ژباړن : عطا محمد میاخېل
بشپړ نوم یې رنه دکارت ( Rene Decartes ) دی. د رنسانس دورې دې ستر فزیک پوه، ریاضي پوه او فیلسوف د ۱۵۹۶ زېږدیز کال د مارچ میاشتې په یو دېرشمه نېټه د فرانسې د تورن ( Touraine ) ایالت اړوند د لاهه په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې . دکارت دیارلس میاشتنی و، چې خپله مور یې د تل له پاره له لاسه ورکړه او پلار یې د انګلستان په پارلمان کې د قاضي او مشاور په توګه دنده ترسره کوله .
په ۱۶۰۶ زېږدیز کال، کله چې دکارت لس کلن و، د لافلش ( La Fleche ) په مدرسه کې شامل شو، دا مدرسه د ژزو ئیتیانو په نامه د مسیحیانو یوې ډلې تاسیس کړې وه، چې په یاده مدرسه کې به د مسیحي زده کړو ترڅنګ، نوي او عصري علوم هم تدرسېدل. دکارت په یاده مدرسه کې اته کاله زده کړې وکړې او په نوموړې مدرسه کې یې ادبیات، منطق، اخلاق او ریاضیات یې زده کړل. دکارت په ۱۶۱۱ ز کال د مشترې په شاوخواکې د څو سر ګردانه سیارو موندنه ترسرلیک لاندې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال د ګالیله له موندنو څخه خبر شو؛ دې خبرو د ده په روح باندې ډېره زیاته اغېزه وکړه .
د لافلش په مدرسه کې د زده کړو له پای ته رسېدو او فراغت وروسته د یوې مودې له پاره د حقوقو او طب په څانګو کې په زده کړو بوخت شو، مګر په پای کې یې هوډ وکړ، چې په نړۍ راوګرځي او هغه ډول پوهه ترلاسه کړي، کومه چې د ژوند له پاره ګټوره وي. په همدې منظور د هالیندي پوځ په لیکو کې شامل شو، د دې پوځ مشري د موریس په نامه یوه شهزاده کوله، چې په جګړه، فلسفه او دغه راز نورو علومو کې یې ډېر زیات مهارت درلوده او د فرانسې ډېری اشراف دې ته لېوال وو، چې د نوموړي تر فرمان او قوماندې لاندې رزمي مهارتونه زده کړي . دکارت په هالیندي پوځ کې د دندې ترڅنګ د خپلې خوښې علم ریاضیاتو دنده یې هم پرمخ بیوله .
د ۱۶۱۹ ز کال په پسرلي کې د هالیند څخه، ډنمارک او له هغه څخه آلمان ته لاړه او هلته د ماکسیلیمان په نامه د یوه سردار په چوپړ کې شو، مګر ژمی را ورسېده او رود دانوب اړوند د نوبرګ ( Neuberg ) په کلي کې، پرته له وېرې او ډاډ سره د ریاضیاتو په برخه کې یې څېړنې پیل کړې او نوي دلیلونه یې کشف کړل، چې ډېر مهم او نوي ول او د ریاضیاتو په پرمختګ باندې یې ډېره ښه اغېزه وکړه .
څو موده وروسته د ټولو علومو د یو والي په فکر کې شو او د ۱۶۱۹ ز کال د نوامبر په لسمه یې شپه یې درې هیله بښونکي خوبونو ولیدل، چې هغه یې داسې تعبیر کړل :
روح د هغه حقیقت ټاکلی او له ده څخه یې غوښتي، ترڅو ټولې پوهې د یوه واحد علم په توګه رامنځته کړي . دې خوبونو دی دومره بوخت کړ، آن تر دې چې دا یې په ځان نذر ومانه، چې په ایټالیا کې به د حضرت مریم له مقبرې څخه زیارت کوي او څلور کاله وروسته یې په خپله ژمنه وفا وکړه .
له ۱۶۱۹ ز کال وروسته په اروپا کې یې څو کاله سیاحت وکړ او څوکاله هم په پاریس کې پاتې شو، مګر په هغه ځای کې یې ژوند کول خوښ نه شول او په ۱۶۲۸ ز کال یو ځل بیا هالیند ته لاړه او په هغه ځای کې یې تر ۱۶۴۹ ز کال پورې، یوازې او پرته له هر ډول سیاسي او ټولنیزې غوغا څخه خپل ټول وخت یې علمي او فلسفي څېړنو ته ځانګړی کړ .
د ۱۶۴۹ زېږدیز کال د سپټمبر په میاشت کې د سویډن ملکې کریسټین په بلنه هغه ته د فلسفې زده کړه په موخه سټهکلم ته لاړه، له یوې خوا د دې هېواد سوړ ژمي او له بلې خوا د ملکې د درس له پاره د سهار له مخې پنځه بجې پاڅېدل، چې دکارت ورسره روږدی نه و، ناروغ شو .
دکارت د تاریخ له سترو پوهانو او فیلسوفانو څخه شمېرل کېږي، چې په فزیک کې یې د رڼا د ماتېدو ( انکسار ) قانون یې کشف کړ او په ریاضیاتو او هندسه کې یې د تحلیلي هندسې بنسټ کېښود . د لوېدیځې فلسفې په تاریخ کې، نوې فلسفه له دکارت سره پیلېږي.
دکارت په ۱۶۵۰ زېږدیز کال د فبروري په ۱۱ مه نېټه د سویډن په ستهکلم کې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه ښه وکړه .