د یادونې دی هغه کله چې د زرداري دوره پای ته د رسېدو په حال کې وه له هغې نه وړاندې جنرال حمید ګل سرتاج عزیز راحیل شریف کیپټن صفدر اویوه بله میرمن څه شی چودري نومېده دا ۵کسیزه ټیم له افضل خان لالا سره ځانګړې ناسته درلوده دا ناسته په حقیقت کې یو جال و چې د پاکستان د پوځ لخوا افضل لالا ته یې په لاره کې خور کړی و خو افضل خان لالا د خپل و خت هغه ژمن او زیرک انسان و، چې په سیاسي سټېچ ډېر لوبېدلی و نو هېڅ غلطي به یې نه کوله په هرمسله کې به ډېر زیرک او ډېر ژور ته، په دې ناسته کې مهم وړاندیزونه افضل خان لالا ته شوي و خو افضل خان لالا پوهېده چې دوی راته څه د څه په بدله کې راکوي افضل خان لالا لکه شمع په خپل سر اور بل کړی و خو ملت ته یې رڼاورکوله افضل خان لالا په سیاست کې دومره پوخ شوی و چې د خبرې عمق ته یې فکر په ډېره اسانۍ سره رسیده.
پاکستان له پیل نه تردې دمه د پښتنو د بې اتفاقۍ پرموخه د حکومت په چوکاټ کې داسې ادارې لري چې د هغو دنده همدا ده، چې پښتانه قوم پرستان سر ویشلي وساتي چې د بیلګې په توګه د باچاخان په وړاندې ډاکتر خان صاحب د ولي په وړاندې غني د اسفندیار ولي خان په وړاندې بیګم ولي د بیګم په وړاندې شیرپاوی او داسې نور… دا ټوله سلسله که په دقیقه توګه مطالعه شي نو سړی په دې ټوله سلسله باندې ډېر ښه پوهیدلی شي، د پاکستان ددغه عمل نه په غالب ګمان ټول قومپرستان اګا دي خو ځان بې وسه ګڼي هلته چې هره پارټي یا ګوند جوړیږي ای ایس ای یې په کم وخت کې تر خپلې ولکې لاندې نیسي نو له دې ټولو مشرانو وس په دغه پروسه نه رسیده او خپله ماته یې په زړونو کې منلې وه، افضل خان لالا یوازینی شخص و، چې په دې مسله تر هربل چا ډېر ښه پوهیده او خپله ماته یې نه ومنلې د پاکستان ددغه بې ننګه عمل په وړاندې هم خان لالا خپله طرحه خپل سوچ او خپله کړنلاره درلوده او تر یوه حده یې مشران هم ورباندې پوی کړي و که څه هم دې لاسوهنو لالا ته هم یو وخت زیان اړولی و چې کله خان لالا په دې مسله باندې پوهیږي نو بیا خپله ټوله پاملرنه همدې ستراتژیکې مسلې ته اړوي ترډېره یې دغه مسله یو څه پیکه کړې غوندې وه خو ژوند ورسره وفا ونه کړه.
افضل خان لالا که د لوی افغانستان خبره کوله هغه که د لراو برافغان خبره کوله هغه که د قومي وحدت خبره کوله دا هرڅه هغه په عمل کې هم کول افضل خان لالا به دا خبره ډېره بده منله چې چابه افغانانو ته په پښتونخوا کې مهاجر وویل خان لالا به ویل دوی په خپله خاوره اباد دي دوی که پنجاب ته ځي کراچۍ ته ځي نو مهاجر دي په پښتونخوا کې هېڅ افغان مهاجر نه دی.
د پښتون او د افغان خبره به د په هرډګر باندې کوله د ډیورنډ د کرښې په هکله د خان لالا دریځ ډېر روښانه او واضح و هغه به ویل چې یو افغان مو جود وي هغه به هم ډیورنډ کرښه ونه مني.