لیکنه: عبیدالله ارشاد
هغه ټولنې چې خلک یی یو پر بل اعتماد او باور ولري ډیر په چټک سره پرمختګ کوي. هغه دولتونه چې پوره حاکم، مقتدر او مستقل وي په نړیواله کچه پوره حیثیت لري او بشپړ ارزښت ورکول کیږي.
دولتونه چې د اشغال او نظامي په پایله کې منځته راغلي وي تل ضعیفه او کمزوري وي، علت دا وي چې اشغالګر ځواک یی د خپلېګټې او تګلارې مطابق جوړوي نه د هغه هیواد د ولس په رأی او ارادې.
د دولت او ملت د فاصلې ډیروالۍ ددې لامل ګرځي چې دولت وپرځول شي، حکومت یی لمنځه لاړ شي او چارواکي کې یی بهرته وتښتي، د نوموړو دولتونو بله ستونزه دا ده چې مقام او صلاحیت پکې داسې اشخاصو ته ډالۍ کیږي چې د استعماري او باداري ځواک ګټو ته ژمن وي، په نوموړو دولتونو کې حکومت د خلکو وي خو حاکمیت د استعماري او باداري ځواک وي.
په هغه ټولنو کې چې متقابل باور موجود نه وي افراد او چارواکي د خدمت او جوړولو پر ځای، ځیني امکانات او اسانتیاوې خپل شخصي او تنظیمي ګټو نه قربانوي. د ټولنې او دولت پر ځای پخپل فکر کې وي، پدغسې نظامونو کې دولتي چارواکي تل د خپل سیال په ځپلو اخته وي چې بیا د څارنې او نظارت یی هم څوک نه وي.
د دولت او ملت بې باوري د خارجي دښمن مقابل کې د نظامي او دفاعي ځواک کچه راټیټوي ځکه چې بهرنیو ته د لاسوهنې او استفادې زمینه ښه برابریږي، کله چې دولت ، ملت ته د کار او روزګار، ښوونې، روغتیا، برېښنا او داسې نورې آسانتیاوې برابرې نکړي له دولته یی تمه پرې کیږي، د افغان ولس ځانګړنه دا ده چې تل له ځواکمن او قوي څخه ملاتړ کوي دوۍ د کمزوري دولت پښې وهي او نړوي یی.
د دولت او ملت ترمنځ بې باوري د سیاسي نظام لپاره د سرطاني غدې حیثیت لري چې په پایله کې دغه آفت د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي پرمختګ مخه نیسي.
د بهرنیو قراردادونو د څرنګوالي ابهام، د خبرونو سانسورول، له دولتونو سره د اړیکو ټینګولو لپاره د واحدې تګلارې نشتون او د فساد د مخنیوې لپاره د سیاسي ارادې نشتوالۍ د ولس او دولت ترمنځ د بې باوریو ځیني لاملونه دي.
ولس سره په دروغو او چل ول چلیدل، د هغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه ویل، بې روزګاري او د عامه خدماتو نشتون ددې لامل کیږي چې ولس له دولته فاصله ونیسي.
نړیوال استعماري قوتونه تل پدې هڅه کې وي چې د دولت او ولس ترمنځ فاصله ایجاد کړي او له هغې وروسته پرې خپله اراده تحمیل کړي.
د ملت او دولت په مخ کې خنډونه
هغه څه چې د ملت او دولت ترمنځ فاصله ایجادوي، خلک او د عامه خدماتو مؤظفین سره لیرې کوي د دوی ترمنځ بې باوري پیدا کوي ګڼ لاملونه لري چې په ترتیب ذکر کیږي:
اقتصادي فاصله
که چیرې د دولت او ملت ترمنځ د اقتصاد له لارې فاصلې موجودې وي هم ددې لامل کیږي چې ژوره بې باوري رامنځته کړي.
کله چې د دولت د کارکوونکو او د ولس په لباس، مسکن، ترانسپورتي وسایل، د ښوونې په ډول، معیشتي امکانات او دسترخوان کې توپیر موجود وي اوعملاً یوه طبقه پکې ښه اقتصاد او روزګار ولري طبعاً چې فاصلې او بې باوري پیدا کوي او د نظام مشروعیت لمنځه وړي.
فرهنګي فاصله
کله چې د ملت او چارواکو د ژبې ، فرهنګ، اخلاق او عاداتو سره توپیر ولري یعني مشترکه ژبه او فرهنګ ونلري، د ملت د اعتماد جلبولو توان ونلري څرګند واقعیت دی چې بې باوري رامنځته کوي.
د دین رول په باور جوړونه کې
دین په هر ایدولوژیک نظام کې یو عقیدتي تړون ده، هغه ټولنې چې په اسلامي عقیده او مذهب معتقدې وي د هغوی د اړیکې او باور وسیله دین وي.
دین د ملت او دولت ترمنځ د مینې، اخوت، اعتماد، خواخوږۍ، ایثار او ملاتړ اړیکه ایجادوي. دیني ارزښتونو ته بې اعتنائي او بې احترامي د دولت او ملت ترمنځ اړیکه لمنځه وړي، دولت کمزوري کوي.
د باور جوړولو لارې
۱) له بهرنیو سره د اړیکو څرنګوالۍ او د رسنیو نه سانسورول
۲) ولس ته د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي کړنو رښتینۍ راپور وړاندې کول
۳) په ملي مسائلو کې له ولس سره مشوره
۴) د ولس متقابل حقوق پوره رعایت کول
۵) عامه خدمات پخپل وخت وړاندې کول
۶) د ولس د تیروتنو مقابل کې عفوه
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.