ژباړه: انجنیر فرید عاطف
لیدلي به مو وي چې په یو شمیر کورونو کې په ځانګړي ډول ژمي کې دیوالونه لامده وي او یاهم له چتونو څخه دنم څاڅکې رالویږي .دیته د ودانیو رطوبت (DAMPNESS) وايي .په ودانیو کې د رطوبت شتون یو عیب شمیرل کیږي ځکه د ودانیو یوه اساسي غوښتنه داده چې د اوسیدو او کارولو په وخت باید وچه وي .په ودانیو کې رطوبت او نم کیدای شي د خراب ډیزاین ،په جوړونه کې تیروتنو او یا هم د ټیټ کیفیت موادو کارولو له امله وي.رطوبت نه یواځې د ودانۍ عمر اغیزمنوي بلکې همدارنګه د ودانۍ جوړونې پرمهال په مهمو کارونو کې غیرصحي شرایط منځ ته راوړي.د رطوبت له منځه وړلو لپاره دوه اساسي لارې دي چې یوه یی د جوړولو په وخت د یو شمیر ځانګړو تدابیرو په پام کې نیول دي او بل هم د کارولو په وخت یو شمیر لارې چارې .کله چې دودانۍ د رطوبت خبره کیږي نو دوه اصطلا ح ګانې مخ ته چې یو ته یې د اوبو ضد او بل ته یې د لمدبل ضد وايي .که چیرې له بام څخه د اوبو د لیکیج مخه ونیول شي دیته اوبو ضد کیدل(water proofing ) وایې اوکه چیرې دیوالونه ،چتونه او ځمک تلی وچ وساتل شي دیته لمدبل ضد کیدل(damp proofing) وايي.
په ودانیو کې د رطوبت عیبونه. DEFECTS OF DAMPNESS IN BUILDINGS:
ودانیو ته د رطوبت له امله بیلابیل عیبونه پیداکیږي چې په لاندې توګه خلاصه شوي.
دا د ښوره کیدو(efflorescence) لامل ګرځي چې په پایله کې د خښتو ،تیږو ،ټیلونو او نورو د جلاکیدو لامل ګرځي .
دا کیدای شي د پلستر د نرمیدو او راپریوتو لامل وګرځي.
دا کیدای شي د رنګ سپینیدو(bleaching) او پرچه پرچه کیدو(flaking) لامل وګرځي او په رنګ کې داغونه پیداکیږي.
دا کیدای شي په ودانۍ کې د کارول شوو لرګیو د کږیدو ،پړسیدو(buckling) او خوساکیدو لامل شي .
دا کیدای شي د فلزاتو د زنګ نیونې لامل شي.
دا کیدای شي د بریښنايي وسایلو تخریب لامل شي.
دا کیدای شي د حشرو د پیداکیدلامل شي.
د ودانۍ د استوګنو لپاره غیرصحي شرایط برابروي.
په ودانیو کې د رطوبت لاملونه . CAUSES OF DAMPNESS IN BUILDINGS
د ودانۍ د موادو په واسطه د لمدبل(moisture) جذب(Absorption) د رطوبت یو له اساسي لاملونو څخه شمیرل کیږي.د موادو ددانه داره خاصیت درلودو له امله ،لمدبل د شعریه عمل(capillary action) سره د موادو په خالیکاوو کې د ساختمان بیلابیلو برخو ته ننوځي .نو د خراب ډیزاین امله یا د خراب کارکولو یا هم دعیب لرونکو ساختمانونو کارولو او یا هم د عیب لرونکو موادو کارولو له امله لمدبل دودانۍ دننه ددیوال ،چت او یا هم بام له لارې دننه کیږي.
په ودانۍ کې د رطوبت سرچیني. SOURCES OF DAMPNESS IN BUILDINGS
داچې ودانۍ ته رطوبت له کومه ځایه پیدا کیږي مهمې سرچینې یې په لاندې ډول دي.
رطوبت د دیوال له تهدابه راپورته کیږي.لمدبل له لمدې خاورې د شعرې عمل له امله دځمکې سطحې لیول ته کیدای شي راپورته شي .
د باران وریدل کوم چې له دیوال سره د ټکر وروسته کیدای شي ددیوال سطحه مرطوبه پاتې شي.
د دیوال د بره برخو د نه خوندیتوب له امله په دیوالونو کې د باران اوبو نفوذ(Penetration) کولی شي رطوبت پیداکړي.
په مایلو بامونو کې له عیب لرونکو برخو څخه د باران اوبو ننوتل هم رطوبت پیداکوي.
د بام وتلو چجو کې د عیبونو موجودیت او یا هم په ناوو کې ستونزې د باران اوبو ته اجازه ورکوي څو دننه ننوځي.
په هوارو بامونو کې پوره او مناسب میلان نه ورکول ،د سلبونو ترمنځ په نامناسب ځای کې جینټ ورکول هم کیدای شي د رطوبت لامل شي.
