لیکنه: اکبر کرګر
چې علم وكړی عزيزه زويه
فهم په علم په عمل بويه
كمكيه ونه بارداره ښه ده
نه پلنه ونه بې باره بويه
ستر خوشحال بابا
د څېړنې د يو ارزښتناك اثر په اړوند څه ويل غواړم. څېړنه په بېلابيلو استقامتونوكې د حقيقت لپاره، د حقيقت موندلولپاره دحقيقت د څرگندولولپاره هڅه ده. دا د اثر نهايي موخه ده.
په فلسفه كې د حقيقت موندلو لپاره درې اساسي تيوري مطرح شوي دي.
يوه د پان لوژيزم تيوري ده، چې ټول حقايق د لومړنيواړينواحكاموڅخه ترلاسه كيږي. ارسطو، دكارت، لايب نيتز اومالبرانش په لږو تغيراتو سره ددې نظر پلويان وو. البته د يو لړ اوليه احكامو څخه د حقايقوترلاسه كول اوس ناسم او د نه منلو وړ بريښي.
بله د امپريزم تيوري ده، چې باور لري، منطقي احكام د حقايقو په پلټلوكې څه رول نه لر ي، بلكې يوازې تجربه ده، چې حقايق راسپړلی شي. دا هم د منلو وړځكه نه ده، چې د تعميم ياجنرالايزيشن نقش اوانتزاعت فكر واقعیي محتوا نه لري. د معرفت پراختيا او د هغه مقدماتوته پكې لږ ارزښت وركول كيږي. منطقي امپريزم (نيو پوزيتويستان) حقيقت په دوه برخوويشي.مادي حقيقت چې له تجربو تر لاسه كيږي او صوري حقيقت چې د ويگن شتاين په نظر يوازې پرله پسې تكرار يا (Tautologies) اوله ژبنۍ هم غږۍ څخه عبارت دی. صوري حقيقت لكه د رياضي او هندسې اړوند حقايق چې داړينو ذهني احكامو څخه ترلاسه كيږي او په واقعيت كې دننيو يا دروني همغږۍ سره د مطابقت په بنسټ د حقايقو اجزاء بلل كيږي.
په مادي اوصوري ډولونو د حقيقت ويش ناسم او د منلو وړ نه دی. صوري حقايق واقعیي بنسټ نه لري. داچې د درونې همغږۍ او مطابقت نتيجه وي هم د منلونه ده.
حقيقت د واقعيت سره په انطباق كې سم سيده انعكاس دی. په انساني افكارو كې چې له عمل اوكړنو څخه ترلاسه كيږي، صحت او ناسمي هم له واقعيت سره د هغو مطابقت او نه مطابقت روښانه كيږي. هيڅ داسې حقيقت نشته، چې يوازې د دماغ او ذهن له اغيزو را پورته شي.
حقيقت دانساني تفكريو آتريبيوت (Complex Type)دی اوددرواغوپه وړاندې موقعيت لري. دروغ يو ذهني جوړښت دی، نه په ذهن كې د يو بهرني عينيت انعكاس. سفسطه د درواغواوحقيقت له گډون څخه عبارت دی او د داسې هدفونو له پاره ترې كار اخيستل كيږي، چې له واقعيت اوحقيقت سره منافي وي. دمنطقي استدلال د سمښت او د دروني اجزاوو سره مطابقت (Coherence ) د حقيقت د ښودلو لازمي شرط دی. خوهمدا بس نه ده، بلكې هغه څه چي اوس مهال واقعیي بريښي د پيښو په رامنځ ته كيدوسره بل وخت يا د وخت په تېريدو سره واقعيت نه لري. كيدای شي استدلال په زړو واقعيتونو اتكا وكړي. كيدای شي استدلال د كشف شويواو معلومو فاكتونو استقامتونه په كې وي اوهغه نامعلوم فاكتونه چې استدلال كږوي او له لاري يې اړوي سم نه بريښي. دسفسطې او احتجاج ډگر منطقي ظواهر او زيات پراخ ډگرلري.
زه چې په ليكنوكې د سريزو پلوی نه يم، دلته مې د خپلوخبرو لپاره د مدخل په توگه د حقيقت موندلولارې چاري د ځينو فلسفي انگيرنو په بنياد يادې كړې. موږ دلته د څېړنې په يوه غوره اواړين اثر څه ويل غواړو.
يوه خبره داهم كول په كار دي، چې تاريخ هر نسل د ځانگړو مسايلو د حل لپاره گماري. زموږ نسل د ځمكي په كره كې د مهمومسايلوسره مخامخ دی. له دې امله د حقيقت پلټونكي اړ دي، چې سترې دندې ترسره كړي. په اوسني دوران كې د پوهې حصول ستر مسووليت دی، داځكه چې سترې مسالې دي، چې انسان د ناخوالو په وړاندې مبارزي ته رابولي.
