لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د رمضان د میاشتې د هرکلي په اړوند مسلمانان په دوو ډلو وېشل کېدای شي، لومړی هغه ډله خلک دي چې د مختلفو وجوهاتو له کبله د دې میاشتې هرکلي ته په تمامه مانا آماده وي او د هغه استقبال د خپل عبادت او نفسي خوښۍ په شاندارو مراسمو سره نمانځي خو بله ډله هغه خلک دي چې د ځینو ځانګړو عواملو له کبله د رمضان د میاشتې له راتلو څخه وېره لري او هغه پرې ډېره درنده، ستونزمنه، سخته، اوږده او ثقیله تمامېږي.
د تاوده هرکلي د ډلې غبرګون
د تاوده هرکلي او ښه استقبال ډله مسلمان وګړي رمضان ته د یو شمېر بنسټیزو اسبابو له کبله د عبادت په شاندارو مراسمو سره ښه راغلاست وایي چې دلته یې مختصره یادونه کېږي.
لومړی: د رمضان د میاشتې لپاره بشپړ چمتوالی لري ځکه چې په کال کې ګڼې ورځې شته دي چې په هغو کې د نفلي روژو نیول سنت او یا مستحب دي لکه د اونۍ د دوشنبې او پنجشنې د ورځو روژې، د هرې قمري میاشتې په حساب ۱۳، ۱۴، او ۱۵ مې نېټې ورځې روژې (هغه مهال چې سپوږمۍ بشپړه شي او دغه ورځې د سپینو ورځو یا ایام البیض په نوم یادېږي)، د غیر حج کوونکي لپاره د عرفات د ورځې روژه، د عاشورا د ورځې له هغه څخه د مخه او له هغه څخه وروسته روځو کې روژې، د شعبان په میاشت کې روژه او داسې نورې مستحبې روژې شته دي چې نیول یې سنت دي څو مسلمانان د رمضان د میاشتې هرکلي ته په ښه شکل آمادګي ولري.
څرګنده خبره ده هغه څوک چې د یادو نفلي روژو له ځینو سره خپل ځانونه عادت کړي د ساري په توګه د هرې میاشتې د سپینو ورځو روژه ونیسي نو د رمضان د میاشتې روژه نیول ورته یوه ساده او آسانه مسئله ښکاري او د رمضان د میاشتې په رابره کېدو کې هېڅ ډول تکلیف نه احساسوي خو کوم کسان چې د نفلي روژو څخه یوه هم نه نیسي نو ښکاره خبره ده چې د رمضان د میاشتې روژه ورته سخته تمامېږي.
له بلې خوا د کلک اېمان درلودونکي کسان ورته خوښي څرګندوي او که یې نفلي روژه نیولې هم نه وي نو په یوه لوړ مورال او پخې ارادې سره د رمضان میاشتې ته ښه راغلاست وايي. خو د کمزورې عقیدې خاوندان د رمضان د میاشتې له روژې څخه وېره څرګندوي او ډېره ورته سخته ښکاري چې څرنګه به دوی د ورځې له خوا خوراک، چښاک او جنسي اړیکې پرېږدي او روژه به نیسي؟
موږ په دې هکله د اسلام د ستر پیغمبر د یارانو، صحابه کرامو، د اسلامي مذاهبو د امامانو او داسې نورو اهل صالح کسانو ژوند د بېلګې په توګه یادولی شو چې د رمضان د میاشتې روژه نیول به ورته یوه عادي خبره وه او خپل ژوند به یې له عبادت سره داسې تنظیم کړی وو لکه ټول کال چې روژه وي نو د رمضان میاشت به یې د خوښیو په یوه بې مثاله نړۍ کې نمانځله او د هغه عبادت به یې کاوه.
دویم: د رمضان د میاشتې د تاوده هرکلي کوونکې ډله پوهېږي چې د رمضان په میاشت کې د دنیوي نعمتونو ترک د اخروي نعمتونو د حصول لپاره یوازینۍ لاره ده ځکه چې د ورځې پر مهال د دې میاشتې د ټاکل شوي مهال وېش سره سم د روژتي لپاره د خوراک، چښاک او جنسي اړیکو ترک د خدای (ج) د اوامرو پیروي ګڼل کېږي چې په جنت کې الله (ج) ورته بهترینه بدله ورکوي او هغو تلپاتې اخروي نعمتونو ته لاسرسی یوازې د الهي اوامرو په منلو سره شونې ده چې ابدي بڼه لري. نو په یقین سره ویلای شو چې مومن وګړي د رمضان د میاشتې روژې ته خوښي څرګندوي. همدارنګه هغه کسان چې په دنیوي ژوند کې د حرامو چارو رسولو ته زړه ښه کوي نو په آخرت کې به د الهي نعمتونو له فیوضاتو څخه محروم پاتې کېږي په دې هکله یو حدیث شریف دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( څوک چې په دنیوي ژوند کې شراب وخوري، نو په آخرت کې د هغه له خوړلو څخه محروم پاتې کېږي مګر دا چې توبه وباسي) رواه البخاري، له ذکر شوي حدیث شریف څخه په ډاګه څرګندېږي چې د دنیا شراب خور به په آخرت کې د شرابو له خوړلو او نورو الهي نعمتونو څخه د هغه جزا په سبب محرومېږي چې په دنیا کې یې د حرام څیز خوړلو ته زړه ښه کړی دی.