د باد له امله کیدای شي ګرمه هوا او نم کور دننه ننوځي ،د کوردننه او کور دباندې د تودوخې توپیر او د اګزاس پکي(fan) فعالیت کیدای شي د هوا ننوتو او وتلو توازن له منځه یوسي .کیدای شي د ایرکنډیشن او یا دتهویې بل سیستم د فعالیت له امله کور ته دننه لمده هوا راننوځي .کله چې په کور کې دننه دایرکنډیشن سیستم وي نو دباندې ګرمه هوا د کور دننه هغه موادو سره په تماس کې شي چې د ایرکنډیشن په واسطه یخ شوي وي .دا عملیه ددې لامل ګرځي چې هوا غلیظه شي او د څاڅکو په شکل په اوبو واوړي او په دې توګه رطوبت پیداکیږي.
په کور کې پخلی کول،لوښي منځل ،جامي منځل ،د خلکو تنفس او د کور دننه یو شمیر نورې پروسې له ځانه لمدبل پریدي.دا دننه لمدبل سرچینې کولی شي د کور دننه هوا لمدبل د کور دباندې لمدبل په پرتله پورته یوسي.دا ډول رطوبت په هغو ځایو کې ډير لیدل کیږي چیرته چې زیات پخلی کیږي اویا هم د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي او یا هم د ودانۍ سطحه نسبتا یخه وي.
کیدای شي د اوبو رسولو سیستمونو څخه اوبه لیکیج کوي.
کیدای شي د ودانۍ تهداب خاورې ته لمدبل ننوځي .کله چې خاوره مشبوع شي نو کیدای شي د یو شمیر درزونو له لارې اوبه ودانۍ بره برخو ته راپورته شي .
کیدای شي لمده ودانیز مواد د ودانۍ جوړولو پرمهال کارول شوي.
د رطوبت ضد میتودونه . METHODS OF DAMP PROOFING
په ساختمان کې رطوبت عیب د مخنیوي لپاره په عام ډول لاندې میتودونه په کار اچول کیږي.
د رطوبت ضد پرده.
متحد رطوبت ضد.
د سطحې درملنه.
ګنټنګ.
د منځ خالي دیوال جوړول.
(1) د رطوبت ضد پرده Membrane Damp Proofing:
په دې میتود کې د رطوبت سرچینې او ساختمان ترمنځ د اوبو دفع کوونکي پردې طبقې ورکول راځي .داسې طبقې ته د رطوبت ضد قشر (dam proof course) یا (DPC) وایي چې، په دې قشر کې اوبه نه تیرونکي مواد لکه بیټومین یا قیر ،ماسټک ،اسلفټ ،سیمنټ کانکریټ یا هم پلاستیکي تخته کاریږي.DPC کیدای شي په افقي یا هم عمودي شکل ورکول شي.په ځمک تلي کې د DPC ورکول Tanking بلل کیږي.
کله چې DPC طبقه اچول کیږي باید لاندې ټکو ته پام وشي.
DPC باید د دیوال په ټول پلنوالي کې واچول شي.
د DPC مساله باید په لیول ،منظمه واچول شي پرته له دې چې وتلې ننوتې برخې ولري.ناهمواره DPC د لمدبل لامل ګرځي.
که په پام کې وي چې DPC له افقي سطحې عمودي سطحې ته دوام وکړي نو باید د اتصال برخه کې 75mm شعاع سره کمربند ورکول شي.
هر DPC باید له بل DPC سره په سم ډول ځای په ځای شي څو د ودانۍ د دیوالونو ،فرشونو او بامونو په ټولو برخو کې د اوبو تیریدو پروړاندې منظم او پرله پسې خنډ پیدا شي.
(2)متحد لمدبل ضد. Integral Damp Proofing:
په دې میتود کې په کانکریټو کې د اوبو ضد مرکبات اچول کیږي څو د هغې غیرقابل نفوذ والی زیات کړی.داسې مرکبونه په بیلابیلو نومونو په بازار کې پیداکیږي چې هم د پوډر اوهم د مایع په شکل وي.دا مرکب له کلی (clay) ،شږې ،چونې (تباشیر ،خاوره اونور) جوړ وي چې په کانکریټو کې خالیګاوې ډکوي او هغه د اوبو تیریدو ضد ګرځوي.یو بل ډول مرکب لکه الکالین سلیکایټ ،المونیم سلفایټ ،کلسیم کلورایډ او نور چې کله له کانکریټ سره ګډ شي ورسره کیمیاوي تعامل کوي او اوبوضد کانکریټ ترې ترلاسه کیږي. Pudlo, Imperno, Siks او داسې نور هغه مرکبونه دي چې په بازار کې د اوبو ضد مرکب په توګه پیداکیږي.د اوبو ضد مرکب مقدار ورزیاتول د تولیدونکو کمپنیو په سپارښتنو پورې اړه لري خو په عام ډول د سیمنټو په یوه بوره سیمنټو کې یوکیلوګرام داسې مرکب ورزیاتیږي.
