لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
روژه لویې لویې ماناوې او موخې لري او د سترو مقاصدو د حصول لپاره خدای (ج) په مومنانو فرض ګرځولې ده. د دې ماناوو ځینې په لاندې ډول دي:
لومړۍ: روژه د خدای (ج) او بنده تر منځ راز
یا روژه د خدای (ج) او بنده تر منځ د پټ راز او داسې ټینګ ایمان نښه ده اېمان بېلګه ده چې له مومن روژتي انسان او مهربانه خدای (ج) څخه پرته یې بل چا ته پته نه لګېږي. باید وویل شي چې روژه یو پټ عبادت دی چې انسان یې د خپل خدای (ج) سره د ځانګړي راز او نیاز په چوکاټ کې سر ته رسوي. انسان کولای شي د هغه له نیولو څخه تېر شي، په داسې یوه پټ حالت کې څه وخوري او یا وچښي چې هېڅوک یې ونه ویني خو دا چې د خوړلو له چانس سره سره روژه نیسي نو دا د اېمان یوه غوره بېلګه ده چې مومن انسان یې له خپل خدای (ج) سره په زړه کې ساتي. همدارنګه کېدای شي انسان په ښکاره توګه د روژې د نیولو تمثیل وکړي نه څه و خوري او نه څه وچښي خو د روژې د نیولو نیت ورسره موجود نه وي چې دا هم یو پټ راز دی. نو حقیقت دا دی چې روژه هغه پټ او قلبي عبادت دی چې د بنده او خدای (ج) تر منځ د یوه ځانګړي راز په تړاو اجرا کېږي. دا چې یو انسان له دې سره سره چې د خوراک او چښاک په کولو قادر وي او لاس رسی هم ورته پيدا کولای شي خو له دې کار څخه ډه ډه کوي، نو د هغه پوخ یقین، کلک هوډ او ټینګ اېمان ویندويي کوي چې انسان یې په خدای (ج) باندې لري چې هغه لوی ذات په پټه او ښکاره د انسانانو په اعمالو خبر او د هغه د هر عمل ناظر دی.
همدارنګه دغه راز په ټولو هغو عباداتو کې تمثیل کېږي چې انسان خپل رب ته نږدې کوي. د ساري په توګه که اودس او غسل ته پاملرنه وکړو چې د هغه په وسیله انسان له ظاهري او باطني نجاست څخه پاکوالی مومي، د هغه دلیل ویندويي کوي چې انسان یې په خپل خدای باندې د باور له کبله لري او نوموړی کار هغه پټ امانت ګڼل کېږي چې د بنده او رب تر منځ موجود دی مانا دا چې که چېرې انسان پرته له اوداسه څخه لمانځه ته راشي نو د ده له ستر خالق (ج) څخه علاوه خو نور څوک نه پرې خبرېږي. همدارنګه له بلې خوا که لمانځه ته نظر وشي نو لمونځ کوونکی پر لمانځه باندې د درېدو پر مهال فاتحه لولي، د رکوع پر مهال (سبحان ربی العظیم) لولي، د سجدې پر مهال (سبحان ربی الاعلی) وايي او همدارنګه تر وروستۍ لحظې پورې د لمانځه بشپړ خیال ساتي خو په داسې یو صورت کې چې نور یې نه اوري بلکي یوازې لوی الله (ج) پرې خبر وي.
خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( که خپله خبره په لوړ آواز وکړی او یا یې آهسته ووايی ، الله (ج) په هغه څه پوهېږي چې ته یې پټ وایې) سوره طه ۷ آیت
دویمه مانا: روژه د آخرت د اطلاعاتو لړۍ
دا چې مسلمان د رمضان په میاشت کې ځینې دنیوي امور پرېږدي نو د هغې اطلاع له مخې یې پرېږدي چې الله (ج) د هغه په بدل کې د قیامت په ورځ ثواب ورته ورکوي نو هغه مقیاس چې په وسیله یې د روژې ګټه یا تاوان اندازه کېږي اخروي مقیاس دی. د ساري په توګه روژتی مسلمان د ورځې پر مهال خوراک، چښاک او نور خوندونه د دې لپاره پرېږدي چې د هغه په بدل کې د قیامت په ورځ ثواب ترلاسه کړي. له دې راز څخه هغه حقیقت په ډاګه کېږي چې د روژتي په زړه کې د آخرت د ورځې په هکله ټینګ ایمان موجود دی. خو د روژې د دنیوي او مادي مقیاس خاوندان بیا په دې نظر دي چې روژه یوازې په بدن باندې د خوراک، چښاک او ځینو نورو خوندونو د حرمان وسیله ده چې د انسان نفس پرې سعادت مومي او د جسد اړتیاوې پوره کوي او اخروی اړخ دومره په نظر کې نه نیسي.