یو بل حدیث شریف دی پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ( څوک چې په دنیوي ژوند کې ورېښم واغوندي نو په آخرت کې یې له اغوستلو څخه محرومېږي.) رواه البخاري و مسلم
دریم: دغه ډله پوهېږي چې د رمضان میاشت د غوره اطاعت، بندګۍ، الهي نږدېوالي او د عبادت د مثبتې سیالۍ یوه لویه میاشت ده. د رمضان په میاشت کې ریښتني مومن ته خدای (ج) داسې اجرونه ورکوي چې له دې میاشتې پرته یې بل مهال شونتیا نشته نو له شک څخه پرته چې د داسې یوې عظیمې او له برکت څخه ډکې میاشتې په راتللو سره د رمضان د تاوده هرکلي ډله د زړه له تل څخه د خوښۍ احساس کوي او ښه راغلاست ورته وایي.
د ساړه هرکلي د ډلې غبرګون
دویمه ډله هغه خلک دي چې رمضان ورته د یوه نابللي او ثقیل مېلمه په توګه ښکاري او د دې میاشتې هره ګړۍ، هره ورځ او هره لحظه بېله بېله شمېري چې کله به تېرېږي او کله به دوی د ژوند د خوندونو او شهواتو نړۍ ته په پراخه پیمانه د ورتګ چانس مومي؟ له همدې کبله د رمضان د میاشتې په تېرېدو سره بې پایانه خوښي څرګندوي سره له دې چې د دې عظیم عبادت په تر سره کولو سره په اختر کې مناسبه خوښي لازمه ده خو په دې ډله چې کله اختر راشي نو دومره خوښي کوي چې د افراط حد ته رسېږي ځکه چې بېرته د دنیوي خوندونو لاره ورته پرانېستل کېږي. په همدې توګه دغه ډله وايي چې یاره ښه شوه چې دا میاشت خو تېره شوه، ډیر یې په تکلیف کړي وو. په دې ډله باندې د رمضان میاشت د لاندې اسبابو له کبله درنده، سخته او مشکله تمامېږي.
لومړی: دغه ډله خلک د دنیا په نعمتونو، خوندونو او د شهواتو په نړۍ کې دومره عادت شوي وي چې کله کله آن د حرمت درجې ته پکې رسېږي حتې کله کله داسې هم کوي چې د حرامو چارو د سر ته رسولو او حرامو څیزونو د خوړلو پروا هم نکوي نو د رمضان میاشت د خپلو ځانونو او اعمالو تر منځ یو لوی خنډ بولي چې تبعا د رمضان میاشت ډېره پرې درنده تمامېږي.
دویم: دا ډله هغه ډول خلک دي چې له رمضان څخه د مخه د الهي عباداتو، فرضي امورو، سنتو او مستحباتو کې زیاته سستي کوي او عملا یې په دې هکله د تقصیر لاره نیولې وي خو کله چې د رمضان میاشت پرې راشي نو خپل ځانونه یو ډول مقید احساس کوي او په دې هکله ځینو التزاماتو ته ځان ژمن و بولي. همدارنګه له دې ډلې څخه ځینې کسان یوازې په همدې میاشت کې عبادت کولو ته ځانګړې پاملرنه کوي، جوماتونو ته ځي، د تراوېح او جمعې ورځې لمونځونو ته حاضرېږي. دا چې د دې میاشتې په هره ورځ د ځینو عبادتونو التزام کوي نو د رمضان راتګ او تېرېدل ورباندې داسې سخت وي چې هرکلی یې په سړو الفاظو سره کوي. خدای پاک دې مسلمانو پرګنو ته توفیق ورکړي چې د رمضان د میاشتې استقبال او هرکلی په داسې ښایسته الفاظو او اعمالو سره وکړي چې د دې عظیمې میاشتې له شان سره ښايي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…