(3) د سطحې درملنه. Surface Treatment:
لکه چې وویل شول ،لمدبل د موادو د سوریو له لارې ځان ته دننوتو لار پیدکوي .ددې لپاره چې په سوریو کې د لمدبل د ننوتو مخه ونیول شي هغه سوري باید ډک شي.د سطحې په درملنه کې د هغې سطحې د سوریو ډکول راځي، چې له لمدبل سره د مخامخ کیدو کیدو ویره یې وي.د اوبو دفع کوونکي (repellant) فلزي صابون لکه کلسیم او المونیم اولیویت هغه موثر مواد دي چې رطوبت پروړاندې د ودانۍ خوندیتوب کې ګټور ثابت شوي.بیټومین محلول ،سیمنټ قشر ،رنګ ،ورنس په دې ډله کې راځي .یوه اسانه د حل لاره سطحې ته چونې –سیمنټ پلستر ورکول کیږي.دا پلستر باید سیمنټ ،چونه او شږه 1:3:6 نسبتنونو سره وي.
(4) ګنټنګ Guniting:
په دې میتود کې په پام کې نیول شوې سطحې لپاسه غیرقابل نفوذ سطحه د سیمنټو په واسطه غني شوې مسالې سره ورکول کیږي.ددې کار عملي چارې مساله د یو ماشین په واسطه ترسره کیږي چې gun بلل کیږي.په دې ماشین کې مواد په فشار سره مخلوط کیږي او بیا 50mm قطر سره اچول کیږي.دا ماشین په اخر انجام کې یو نوزل لري چې په یو فشار سره مساله پرې پاشل کیږي.تر ټولو لومړی باید سطحه له ګرد غبار او غوړو موادو پاکه شي او لمده شي.سیمنټ او شږه معمولا 1:3 to 1:4 نسبتونو سره ګډ شي او ماشین کې واچول شي.دا مخلوط بلاخره په چمتو شوې سطحه باندې د 2kg تر 3kg فشار لاندې پاشل کیږي داسې چې د نوزل خوله له سطحې څخه 75cm تر 90cm واټن کې لرې وي.په مخلوط کې د اوبو مقدار د یو تنظیمونکي وال په واسطه کنترولیږي.
(5) منځ خالي دیوال جوړونه Cavity Wall Construction;
په دې میتود کې اساسي دیوال ته بیرون لور ته یو پوخ (skin) ورکول کیږي چې په دې ډول یې په منځ کې یوه خالیګا پاتې کیږي .دا خالیګا له باندنۍ سطحې څخه دننۍ سطحې ته د لمدبل دننوتو مخه نیسي.
یو شمیر عام اصول چې د کور دننه د رطوبت د مخنیوي لپاره په کار اچول کیږي.
د کور بره طرفونو حفظ او مراقبت په سمه توګه ترسره شي.د کور په هره برخه کې د لمدبل سره تړلې سرچینې باید وکتل شي.ناوې باید سمې وي څو د باران اوبه وباسي.که د کور په کومه برخه کې رنګ او پلستر خراب شوی وي بیرته جوړ کړای شي.
کور نسبتا ګرم وساتۍ .د اوبو غلیظ کیدل هغه وخت پیښیږي کله چې ګرمه لمجنه هوا له یخې سطحې سره په تماس کې شي او بیا دا غلیظه هوا په رطوبت بدلیږي او د څاڅکو په شکل د کوټو په دیوالونو او چتونو کې لیدل کیږي.د غبرګو ښیښو لګول ،د عایق کارول کولی شي د کور په ملایم ګرم ساتلو کې مرسته وکړي.هڅه وشي د کور دننه هوا تودوخه په تقریبا ثابت شکل وساتل شي ،ځکه د تودوخې ښکته پورته تلل د نمجنې هوا د غلیظ کیدو لامل ګرځي.
.د کور دننه باید تهویه ورکول شي (کړکۍ او هواکش)، د تهویې سیستم په ورکولو سره به د لمدبل د وتلو لار برابره شي.
پخلنځي او تشناب ته ډیر پام وشي.وخت په وخت کړکۍ خلاصي کړای شي.
د زیات لمدبل تولیدونکي مخنیوی وشي.د جامو وچونکی ماشین باید د کور په حویلۍ کې وکارول شي.
کله چې پخلی کیږي باید ډیر پام وشي .که دیګ د ډیر وخت لپاره په نغري پریښودل شي ډیر ګاز تولیدوي.د دیګونو سر باید پټ وساتل شي.
د کور دننه لمدبل ایستونکي dehumidifier ولګول شي.
داسې رنګ او پلستر وکارول شي چې لمدبل ضد وي.
کوټو ته وخت ورکړۍ چې تنفس وکړي.