د رابري بالون میتود په واسطه د خاورې د ساحې کثافت . Field Density of Soil by Rubber Balloon Method
د رابري بالون ازمایښت میتود داسې یو ازمایښت دی چې دخاورې د ساحې کثافت پیداکیدو لپاره د کار په ساحه کې اجرا کیږي ،په ځانګړي ډول تخته شوې خاورې په حالت کې .ددې لپآره اړتیا وړ وسایل ،د ازمایښت کړنلاره یا پروسیجر او د رابر بالون میتود محاسبه په دې مقاله کې تشریح شوي .
د رابري بالون میتود په واسطه د خاورې د ساحې کثافت .Field Density of Soil by Rubber Balloon Method
رابري بالون ازمایښت یو چټک میتود دی او په ساحه کې د ترسره کیدونکو نورو میتودونو په پرتله دقیقه پایله ورکوي.په دې میتود کې د کیندل شوي سوري د خاورې د حجم پیداکیدو لپاره رابري بالونونه کاریږي . رابري بالون په عام ډول د ښه تخته شوې خاورې د ازمایښت لپاره مناسب دی .د ډیرو نرمو خاورو لپآره ،چې په اسانه تغیر شکل کوي ،د رابر بالون میتود کارول مناسب نه دی .
غوښتونکي وسایل .Apparatus Required
1. د بالون کثافت میتر .
2. رابري هوا ورکوونکی پمپ bulb pump
3. دکثافت پلیټ له تړونکو سره .
4. رابري بالونونه .
5. د خاورې کیدونکی وسیله augur یا هم ګلماله .
6. د نم تیریدو ضد کنتینر یا لوښی .
7. تله.
8. وچونکی نغری.
رابري کثافت متر سلنډري شکل لري او درجې پرې لیکل شوي وي .د کثافت متر بیخ سره یوه نرۍ غشا(membrane) نښتې ده کومه چې د اوبو له پمپ کیدو سره پراخه کیږي او دکنترولولو لپاره یی وال او رابري هوا ورکوونکی bulb ترتیب کارول شوی .رابري هوا ورکونکی bulb ته فشاري او یا ویکوم پمپ هم وايي او ددې لپاره کاریږي چې فشار وارد کړي او رابري بالون څخه فشار لرې کړي .
د رابري پمپ ازمایښت پروسیجر . Rubber Balloon Test Procedure
د خاورې د ساحې د کثافت مالومولو لپاره د رابري بالون میتود کارولو کړنلاره یا پروسیجر په لاندې ډول دی .
1. هغه ساحه کې چیرته چې باید د خاورې کثافت پیدا شي همواره او ښویه سطحه چمتو شي.
2. د ورکولو شوو تړونکو (fasteners) لکه میخونو په کارولو سره د کثافت پلیټ په چمتو شوې سطحه ځای په ځای او کلک شي .کله چې ازمایښت ترسره کیږي د کثافت پلیټ باید ونه خوځیږي او کلک په خپل ځای وي .
3. د بالون متر دکثافت پلیټ کې ورکول شوي مطلق سورې لپاسه ځای په ځای شي .
4. رابري هوا ورکوونکی bulb په کنترولونکي وال او د اوبو پمپ په بالون کې ځای په ځای شي کوم چې د کثافت متر په بیخ کې موقعیت لري.
5. ترهغې اوبه ورپمپ شي چې کثافت متر د هغې ترټولو ټیټ موقعیت ته ورسیږي .اوس ارقام ولولۍ او لومړنی حجم V1 په توګه یی یادداشت کړي.
6. د لومړنی حجم له یادداشت کولو وروسته ، رابري هواورکونکی سرچپه کړۍ او اوبه بیرته خپل اصلي ځای ته پمپ کړۍ .
7. اوس کثافت را لرې کړۍ او د ګلمالې په واسطه سوری(hole) وکیندۍ .کیندل شوی سوری باید لږ لږترلږه څلور انچه قطر او پنځه انچه ژور ولري.
8. له سوري څخه کیندل شوې خاوره مکمله راټوله شي او په نم ضد کنتینر یا لوښي (container) کې واچول شي او پلیټ پاک شي ،کیدای شي د خاورې مکمل لرې کولو لپاره حتی برس وکارول شي.د لا احتیاط لپاره د هغه لوښي سرپټ شي خاوره په کې اچول کیږي څو خاوره نم وا نه خلي .
9. وزن (W)یی یادداشت شي او د خاورې د اوبو د مقدار پیداکیدو لپاره هم وکارول شي.
10. اوس یوځل بیا دکثافت متر بالون په کیندل شوي سوري لپاسه ځای په ځای کړۍ او د رابري هواورکونکي پمپ په کارولو سره بالون ته اوبه ورپمپ کړۍ .
11. کله چې د اوبو لیول د هغې ترټولو ټیټ موقیعت ته ورسیږي ،د هغې ارقام د وروستي حجم V2 په توګه یادداشت کړۍ .
12. اوس بیا د هواورکوونکي پمپ په واسطه چې ویکوم ورسره د کنترول وال په شکل نښتی وي اوبه بیرته خپل اصلي ځای ته پمپ کړۍ .
مشاهدات او محاسبې .Observations and Calculations
a) د کیندل شوې خاورې وزن =W
b) د کیندل شوي سوری حجم V1-V2=V
c) V1 د کثافت متر بالون لومړنی حجم.
d) V2 د کثافت متر بالون ورستی حجم.
e) د ساحې کثاف یا د خاورې لوند کثافت =w/V.ˠ
f) د کیندل شوې خاورې د اوبو مقدار w
g) د خاورې وچ کثافت =ˠ/1+w.dˠ
h) حاصل = د خاورې ساحې کثافت N/m3