لیکنه: رحمت ګل عمری
په ولسواکو نظامونو کې رسنۍ د یوه هېواد د څلورم ځواک په توګه د ملي ګټو، ملي ارزښتونو، د اړوندې ټولنې د ذهني ،فکري او کلتوري امنیت اوټول ټیکاو په برخه کې په هماغه کچه مسولیت لري، څومره چې د یوه نظام د دریو بنسټیزو اجرایې ،مقننې ،او قضایې قوې په غاړه دی.
دا چې رسنیو ته د ولسواکۍ څلورم ځواک وایوو او د یوه نظام د نظم ، ګډوډۍ ، ټیکاو ، نا امنۍ د نورو قواوو ترڅنګ دا ځواک هم وړ رول لوبولی شي ، نو د یوه دولت دریو نورو قواوو ترڅنګ اړتیا ده چې رسنیز ځواک یا د یوه دولت څلورمه قوه هم خپل ټول مسئولیت ادا کړي، او دافغانستان د نافذو قوانینو په رڼا کې اړتیاوو او غوښتونو ته په کتو خپل نشراتي سیستم چمتو کړي .
دا خاوره او دا اولس پوهې ته له تفریح نه ډېره اړتیا لري ، د رسنیو دندې، پوهاوی، خبرول ، ښوونه او تفرېح ده. تر بل هرڅه دا ټولنه د داسې رسنیو په دام کې نیښتې چې د خړوبېدو سرچینې یې بهرنۍ دي ، دنورو له لوري د ورکړل شوي پلان په عملي کېدو د دې ټولنې د وګړو ذهنیتونه اړول کیږي، د نورو کلتور ورباندې منل کیږي، خپل دود او کلتور هیروي، مونږ پداسې خاوره کې ژوند کوو چې تر دې مهاله یې هم ډېری وړګړي نالوستي دي .
رسنۍ مو آرې دندې هېرې کړې ، ډېری رسنۍ مو په سوداګریز او د سیاسي اړخ نوي په غیرې سالم رقابت بوختې دي ، بې پلوي اصل پکې له منځه تللی حقیقت رسول ، د خپلې خاورې عمومي امنیت ته وفاداري ، د ملي ګټو خوندیتوب ، مثبت او منونکي لوري د خلکو سوق ، د حکومت د چارو د سمون ، رغون او یون په برخه کې دهغه سره مرسته، هغسې نده لکه په نورو ټولنو کې یې چې دا ځواک په غاړه لري .
په اوسنیو شرایعتو کې اړینه دا وه چې رسنیو له هر څه وړاندې د دې ټولنې خلکو ته د جګړې تور او د سولې سپین مخ ښودلی وای او پدې برخه کې یې د حکومت ملا ورتړلې وای ، پدې ټولنه کې ډېری ځوانانو د رسنیو دخرابو او غیرې شرعي خپرونو سخت قرباني کیږي، له دې اړخه عقده نیسي پکې ډانسونه ، نامشورع اړیکې ، سریالونه او نور… د دولت له اړخه ورکړل شوې دنده ګڼل کیږي، او لدې کبله په کفري نوم نومول کیږي .
رسنیو په نورو ټولنو کې د باور تر ټولو آره سرچینه یادیږي، دهغې ټولنو وګړي فکر کوي چې د دوی دولت د خپلو ناسمو کړنو د پټ ساتلو په موخه دوی ته هر څه نه وایي، او یوازې رسنۍ دي چې د دولت د ټولو کړنو په تړاو دوی ته کره اوپه وخت معلومات خپروي ، ولې په افغانستان کې د دې اصل د مرعات په برخه کې تر دې دمه ډېرې ستونزې شته، او رسنۍ په ډېری مواردو کې د دولت په ضد نشرات کوي، او د عامو وګړو ذهنتیتونه پدې برخه کې خورا دتشویش وړ دي .
.افغانستان هغه خاوره ده چې د رسنیو په نشراتي برخه کې یې په سلو کې لس سلنه قانون نه عملي کیږي .
افغان ډېری رسنۍ خپواکې ندي له بهر نه د خړوبېدو ترڅنګ تر نیمایي زیادې یې په بېلا بېلو ګوندونو پورې تړلې دي، دې ډول رسنیو ته له ملي ګټو نه د خپل او اړوند حزب ګټې مهم او لومړی دي د دې رسنیو مهم او لومړی خبر داړوند ګوند بې ارزښته او نا مهمه کړنه وي .
په تفریحي برخه کې له افترا نیولې ترشخصیت وژنې خصوصي حریم ته دننه کېدل په ټولو سترګې پټیږي. خو د خلکو په تېره د نوو ځوانانو د خندلو په موخه له نادودو ډکې چارې ترسره کیږي .
که مونږ دژونالیزم دندو ته درناوی وکړو ،او ترهرڅه وړاندې د خپلو هېوادولو لپاره داسې ګټور او د دولت د نافذو قوانینو په رڼا کې خپل فعالیتونو جاري وساتو. او په خپله ټولنه کې دعمومي ګډوډۍ مخه ونیسو، دا به مو له هر اړخه په ګټه کار کړی وي او خپله اصلي دنده به مو تر سره کړې وي .
په نړیواله کچه درسنیو ښه مدیریت د دې سبب شوی چې نړیوالې رسنۍ خپلو دولتونو او واکمنو ته د رغنده سلاوو او لارښونو مسولیت په بشپړه توګه ادا کړي .خو زموږ رسنۍ په بې ځایه سیاسي اړخ نیونو ،بشپړې یواړخیزې انتقادي خبریالۍ او بشپړ و تفریحي مسایلو کې بوختې پاته دي .
نړیوالې رسنۍ خپله خپرنیزه منځپانګه دخلکو له اړتیا وو سره سمه تیاروي او خپلو ولسونو ته داسې څه وړاندې کوي ،چې دهغوی دورځني ژوند اړتیا ده .
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.