ژباړه: ذبېح الله متین
رسنۍ:
په اوسط ډول ماشومان دریو تر څلورو او مشران له پینځو تر شپږو ساعتونو په فسبوک، سیرالونو، مبایل او انټرنټ کې لګوي ماشومان په اسانه پلارته غوږ نږدې او د یو کار منلو په بدل کې پلار نه د کمپیو ټر لوبی هان مبایل ور څخه غواړی، په داسی حال کې چی اکثره لوبې د لوبولو لپاره باید ۱۸ کالو اوسی چې د بده مرغه زمونږ هیواد کې د سم قانون نشتون له امله، دا لوبې د لس کلو ماشومان لوبوي.
په ۲۰۰۰م زېږدیز کال کې د امریکې فدرال سوداګریزی کمېسیون ۸۰% هغه فلمونه چې د “R” په توري نښه شوي، ۷۰% ویډیویي کمپیوټري لوبې، ۱۰۰% انګرېزي او اروپايي سندرې چې ناکاره سندرې، د نشه یي توکو تبلیغات، جنسي ماخذ، تاوتریخوالي او مقدساتو سپکاویو ډک دي تر ۱۷ کالو کم عمره ماشومانو ته یو ستر ګواښ وګڼل شو او پر ماشومانو يې پېرودل منع شو. ځکه چې ۹۰% فلمونه او ویډیويي لوبې له تاوتریخوالي، تشدد او ناوړه عملونو څخه ډکې وې او دا د دې لامل شو، چې کله یو ماشوم د اتلس کلنۍ یا د بلوغ عمر ته رسېږي؛ نو ۲۰۰۰۰۰ ناوړه عملونه او همدا راز ۱۶۰۰۰ قتلونه یې لیدلي وي.
د امریکا د داخله ناروغيو ټولنې اعلان وکړ، د رسنيو تاوتريخوالی هغه ماشومانو ته چې له اتو کالو کم عمره لری زیان رسوی نو ځکه د کورنیو له مشرانو پرته د فلمونو، سندرو، خبري چینلونه، کارټون او په خاصه توګه د ډیزني کارټونونه (disney cartoons) لیدلو څخه باید په کلکه ډډه وشي. هغه ماشومان چې له دریو کالو کم عمره وي باید د تلویزیون له کتلو په جدي توګه منع کړای شي ځکه ماشومان د خیالي او حقیقي نړۍ ترمنځ توپیر نشي کولی او د دماغ د پرمختګ خنډ ګرځی.
په انټرنېټ روږدېدل:
د انټرنېټ طرحه په اصل کې د اړیکو اسانتیاوو او څېړنیزو فعالیتونو لپاره ده؛ خو په دې وروستيو کلونو کې انټرنیټ له ضرورت نه ډیر کارېږي، خلک پرې روږدي شوي دي او ډېری مهال په موبایلونو، کمپیوټرونو او ورته الیکټرونیکي وسیلو کې بوخت وي.
انټرنېټ یې د ژوندانه یوه مهمه برخه ګرځېدلې او خپل واقعي ژوند کې خپلې کورنۍ، دوستان او دندې ته په سمه توګه وخت نشي پیدا کولی…
په انټرنېټ روږدېدل یا په لویه کچه د انټرنېټ کارول د جوارۍ په څېر هغه اعتیاد دی، چې نشه یې توکو ته اړتیا نه لري…
ټولنیزې رسنۍ، انټرنېټي لیکنې، پورنوګرافي، د انټرنېټ له لارې د توکو رانیول او کمپیوټري یا انټرنېټي لوبو کارول دا پخپله یو ډول اعتیاد یا روږدېدل دی. په لویه کچه د انټرنېټ کارول شخصي کورنۍ علمي، مالي، مسلکي او کاري اړخونو باندې ژور اغېز پرې باسي، چې دا د روږدې کېدو نښې دي.
د انټرنېټ کارول په ورځني ژوند کې د ستونزو لامل ګرځي:
پر انټرنېټ روږدي انسانان خپلې خیالي نړۍ کې ډوب او ټول فکر یې په همدې خیالي نړۍ کې مشغول وي. پر انټرنېټ روږدي کسان په دې خیالي نړۍ کې هڅه کوي له هغه واقعي خلکو سره اړيکې ونیسي، له کومو سره چې په واقعي نړۍ کې اړیکې نه لري.
څېړنې ښایي ځنې روږدي کسان ځانونو ته په دې خیالي نړۍ کې پټ شخصیونه جوړوي. دا هغه کسان دي، چې پر ځان باور نه لري. دوی په خپلو نظریو باندې شرمېږي او له غندنې او نیوکو رنځ وړي، چې دا چاره د ژور خپګان او اندېښنې لامل ګرځي.
همدا راز دا کسان خپلو واقعي ستونزو ته بې باکه وي، دا بې باکي د اصلي ژوندانه د معاملو خنډ ګرځی، چې د دې لامل شي، چې دوی له خپل اصلي چاپېریال سره لږ وخت تېروي؛ نو ځکه خو له نورو ګوښه او د یوازیتوب او مایوسۍ په رنځ اخته وي.
روږدي کسان که له مخکې د انټرنېټ کارول لږ نه کړي؛ نو دې ډول ګواښونو سره به مخ شي:
غصه، ژورخپګان او اندېښنه(anxiety and depression )، وېره، عصبانیت، بدمزاجي، د سترګو وچېدل، ملا درد، سردرد، کم خوراکي او داسې نور…
سر چینې:
Illinois Institute for Addiction Recovery, FTC, American Pediatric Association
[quote bgcolor=”#97d66b”] ژباړن: ذبیحالله متين په ټولنیزو علومو کې په سویډن کې زدکړې کوي، په سویډن کې د کډوالو د ټولنې مشر، له 2013 تر 2015 زږدېز کال پورې په سویډن کې د اودېوالا د ښار د ځوانانو سفیر و. [/quote]