لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د رمضان په میاشت کې لس وروستۍ د همدې سپېڅلې میاشتې دریمه یا وروستۍ لسیزه ګڼل کېږي چې د خدای (ج) عبادت، د قرآن کریم تلاوت، لمونځ، دعا او نېک عملونه په دې لسیزه کې د څو سببونو له کبله ځانګړی اهمیت لري چې په لاندې ډول وړاندې کېږي:
لومړی: د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې د قدر شپه وجود لري چې له زرو میاشتو څخه غوره ده او زر میاشتې څه پاسه درې اتیا کلونه عمر کېږي چې عبادت یې د انسان د اخروي ژوند او جنت ګټلو په لاره د زیات اهمیت وړ دی. که چېرې په دې میاشت کې یو انسان ته لوی خدای (ج) د دې توفیق په برخه کړي چې د دې شپې عبادت په ښه توګه ادا کړي نو مانا دا چې له ۸۳ کلونو څخه زیات عبادت یې په یوه شپه کې تر سره کړی دی نو څومره به ښه وي چې مسلمانان د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې د خپلو روژو سره یو ځای د شپې عبادت ته یوه اندازه زیات وخت ځانګړی کړي او دغه قیمتي فرصت له لاسه ور نه کړي چې په کال کې یو ځل راځي.
دویم: د رمضان وروستۍ لسیزه د دې میاشتې هغه وروستی فرصت ګڼل کېږي چې که چېرې یو مومن انسان د رمضان په دوو مخکنیو لسیزو کې عبادت ته زیات وخت نه وی پیدا کړی نو یو داسې غوره طلایي چانس په لاس ورځي چې د انسان په ژوند کې کم کم پیدا کېږي. انسان ته ښایي چې د رمضان په وروستۍ لسیزه کې د عبادت لپاره زیات وخت ځانګړی کړي څو د عباداتو او صدقاتو په وسیله د خپلو نېکو اعمالو ونډه درنه کړي.
دریم: د رمضان د میاشتې دریمه لسیزه د دې میاشتې وداعي ورځې دي نو لکه څنګه چې یو مسلمان د دې میاشتې راتلل د ښه راغلاست په شاندارو مراسمو سره نمانځي نو لازمه ده چې د رمضان د میاشتې مخه ښه، خدای پاماني او وداع هم په داسې شکل و نمانځي چې انسان ترې د خپلو اعمالو د ښه کولو او جنت ته د نږدې کېدلو په لاره کې ډېر څه زده کړي وي.
څلورم: د رمضان د میاشتې د وروستۍ لسیزې شپې او په ځانګړې توګه تاق شپې مومن انسان ته دا فرصت په لاس ورکوي چې په فرضي عباداتو سربېره د تراوېح، نفل او د تهجد لمونځونه ادا کړي، د قرآن کریم تلاوت وکړي، د خپلو دنیوي او اخروي امورو د سمون لپاره دعاګانې وکړي. همدارنګه مسلمانان کولای شي چې د ګناهونو د مغفرت لپاره د دعا منګولې د خدای (ج) دربار ته پورته او د شپې زیاته برخه د عبادت په موخه بیدار و اوسېږي.
پنځم: د رمضان په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف شتون لري چې مخکې پر بحث وشو چې د ځانګړې موخې لپاره په ځانګړي ډول او د جومات د ننه اجرا کېږي.
شپږم: د رمضان په میاشت او په ځانګړې توګه د هغه په وروستۍ لسیزه کې مومن انسان دا فرصت تر لاسه کوي چې خپلو ګناهونو ته د عفوې تر څنګ د لوی خدای (ج) دربار ته د جنت کټلو دعاوې وکړي. همدارنګه د اخروي سفر لپاره تیاری ونیسي چې وقوع یې هره لحظه ممکنه ده او انسان ته د خپل ژوند مسیر معلوم نه وي چې کله به یې د اخروي سفر کاروان له فاني نړۍ څخه د تل لپاره کوچ کوي. پیغمبر (ص) به د رمضان په وروستۍ لسیزه کې ډېر زیات کوښښ کاوه چې نسبت نورو وختونو ته زیات طاعت او عبادت وکړي. همدارنګه د خدای (ج) په لاره کې د خپلو هڅو بهیر ته پیاوړتیا په برخه او پر اعتکاف سربېره د شپې زیات وخت د خدای (ج) د عبادت لپاره بیدارېدو ته ځانګړی کړي. د عایشه (رض) څخه روایت دی چې فرمایلي یې دي: (کله به چې د رمضان د میاشتې وروستۍ لسیزه را و رسېده نو پیغمبر (ص) به د شپې عبادت کاوه، خپل اهل به یې له خوبه بیداراوه او د عبادت د کولو په موخه به یې ډېرې زیاتې هلې ځلې په خلوت او یواځیتوب کې سر ته رسولې) رواه مسلم. همدارنګه پیغمبر (ص) به د رمضان په دریمه لسیزه کې د قرآن کریم زیات تلاوت کاوه او د همدې موخې لپاره به اعتکاف ته تللو چې له نړۍ څخه د رحلت په کال یې د روژې پوره دوې وروستۍ لسیزې یانې شل ورځې اعتکاف کړی دی. عایشه (رض) فرمایلي دي: (د دې خبرې معلومات خو ماته هم نشته چې پیغمبر (ص) دې په یوه شپه کې ټول قرآن کریم ختم کړی وي، یا دې ټوله شپه په عبادت بیداره تېره کړې وي او پرته له رمضان څخه یې دې کومه بله میاشت پوره روژه نیولې وي) رواه النسايي. له پورتني مطلب څخه څرګندېږي چې پیغمبر (ص) به د شپې زیاته برخه او په ځانګړې توګه د روژې د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې په لمانځه، د قرآن کریم په تلاوت، دعا او عبادت سره تېروله او د کال د هرې میاشتې زیاته برخه به یې په روژه نیولو تېروله. مسلمانانو ته ښایي چې د روژې په دغه اساس وخت او درېیمه لسیزه کې خپلو نېکو اعمالو او عبادت ته خاصه پاملرنه وکړي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…