لیکنه: څېړندوی رفیع الله نیازی
له وړاندې د یوه پلان شوي سفر په ترڅ کې به د پاکستان د فوځ لوی درستیز جنرال راحېل شریف نن یکشبنه کابل ته راورسېږي. د پاکستان د فوځ ویاند عاصم سلیم باجوه رسنیو ته ویلي، چې راحېل شریف به د ملي وحدت حکومت له جګپوړو امنیتي او سیاسي چارواکو سره د ځينو امنیتي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړي، چې د سولې خبرې اترې به يې هم د اجنډا برخه وي .داسې پلان شوې وه ، چې د اسیا زړه له کنفرانس وړاندې به د دېسمبر پر نهمه نېټه جنرال راحېل شريف کابل ته راشي، خو د سولې د خبرو اترو له لومړي پړاو وروسته دطالبانو د مشر ملامحمد عمر مجاهد دمړینې خبر، دکابل د شاشهید خونړۍ پېښې ، په کابل کې پر نظاني اکاډمۍ برید، چې ګڼ بې ګناه وګړي پکې ووژل شول او د طالبانو له لوري د کندز له نیول کېدو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکي خړ پړ شول او د راحېل شریف سفر هم وځنډېده . د نړيوالو فشارونو په پایله کې دديپلوماتيکي اړيکو د بیا ښه کېدا په موخه د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف په غوښتنه دپښتونخوا ځینو ملتپالو مشرانو کابل ته سفر وکړ او له افغان ولسمشر څخه یې وغوښتل ،چې د پاریس د کنفرانس په ترڅ کې که له نواز شریف سره وویني، افغان ولسمشر ددغو مشرانو خبره زمکې ته ونه غورځوله او له نواز شریف سره یې د پاریس کنفرانس په یوه څنډه کې وکتل . همدغې کتنې ددې زمینه برابره کړه ، چې افغان ولسمشر د استانبول پروسې د اسیا زړه په پنځم کنفرانس کې، چې په اسلام باد کې کېدونکی و ګډون وکړ . د اسیا زړه کنفرانس کې د افغان حکومت غوښتنې او وړاندیزونه په ځانګړي ډول د سولې د خبرو اترو په اړه مشخص وو، ددغه کنفرانس په درې اړخیزو او څلوراړخیزو ناستو کې دسولې دخبرو اترو د بیا پيل لپاره د امریکا او چین ضمانت افغان لوری دې ته اړویست چې دسولې د خبرو د پيا پیل په اړه هوکړه وکړي. د دېسمبر پر یوولسمه نېټه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال کېمبل په راولپنډۍ کې له راحېل شریف سره وکتل، کېمبل پر خپله فیسبوک پاڼه ددې لیدنې په اړه لیکلي ،چې دوی د سیمې پر امنیتي حالاتو، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته په روانو عملیاتو،د افغانستان او پاکستان د اړيکو په پیاوړتیا او په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې د مقابلې لپاره په ګډو خبرو اترو بحث وکړ . خو کتونکي په دې باور دي، چې جنرال کیمبل د سولې د خبرو اترو د هغه ضمانت او ملاتړ له امله چې امریکا د اسیا زړه په کنفرانس کې کړی و پاکستان ته سفر کړی او د پاکستان د فوځ لوی درستیز یې هڅولی ، چې کابل ته سفر وکړي، چې د سولې خبرې اترې پيل شي. د همدغو لیدنو کتنو او څو اړخیزو غونډو په پایله کې دادی راحېل شریف کابل ته راغی . د سولې د خبرو اترو د بیا پیل او د پاکستان د فوځ ماضي ته په کتو ډېر ی شنونکي لا هم د پاکستان پر نیت شک لري، خوپه دې برخه کې دامریکا او چین نېغ په نېغه ګډون ځيني هيله من کړي، چې ګویا په سیمه کې د اسلامي دولت د جنګیالیو ورځ تر بلې زیاتېدونکي ځواک ، ګواښ او وېره او تر څنګ يې په سیمه ییزه کچه د اقتصادي همکارۍ نسبي اجماع ښايي ددې لامل شي، چې دا ځل د افغان حکومت او د وسله والو مخالفانو تر منځ د سولې خبرې اترې په مثبت لوري روانې شي . ځينې کارپوهان په دې ګروه دي، چې پاکستان غواړي له افغانستان څخه د ناټو قواوو له وتو مخکې د افغان حکومت او وسله والو مخالفانو تر منځ یو جوجاړی رامنځته شي، ځکه که د بهرنیو قواوو له وتو وروسته په