ژباړه: وږمه وردګ
په منځنيو پېړيو كې كشيشانو جنت پر خلكو پلورلو؛ ناپوهو كسانو به هم د پيسو پر وړاندې د جنت يوه برخه خپلوله. د دوى په منځ كې يو پوه كس و چې د خلكو له دې نادانيه يې زړه شین شوی و، ده هر څه وكړل چې د خلكو د دې احمقانه كار مخه ونيسي، خو ونه توانېد.
يوه ورځ نوى فكر ورته پيدا شو، كليسا ته ولاړ او د جنت پلورلو مسؤول كشيش ته يې وويل:
– د دورخ بيه څو ده؟
كشيش حيران شو او وې ويل: دوزخ!؟
– هو دوزخ
كشيش پرته له فكره ځواب وركړ:
– درې سكې
سړي په بېړه جېب ته لاس كړ، پيسې يې وركړې او وې ويل:
– هيله كوم، اوس نو د دوزخ سند ماته راكړئ
كشيش د يوې څيرې پاڼې پر څنډه وليكل: د دوزخ سند سړي په خوشحالۍ سند واخيست، له كليسا ووت او د ښار په ميدان كې ودرېد؛ په چيغو يې وويل:
– اې خلكو! ټول دوزخ ما واخيست، وگورئ دا يې هم سند دى، نور ضرور نه ده چې څوك جنت په پيسو واخلي، ځكه زه څوك دوزخ ته نه پرېږدم.
You also might be interested in
څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل مسکا راډیو مسکا راډيو: مسکا[...]
ژباړه : عطا محمد میاخېل له پنده ډکه کیسه :[...]
ګل رحمن رحماني ارواپوهنيزه کره کتنه د ادبي کره کتنې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی