ليکنه: نورالله زهــيــر
(د) او (لـه) سربلونـه دي چي په جمله کي تر نوم مخکي راځي.
(د) ملکي او اضافي سربل دی او د اضافت توری هم دی چي يو څـيز په چا پوري اړونـدوي يا ملکــيت ښـيـي.
لکه: د دوی کـــتاب، د احمد قلم…
د (د) او (له) تـر منځ توپــير شـته. (د) د اضافت او ملکيت لپاره او (لـه) د بـېلتون او پـيوستـون دواړو لپاره کارولای شـو. لکه:
احـمد له کابله راغی.
احمد له دوی سره ځــي.
موږ له هغو سره نه ځو.
«سـره» له (لـه) سره راځي نـه له (د) ســره.
محمد له ورور ســره راغی. سم
محمد د ورور سره راغی. نـاسم
بل مــثال:
موږ د تاريخه ډېر څه زده کولای شــو. ناسم
موږ له تاريخه ډېر څه زده کولای شــو. سم
ځــيني کسان د (د) او (له) توپــير نه کوي يا فرق نـه ورکوي. که (د) او (له) يـو وي او توپير نه لري نو لاندي مــثال وګورئ.
مثال د يون صاحب له (دپښتو ليکني سمون) نه را اخلم.
«تل بــه دي ساتم د پردو وطنــه»
د پورته مسرې معنا دا راوزي چي شاعرخپل وطن پرې ايـــښی د پردو وطن ته وايي چي ساتـنه دي کوم او ساتم دي.
کـه دا مسره داسي وليکو او د (د) پـــر ځـای (لـه) وکاروو د مــــــسرې معنا بدليږ ي.
«تـل به دي ساتم لــه پردو وطنه»
د دې مسرې معنا دا شوه چي شاعر ئې غواړي او خـپل وطن ته خطاب کوي چي تل بـه دي له پردو ساتم.
د دروېش دراني دا بــيت وګورئ پــه دواړو بــڼو ئې ليکو.
ځواني له سړي يوسي، تور وېښتـه له سړي واخلي
ځواني د سړي يوسي ، تـور وېښـته د سـړي واخلي
دا لنډۍ هم وګورئ داسي ويل شوې ده :
چي ته ئې زموږ له کلي يووړې
کـه داسي وويل شــي:
چي ته ئې زموږ له کلي يووړې