لیکنه: لقمان حکيم حکمت
لومړی برخه
ځېنې خلک آټکلوي چې ديموکراسي عربي کلمه ده ، خو ولې دا بيخي عربي ګړه نه ده ، ديموکراسي يوناني ګړه ده او له دوو کلمو څخه ترکيب شوې ده ، ( DEMOS) معنا عام وګړي او اولس ده ، دوهمه برخه يې ( KARATIA) ده او معنا يې حکم ده ،په ټوله کې معنی اولس واکي جوړيږي .
دوهم :
د اسلام حنيف دين له مخې له څېړنېزې کره کتنې وروسته ويلی شو چې ډيموکراسي نظام د اسلام سره بيخی اړخ نه لګوي ، ځکه تشريعي سلطه په کې د اولس يا يې د نائب لکه پارلماني غړو په لاس کې وي ، د الله فيصلې په کې نه پلې کيږي بلکې د اولس او يا يې د نائبانو خبره ميره وي او د دوی کثرت معتبر وي ، په دې نظام کې قانون هغه بلل کيږي چې اغلبيت يې تاييد کړي که څه هم د فطرتي اصولو يا دين او عقل سره مخالفت ولري ، مثلا همجنس ګري ، سودی معاملات ، د اسلامي حکمونو پابندي نه کول ، د زنا او شرابو پر حليت عقيده لرل ، بلکې په څرګندو ټکو ويلی شو چې د ډيموکراسۍ نظام د اسلام ضد او محارب نظام دی .
د قران کريم ايتونه مونږ ته زده کوي چې تاسو د الله بندګان يئ او پر ځمکه به د الله قانون حاکم وي ، د الله سره به په عباداتو او تشريع کې هېڅ شريک نه جوړوئ ، الله خپله پوهه ، عالم او ښه قانون ساز دی .
الله پاک فرمايي [ فَالْحُكْمُ لِلَّهِ الْعَلِيِّ الْكَبِيرِ ] ( غافر / ۱۲ )
ژباړه : نو حکم او فيصلې به خاص د هغه الله لپاره وي چې علي ( پورته ) او کبير ( لوی ) ذات دی .
همدغه راز الله پاک فرمايي [ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لا يَعْلَمُونَ ] ( يوسف / ۴۰ )
ژباړه : فيصلې به يک او يواځې د الله وي ، هغه په دې امر کړی دی چې يواځې د هغه عبادت به کوئ ، دا سم دم دين دی ( هېڅ کوږوالی نه لري ) لکن زياتره خلک نه پوهيږي .
همدغه شان الله پاک فرمايي [ أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ ] ( التين / ۸ )
ژباړه : ايا الله ډېر ښايسته پرېکړه کونکی نه دی ؟
بل ځای کې الله پاک فرمايي [ قُلِ اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا لَبِثُوا لَهُ غَيْبُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ أَبْصِرْ بِهِ وَأَسْمِعْ مَا لَهُمْ مِنْ دُونِهِ مِنْ وَلِيٍّ وَلا يُشْرِكُ فِي حُكْمِهِ أَحَداً ] ( الكهف / ۲۶ )
ژباړه : ورته ووايه چې الله پاک ډېر ښه پوهيږي چې څومره وخت يې ( په غار ) کې تېر کړی دی ، هغه د اسمانونو او ځمکو په غيبو باندې علم لري ، الله څومره ډېر ښه ليدونکی او اورېدونکی دی ، له ده پرته خلکو لپاره بل کارساز نشته ، له هغه سره ( په تشريع او حکم او قضاء کې ) هېڅ برخه دار نشته .
او الله پاک فرمايي [ أَفَحُكْمَ الْجَاهِلِيَّةِ يَبْغُونَ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ حُكْماً لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ ]المائدة / ۵۰ )
ژباړه : ايا دوی د جاهليت پرېکړې پسند بولي ، د الله نه لا بل څوک ډېرې ښې فيصلې کولی شي ؟ .
او حالانکه الله پاک د ګردۍ نړۍ ټولواک دی ، د نړيوالو د حالت سره وړ احکام پرې واجبوي چې ادا يې زير توان ده ، دا چې بشر خپل منځ کې په عقل او اخلاقو کې سره تفاوت لري چې څوک د خپل ځان لپاره مناسب او ګټور حکم نه پېژني نو د نور لپاره به يې څه وپېژني ؟
جوته شوه چې کوم موسسات چې د ازادۍ يا حقوق بشر په نوم نارې سورې وهي ددوی په زړونو کې د خلکو غم او درد نشته ، بلکې دوی خپل غم او درد راخستي دي چې د ازادې په نوم د پردو سرتورو ته څنګه لاس رسی ولري ؟ د پردو حقوق په کوم ډول غصب کړي او څنګه ترې په ناوړه توګه مستفيد شي ؟
ايا د ډيموکراسۍ په نوم د مسلمان ملت په عزتونو او ابرو لوبې ونه شوې ؟
ايا د ديموکراسۍ په نوم معزز خلک بې عزته نه شول ؟
ايا د ډيموکراسۍ په نوم اسلامي دبدبه او شان شوکت خاورې ايرې نه شو ؟