لیکنه: جان محمد مهربان
کله چي مو د دفتردموقیعت په اړه پرېکړ وسوه، ورپسې ددفتر مدیر باید ددفتر پر فرنېچر اوپرهغو ضروري سامان الاتو باندي فکر وکړي چي هره ورځ په دفتر کښي استعمالیږي. ددفتردفرنېچردرانیولوپرمهال باید ډیزاین، داستعمال ددوام موده، منفعت، دځای نیولو اندازه، وزن، شکل اوحفاظت ئې په نظر کښي ونیسئ:
دفتري فرنېچر لاندي څلور ډولونه لري:
ګران فرنېچر(Executive):دغه ډول فرنېچردلوړ رتبه مدیرانو له پاره دهغوی له ذوق سره سم رانیول کیږي.
ځانګړی فرنېچر(Special):ځیني فرنېچردخاصوهدفونو له پاره رانیول کیږي لکه دمېلمستیا خاص مېزونه، یا دتفریحي خوني مربوط فرنېچر.
طبیعي/ساده فرنېچر(Built-in):دغه ډول فرنېچر ارزان اواقتصادي وي، لږځای نیسي. ددوسیو ايښودلو المارۍ ئې ښه مثال کېدای سي.
عمومي اداري فرنېچر(General clerical tables:)دغه ډول فرنېچر دکار په ماهیت پوري مربوط کیږي چي عموماً مېزونه پکښي راځي. دمحاسبې مامور یو اوږد مېز ته ضرورت لري خو کمپیوټر کار ته یو کوچنی مېزپه کار دئ. چوکیدار ته یوازي یوه ساده چوکۍ ضرور ده مګر یو مامور بیا مېز ته هم ضروت لري.
ددفتر مدیر باید په دې پوه وي چي ددفتر له پاره کوم ډول فرنېچر ضرور او دوی ته اقتصادي تمامیږي.
ددفتر قرطاسیه هم ددفتر په تنظیم کښي مهم رول لري. دقرطاسیې څخه مطلب کاغد، قلم، پنسل، چاپ سوي پاڼي، رنګ، پوښونه، کاربون، دحساب ماشین، سټپلر، دسټپلر دانې اوداسي نوردي. ددفتر مدیر دقرطاسیې کیفیت، مصرف او ساتني ته باید هر وخت پاملرنه وکړي او ددفتر کارمندانو ته باید داسي روحیه ورکړي چي یو کارمند او شعبه باید دبل کارمند او شعبې قرطاسیه بېله اجازې کار نه کړي. قرطاسیه باید په خپل مشخص ځای کښي ځای پر ځای سوې وي. په افغانستان کښي دود داسي دئ چي ټول قرطاسیه دکاري مېز پر سرپرته وي، په دولتي ریاستونو او وزارتونو کښي خو قرطاسیه یا نه وي او یا دمیز پر سر سره پاشلې وي. مسلکي لاره ئې داده چي قرطاسیه دمېز په جابو کښي ځای پرځای سي او بیا کار ورڅخه واخیستل سي. که تاسو داسي وکړئ بیا به داشکایت نه کوئ چي ستاسوقلم، دحساب ماشین او سټپلر مو یوچا درڅخه وړی دئ یعني که تاسو دمېز په جابه کښي خپله قرطاسیه وساتئ، نور کارمندان نه سي کولای چي ستاسو قرطاسیه غلا کړي.