افغانستان کې بیا د ښکېلو ډلو ټپلو تر منځ جګړې رامنځته کېږي، نو پاکستان ته به له خپلو سیالانو سره د سیالۍ له امله یوه بله نیابتي جګړه ورترغاړې وي او ددې جګړې له امله به زرګونه وګړي بیا پاکستان ته مهاجر شي، چې د مهاجرینو بیا ورتګ او د جګړې بوج پر غاړه اخیستل به د پاکستان د کاواکه اقتصاد ملا ورماته کړي . دوی دا هم وايي، چې پاکستان نه غواړي د تېر په څېر طالبان د افغانستان مطلق العنانه واکمنان شي، ځکه چې اوس د پاکستاني طالبانو تحریک هم شته او افغاني او پاکستاني طالبان سره نږدې اړيکې هم لري، له بل لوري طالبان د شرعي نظام غوښتونکي دي او ډېری پاکستاني مشران چې لېبرال او سېکیولر فکر لري، دې ته چمتو نه دي، چې په پاکستان کې دې شرعي نظام راشي . همدغو ټکو ته په کتو دوی هیله من دي، چې ښايي دسولې خبرې پيل او یوې ګټورې پایلې ته ورسېږي، په ورته وخت کې په کابل کې د پاکستان سفیر ابرار حسین ویلي، چې له طالبانو سره د سولې د خبرو دویم پړاو به ډېر ژر پیل شي. د سولې د خبرو په لومړي پړاو کې چې په مري کې ترسره شوې پاکستان د همکار او کوربه په توګه رول لوباوه، خو د سولې د خبرو په دویم پړاو کې به د اسیا زړه کنفرانس د څلور اړخیزو غونډو د ژمنو پر بنسټ امریکا او چین نېغ په نېغه رول لوبوي. په دې اړه خوشبيني هغه مهال نوره هم ډېره شوه ،چې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په ناساپي ډول په یوه اریانونکي سفر لاهور ته لاړ او د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره یې وکتل ، له تېرو یوولسو کالو راهیسې دا د هندوستان لومړنی لومړی وزیر دی، چې خپل سیال هېواد پاکستان ته ورځي . د مودي ناڅاپي سفر ګڼې هيلې او پوښتنې راولاړې کړي دي. دسیمې د سیاسي چارو شنونکي په دې اند دي، چې که د پاکستان او هند په اړيکو کې ښه والي راځي ، نو نېغ په نېغه د افغانستان او پاکستان پر اړيکو او د سولې په پر خبرو اغېز پرېباسي . د سیاسي چارو ځينې کارپوهان د افغانستان په اړه د پاکستان او په ځانګړي ډول ددغه هېواد د فوځي واکمنو له لوري هر قدم ته د شک په سترګه ګوري، دوی وايي، چې پاکستان په خپلو ژمنو وفا نه کوي،اوس چې د ژمي موسم دی او د افغانستان په ډېرو سیمو کې د سړو له امله مخالفان جګړې نه شي کولای، نو دوی غواړي په دغسې غوړو خبرو اتر وخت واړوي او هغه نړيوال فشار چې نن سبا پاکستان ورسره مخامخ دی له هغه د خلاصون لپاره ځينې کړنې وکړي . دوی وايي، چې افغان حکومت باید د پاکستان د فوځ ماضي ته په کتو ډېر محتاط و اوسي، تر هغې چې کومه عملي پايله مخې ته نه وي راغلي باید هر قدم په احتیاط واخلي . زموږ په اند په دې اړه خوشبیني او بدبیني به لږ له وخته وړاندې خبره وي، راتلونکې څو اوونۍ او میاشتې به دا خبره روښانه کړي، چې د افغانستان د حکومت او مخالفانو تر منځ د سولې د خبرو اترو په برخه کې پاکستان څومره رښتينی دی او څه کول غواړي، خو له دغو ټولو خبرو سره سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه یوازې پر پاکستان تکیه کول سم نه برېښې، ځکه د افغانستان په نا امنۍ کې ډېر سیمه ییز لوبغاړي ښکېل دي او ددغو لوبغاړو له همغږۍ پرته راته دا چاره ډېره بریالۍ نه برېښي .پر پاکستان، امریکا او چین سربېره د سولې د خبرو اترو په برخه کې باید دسیمې ځينې نور هېوادونه ، لکه سعودي عربستان او متحده عربي امارات چې د طالبانو امارت يې په رسمیت پېژندلی و او کولای شي په دې برخه کې مرسته وکړي، تورکیه ،چې له پاکستان، سره نږدې اړيکي لري، ایران، هند او د منځۍ اسیا هېوادونه چې په دې برخه کې اندېښنې لري هم شامل شي .