زموږ افغاني ټولنه هم په خپل اوسني جوړښت سره د سختو او بحراني پړاوونو تېرېږي. كله نا كله د خپل شتون او وجودې واقعيت پوښتنه هم ورته مطرح كيږي. دغه راز د خپل تيريدنگ سره په خپلو اجزاوو كې هم اغيز څرگندوي.
همدا مساله د څېړنې په برخه كې مطرح ده. زموږ څېړنې بايدڅيره بدله كړي. بايد ذهني پالنې ځانگړنې له لاسه وركړي او د نړيوالواو عصري څېړنوسره ځان عياركړي.
واقعيت خو دادی چې زموږ څېړنې لكه زموږ ښوونېز سيستم په مدرسوكې پيل او ښوونځيواو پوهنتونونو ته ورسيدلې. يعنې له دوديز اوپخپل سرې ښوونېزسيستم نه را پيل او د مدرن اوعصري تعليمي سيستم ته را ورسيدلې. خوپه څېړنوكې يې لا تراوسه مدرسه يې اوسكولاستيكي روح موجود دی، چې بايد ورو ورو له نويو پړاوونو تيرې شي.
په مجموع كې د څېړنې مهم ټكی د طبعيت او ټولنېزوناخوالو په ايل كولوكې دی. په طبعيت او ټولنېزوستونزو باندې لاسبری، پر هغه باندې د درك او پېژندنې پرته نه تر لاسه كيږي. دغه پېژندنې دڅېړنې له لارې كيږي. دا كار كه د طبيعي يا مثبته علومو په برخه كې وي او يا د ټولنېزو علومو په برخه كې وي، د حقيقت پيداكول اوهغه ته رسيدل او د هغه څرگندول له میتود، روش او اصولوپرته كيدونی نه دی. د ټولنې په ستونزو پوهيدنه د ستونزو نيمايي حل دی. په فرهنگي برخه كې هم دا مساله په جديت اوشدت سره مطرح ده. زموږ فرهنگ اوتمدن چې د تيراوماضي سره يې څو وارې تسلسل شليدلی او له سره پيل شوی، زياتې پاملرنې اوڅېړنې او د حقايقورا برسيره كولو ته اړه لري. په دې برخه كې د څېړنې نويو روشونو او نويو اصولوكارولو ته اړتيا ده.
د غير میتوديكوڅېړنويوه ځانگړنه دا وه، چې د يوې موضوع په باب څېړونكي مخكې له مخكې موضع نيوله. پرته له دې چې مثبت اومنفي فاكتونه راو ړي، خپل ذهنې مقاصد به يې په لوستونكي تحميلول.
بله خبره په ژبه كې د مخالف لورې په ادرس ناسم كلمات اوالفاظ كارول وو. چې دا د څېړنې ارزښت د ژورناليستيكي مقالي تربريده را ټيټوي.
د نقل قولونو او فاكتونو(مثبت اومنفي) دواړو نظرونو په راوړلوسره به زياترو څېړونكوهغو ته فكري پيوندنه وركاوه او نه يې شننه كوله چې فكرې حركت په كې وغځيږي. خوپه نويو میتوديكو څېړنوكې د دې او نورو نيمگړتياوو مخه نيول كيږي .
اوس هم ځينې څېړونكي دلسو پراگرافو مقالو لپاره اته پراگرافه سريزه او دوه پراگرافه متن برابروي، حال دا چې په عصري اومدرنو ليكنواوڅېړنوكې ددې نا انډولۍ مخه نيول كيږي.
د ريفرنسونو اوماخذونوكارول هم هغه څه دي، چې د پلي جرايزم Plagiarismمخه نيسي چې سیداصغرهاشمي په ښه توگه دا ټكي ښوولي دي. بده به نه وې چې په دې ستركاركې د خدای بخښلي استاد روهي له هڅويادونه وكړو، چې هر وخت به يې موږ ته د څېړنې بديعې لارو د تعقيب لارښوونه كوله.
داستاد(سيد اصغر هاشمي ) دا موجوده اثر چې په هيوادكې د زيات شمېر معتبرو څېړنېزو اصولو د اثارو يو نچوړ اوتركيب دی، په خپل ځای كې يوگټور او ارزښتمن اثر دی. د دې كار زيات ارزښت په دې كې دی، چې ځوانو څېړونكو ته د فكركولواو د فكر دڅېړلو لپاره نوې لارې چارې ورښۍ.هغوۍ ته دا جوتوي چې دڅېړنې بهيرڅرنگه پيل اوڅرنگه پای ته ورسېږي اوله ذهنې تمايلاتو ازاد وي. د حقيقت او فاكتونو په پرتله كولو سره نتايجو ته رسېږي. لوستونكوته ښايي چې په خپله دقضاوت تله په لاس كې وركړي او د یوې څېړنې په باب ارزونه وكړي. د سیداصغرهاشمي دڅېړنې د اصولو دا میتوديك اثرځوانانو ته په دې پړاوكې ښه اوارزښتمن لارښود كيدای شي، د هاشمي د لا برياوو په هيله.
اكبر كرگر
لندن/ د سپتمبر شلمه ۲٠۱۵ كال