دریمه مانا: روژه د انسان د بندګۍ حقیقت
روژه خدای (ج) ته د انسان بندګۍ د حقیقت څرګندونه کوي، روژه هغه وسیله ده چې انسان ته د خدای (ج) د عبودیت په هکله داسې ځانګړې روزنه ورکوي چې بندګي یې حق ده. خدای (ج) فرمایلي دي: ژباړه ( وخوری او و چښی تر هغه مهاله چې د (سهار) سپینه لیکه د (شپې) له تورې لیکې څخه جوته شي) سوره بقره ۱۸۷ آیت. د ذکر شوي آیت له مانا څخه څرګندېږي چې د پړشمي او روژه ماتي پر مهال خوراک او چښاک مستحب دی او دا حقیقت ترې په ډاګه کېږي چې نوموړی خوراک او چښاک هم د عبادت یوه برخه ګرزي. کله چې د سهار سپینه لیکه د شپې له تورې لیکې څخه بېله شي نو مومن انسان د خپل خدای (ج) امر پر ځای کوي او تر ماښام پورې روژه نیسي. لوی خدای (ج) فرمایلي دي: ( بیا خپله روژه تر شپې پورې بشپړه کړﺉ) د بقرې سورت ۱۸۷ آیت. په همدې توګه مسلمان ته د سپېڅلي ژوند تګلاره ترسیم کوي او د داسې عبادت په لوري یې سموي چې د دنیوي او اخروي ښېګڼو په وړانګو پوښلې وي.
څلورمه مانا: روژه د ټولنیزې روزنې وسیله
کله چې روژتی په ټولنه کې خپل نور مسلمان وروڼه او خویندې ویني چې ټولو روژه نیولې ده نو هغه ته یې هم نیول آسانه کېږي او خپل ځان د ټولنې له وګړو سره د هغه ایماني تړاو په کرښه یو ځای مومي چې د عبادت په کړۍ باندې تړل شوې او ټولنه د نیکمرغۍ په لوري بیایي. که چیرې د رمضان د میاشتې روژه له نفلي روژې سره پرتله شي نو څرګنده به شي چې په نفلي روژه کې نسبت فرضي روژې ته یو روژتی زیات تکلیف محسوسوي ځکه چې د نفلي روژې پر مهال د ټولو مسلمانانو روژه نه وي نیولې او هغه راز مناسب چاپېریال د روژې لپاره موجود نه وي چې په فرضي روژه کې موجود دی نو له همدې کبله د رمضان د میاشتې روژه په ټولو مومنانو باندې د خوښۍ، رضایت او آسانۍ په شېبو کې تېریږي. مومن بنده د رمضان په میاشت کې ځان په داسې یوه ماحول کې احساسوي چې ټولو مسلمانانو خپل خدای (ج) ته د بندګۍ په موخه روژه نیولې، په ښارونو باندې د روژې د اغېزو پلوشې خورې وي او په داسې توګه چمتوالی لري چې د رمضان له طبیعیت سره اړخ لګوي نو هر روژتی خپل ځان له ټولنې سره د اېمان په یوه ورېښمین مزي تړلی ویني او د لوږې او تندې پروا نه کوي. له همدې کبله هغو مسلمانانو ته چې د روژې پر مهال په غیر اسلامي ټولنو کې د کار کولو، زده کړې او یا نورو مقصدونو له مخې اوسېږي، د هغو وګړو په نسبت روژه ورباندې سخته تمامېږي چې په اسلامي ټولنه کې هستوګن وي ځکه چې په غیر اسلامي هېوادونو کې د روژې لپاره داسې عمومي توافق او تیاری نه لیدل کیږي لکه چې په هېوادونو کې چې موجود وي نو له شک پرته چې په غیر اسلامي ټولنو کې په هستوګنو مسلمانانو باندې د رمضان میاشت څه نا څه سخته تمامېږي. له دې ټولو خبرو څخه جوتېږي چې د رمضان د میاشتې روژه د ټولنې داسې اېماني روزنتون دی چې هر وګړی یې د اېمان د ځواکمنتیا په سلسله کې هلې ځلې کوي او په یوه ټولنیز جوړښت او عام یووالي کې خپل ځان یو ځای احساسوي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…