ليکنه: ذکریا رحیمي
” دبریا کنجي یا کیلي، تر هر څه وړاندی چمتو والی دی ”
” هینری فورډ”
په مرکې کې د بریا لپاره تر ټولو اړین پر ځان باور لرل دي. پر ځان باور لرل څه ته وایي ؟ زدکړه او د خپلې زدکړې دپلي کولو تجربې لرلو ته پر خپل ځان باور وایي.
ډېر خلک باور لري چې هره بریا بخت ته اړتېا لري خو زما په اند هره بریا پر خپل ځان باور او چمتو والي ته اړتېا لري.
۱- ارواهي چمتو والی : د یو مثبت شعار لرل چې تا پر خپل ځان باور مند کړي
۲- ذهني چمتو والی : د دندې په اړه د مرکې په وخت سوال ته د دندی د ځانګړتېا په اړه له خپلې زدکړې او تجربې ځواب ويل دي .
۳- فزیکي چمتو والی: مناسب لباس اغوستل اود فزیکي حرکاتو کنټرل لرل دي.
د دندې لاس ته راوړنې او پر خپل ځان د باور جوړونې لپاره لاندې ګټور ټکي هم یاد کی ولری:
۱- ستونزه په دې کې نه ده چې خلک ستا په اړه څه نظر لري ستونزه په دې کې ده چې ته د ځان په اړه څه نظر لرې له کوم چې ستا په اړه د نورو خلکو نظر جوړیږي او له دغو خلکو یو هم تا سره مرکه کوونکی دی.
۲ – د دندې لاس ته راوړلو لپاره دوېم کلیدي رول داسې ”سي وي” جوړول دي چې تر د مرکې وخت پورې ستا ټوله زدکړه او تجربه په کې ځای ولري.
په سي وي کې لاندې څه ته هم ډېره توجه وکړی
ستاسې اوسني مهارتونه، تجربې او تېرې زدکړې ……………… د دندې لاس ته راوړنې لپاره یاد شوي ځانګړي مهارتونه
۳ – د دندې لاس ته راوړلو لپاره د دندې په اړه کافي مالومات لرل دي چې تاسو ېې له کاري ځای ته په غېر رسمي تګ کې لاس ته راوړی شی او یاېې هم د دوی له وېب پاڼې زده کولای شی.
۴ – د دې تر څنګ کوښښ وکړی خپلې ټولنیزې پاڼې لکه فېسبوک او یا نورې پاڼې چې تاسې ېې کاروی مسلکي وساتی ځکه د مرکې پر وخت کتل کیږي چې ځنی وخت ستاسې د شخصیت ټاکلو کی هم مهم رول لوبوي.
۵ – تر مرکې مخکې د لاندې یادو شوو مهارتونو په اړه خپلې زدکړې او هغه عملي تجربې چې تاسې ورسره مخامخ شوي یاست او په کې بریالي شوي یاست په یاد ولری:
د خلکو مدیریت
د خبرو کولو مهارت
په ګروپ یا ټیم کی کار کول
ستونزو ته د حل لاره کتل