لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
دعا باید د پوره یقین او بشپړې عقیدې له مخې وشي،
په اخلاص، تضرع او عاجزۍ تر سره شي،
د شرعي او روا مقصدونو لپاره وي،
دعا د زړه له تله په پوره توجه او فکري تمرکز (احسان) تر سره شي
بهتره ده چې دعا په مجاهده او متداوم ډول تر سره شي.
عبادت باید یوازې د الله (جل جلاله) وشي او دعا باید یوازې الله (جل جلاله) ته وشي.
کله چې الله تعالی ته دعا کوو، ښه به وي چې د هغه پخپلو ښکلو نومونو (اسماالحسنی) یې یاد کړو.
بهتره ده چې دعا او عبادت له نېکو اعمالو سره ملګری وي.
دعا په مسنونه طریقه وشي،
تر دعا مخکې او وروسته باید د الله تعالی حمد او پر رسول الله (صلی الله علیه و سلم) درود وویل شي او بیا دعا وکړل شي.
دعا باید معقوله او د الله تعالی د ثابتو سنتونو سره سمه وي.
غوره ده چې د دعا هغه عربي الفاظ او کلمات یاد او وویل شی کوم چې په قرآنکریم او صحیحو احادیثو کې ذ کر شوې دي.
د دعا د قبلېدو غوره وختونه او ځايونه
د دعا د قبلیدو لپاره هر وخت او هر ځای سم دی، خو په ځینو وختونو او ځایونو کې د دعا د قبلېدو چانس لا زیات دی، لکه په لمونځونو، تهجد او تر فرض لمونځ وروسته، په عرفات، کعبه شریفه او ځینو نورو ځایونو کې، د والدینو دعا داولاد لپاره، تر روژه ماتې مخکې، د مسافر دعا ، د مسلمان ورور دعا د بل مسلمان لپاره د مظلومیت په وخت کې دعا.
له دعا څخه د ناوړه کار اخېستنې ممانعت
ځینې کسان د ناپوهۍ یا انحراف له مخې، ساده معتقدین تېر باسي او د ګټې پر ځای تاوان وراړوي. دغسې کسان له یوې خوا د ساده انسانانو پيسې په چل ول تروړي، له بلې خوا یې د تداوۍ د لټون له شرعي عمل څخه راګرځوي او پدې ډول ورته دوه لوی ضررونه رسوي. دا سمه ده چې د شخص دعا دځان او بل مسلمان په حق کې هم قبلېږي او د بل مسلمان دعا هم د ده لپاره قبلېږي، خو په دعا پیسې اخیستل یا یې کسب او مسلک ګرځول غیر شرعي کار دی.
موږ د لمانځه په هر رکعت کې الله تعالی ته وایو چې إِيَّاكَ نَعْبُدُ وَإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ﴿الفاتحة: ٥﴾ (خاص ستا عبادت کوو او خاص ستا څخه مرسته غواړو). نو له الله تعالی پرته له بل چا څخه دعا غوښتل روا ندي.
که کوم پاک مسلمان انسان موږ ته دعا کوي، ښه کار دی، خو چې دا یې خپل مسلک او د پيسو ګټلو وسیله جوړه کړې وي، همدغه کار یې بس دی چې ترې لیرې واوسو.د هغو خلکو په باب چې د الله تعالی په ایتونو پیسې اخلي، لاندې ایت شریف ډېر ښه صدق کوي:
اشْتَرَوْا بِآيَاتِ اللَّهِ ثَمَنًا قَلِيلًا فَصَدُّوا عَن سَبِيلِهِ ۚ إِنَّهُمْ سَاءَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ [التوبه٩] ژباړه: اخیستی دی دوی د الله تعالی په ایتونو کمه بیه او [خلک] د الله تعالی له لارې راوګرځوي. په رښتیا دا څه چې دوی کوي بد کار دي.
د دعا د شفا بښونکي رول سره – سره د نورو معقولو لارو د تعقيب ضرورت
دعا او عبادت جامع مفهوم او هدفونه لري چې دیني علماو پرې د قرآن او حدیثو په رڼا کې ډیر مهم معلومات لیکلي دي، خو یوه ګټه یې د ناروغیو په تخفیف او رغېدا کې د هغوی برخه ده، دعا باید د فزیکي طبي درملنې، رواني درملنې، ټولنیزې درملنې او نورو ساینسي طریقو بدیل ونه ګڼل شي، بلکې دعا او دا ټولې نورې یادې شوې لارې یو د بل بشپړونکې وګڼل شي.
د ناروغیو د درملنې لپاره د درملو کشف او کارول د بشریت یو لوی بری دی چې د مړینو، ناروغیو او معلولیت په کمښت کې یې بېسارې ګټه کړې ده. د جراحي عملیاتو په واسطه د سختو ناروغیو درملنه لا ډېر لوی بری دی. دا هم پر انسان د الله تعالی رحم دی چې دغسې پوهه یې ورکړې ده.
د درملو او جراحي عملیاتو ګټه د الله تعالی د ثابتو قوانینو په چوکاټ کې کارونه دي او لکه د بل هر شي په شان له دغو قوانینو نشي خارجېدای. د بېلګې په توګه کله چې د ملاریا ضد درمل د ملاریا پرازيټ او یا د توبرکلوز ضد درمل د توبرکلور باسیل وژني د الله تعالی د طبیعي قوانینو له مخې په یوه منظم میکانیزم کار کوي. جراحي عملیات هم د منظمو میکانیزمونو له مخې تر سره کېږي او که ورسره د ضرورت له مخې درمل ورکول کېږي، هغه هم په ساینس او تجربه ثابت شوي دي چې له دیني عقایدو سره مخالف ندي .
نو پکار ده چې موږ د ناروغۍ په صورت کې هم دعا او عبادت ته مخه کړو او هم د طبي متخصصینو مشوره، نظریه او لارښوونه ومنو.
د تداوۍ لټون اسلامي امر دی. رسول الله (صلی الله علیه و سلم) فرمایلي دي: لکل داء دواء (صحیح مسلم۲۲۰۴). ژباړه: د هرې ناروغۍ لپاره دوا او درملنه شته. د یو بل حدیث شریف مفهوم دی چې په خیرات او صدقه سره د خپلو ناروغانو درملنه وکړئ.
نو نتیجه دا ده چې د یو مسلمان په توګه موږ د ناروغۍ په صورت کې درې لارې تعقیبوو: تداوي، دعا او صدقه چې دا ټول یو د بل متمم دی. کله چې تداوي کوو باید ورسره یو ځای دعا هم وکړو چې الله د دغې تداوۍ اغېزې مثبتې او رغونکې کړي او د درملنې له اړخیزو اغېزو مو هم وساتي. د تداوۍ او دعا په څنګ باید صدقه هم هېره نکړو، ځکه روحیه مو پیاوړې کوي، د نورو مسلمانانو دعا او همکاري راته راجلبوي، او د مایوسئ پر ځای زړه ته خوشالي او ډاډ رابښي. د یو حدیث شریف مفهوم دې چې صدقه د مصیبتونو او بلاګانو په وړاندې د ډال حیثیت لري.