لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
د رمضان د میاشتې روژه ګڼ شمېر فضیلتونه لري چې په دې لیکنه کې د هغې د څو فضائلو یادونه کوو.
د دوزخ د اور څخه ژغورنه
روژه مسلمان وګړی د دوزخ له اور څخه ژغوري لکه چې د حضرت جابر (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( روژه د اور د مخنیوي پرده ده چې بنده پرې د دوزخ له اور څخه ژغورل کېږي) رواه احمد
په یوه بل حدیث شریف کې د حضرت ابي سعید الخدري (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( چا چې د خدای په لاره کې یوه ورځ روژه ونیوله نو خدای (ج) به یې مخ اویا کلونه له اور څخه لرې کړي) رواه البخاري
اوس یې نو شمېری چې د یوې ورځې نفلي روژې د نیولو له کبله انسان ته دومره ستر فضیلت او ثواب په لاس ورځي نو څه فکر کوی چې د رمضان د مبارکې میاشتې د بشپړې روژې په نیولو سره به څومره ثوابونه یو مومن مسلمان ته حاصلېږي؟ پرته له شک څخه چې دا یو عظیم فضیلت دی.
له شهواتو څخه مخنیوی
د ابن مسعود (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه ( ای د ځوانانو ټولګیه که له تاسو څخه څوک د جماع کولو توان لري نو واده وکړی ځکه چې واده د سترګو د ځیر ساتونکی او (له نارواوو څخه) د فرج د ساتلو یوازینۍ لاره ده، او که چیرې د واده کولو توان نه لری نو روژه ونیسی ځکه چې روژه مو د شهواتو (له ځوښ) څخه ژغوري) متفق علیه
د دې حدیث شریف څخه څرګندېږي چې پیغمبر (ص) هغو ځوانانو ته د روژې د نیولو امر کوي چې د واده توان نه لري څو په دې وسیله د خپل شهوت د ځوښ مخه و نیسي چې خدای مه کړه ناروا اعمالو ته مخه نه کړي.
موږ وینو چې په اسلامي ټولنه کې زیاتره ځوانان له همدې ستونزې سره مخ دي چې د واده کولو توان نه لري او په دې هم اعتراف کوو چې په بازارونو، تلویزیوني خپرونو، مجلو، ځینې انټرنیټي سایټونو او داسې نورو محلاتو کې هره ورځ په لسګونو داسې منظرو سره زموږ ځوانان مخ کېږي چې د دوی د شهوت د خوځښت باعث ګرزي چې د حل یوازینی لاره یې د اسلام د ستر پیغمبر (ص) د امر سره سم روژه نیول دي.
د جنت د ګټلو وسیله
د ابي امامه (رض) څخه روایت دی چې له پیغمبر (ص) څخه چا پوښتنه وکړه چې ما ته داسې لاره را په ګوته کړه چې د خدای (ج) رضا پرې حاصله او زیات اخروي اجر ترلاسه کړم نو پیغمبر (ص) ورته و فرمایل: ژباړه ( ستا لپاره د روژې د نیولو توصیه کوم ځکه چې هغه هېڅ مثال او سیال نه لري) رواه نسايی. د دې حدیث شریف له مضمون څخه څرګندېږي چې خدای (ج) ته د نږدېوالي او له اخروي عذاب څخه د لرې والي په لاره کې له روژې سره هیڅ راز عمل د پرتلې وړ نه دی.
همدارنګه پیغمبر (ص) زیری ورکړی دی چې په جنت کې د ریان په نامه د روژتیانو له پاره ځانګړې دروازه موجوده ده چې یوازې روژتیان به له دې لارې څخه جنت ته داخلېږي لکه چې فرمايي: ژباړه (په جنت کې یوه دروازه ده چې ریان نومېږي، یوازې روژتیان به د قیامت په ورځ له دې لارې څخه جنت ته ننوزي، غیر له روژتیانو بل هېڅوک له دې لارې څخه جنت ته د تللو اجازه نه لري) رواه البخاري.
شفاعت کوونکې
د عبدالله عمرو بن العاص (رض) څخه روایت دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (روژه او قرآن د خپل خاوند لپاره د قیامت په ورځ شفاعت کوي، روژه وایي: ای پروردګاره زما خاوند د ورځې له خوا په خپل ځان باندې خواړه او شهوات منع کړي وو، نو ما د هغه لپاره د شفاعت وسیله وګرزوې. قرآن عظیم الشان وايي: زما تلاوت کوونکي زما د تلاوت له کبله پر خپل ځان باندې خوب منع کړی وو نو ما د هغه لپاره د شفاعت وسیله وګرزوه. نو وبه ویل شي چې تاسو ورته د شفاعت وسیله شوی) رواه الحاکم في مسنده
د دې حدیث شریف څخه څرګندېږي چې روژه د قیامت په ورځ په یو حسي څیز بدلېږي، په خبرو راځي او د خپل خاوند لپاره به د پروردګار په حضور کې د شفاعت منګولې اوږدوي البته که هغه نفلي روژه وي او یا فرضي.
د بښنې بنسټ
نیکۍ یا حسنات د بدیو له منځه وړونکې دي او روژه د هغو معتبرو حسناتو له جملې څخه ده چې لوی خدای (ج) د ځان ګڼلې او د هغه نیک اجر هم په خپله روژتي بنده ته ورکوي. یو آیت شریف دی چې الله (ج) فرمایلي دي: ژباړه (په تحقیق سره نیکۍ ګناهونه له منځه وړي). سوره هود ۱۱۴ آیت
دا چې روژه نیول د خپل خاوند ګناهونه او بدۍ له منځه وړي په دې هکله زیات شمېر احادیث شته دي چې موږ یوازې د یوه حدیث په متن اکتفا کوو. ابو هریره (رض) روایت کړی دی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (چا چې د رمضان میاشت د خپل اېمان او احتساب له مخې پوره و نیوله نو د هغه مخکیني ګناهونه ټول ورته بخښل کېږي) رواه البخاري
همدارنګه ابوهریره (رض) روایت کړی دی چې رسول الله (ص) فرمایلي دي: ( پنځه لمونځونه، یوه جمعه تر بلې جمعې پورې، یو رمضان تر بل رمضان پورې د خپل خاوند د (صغیره) ګناهونو کفاره یا له منځه وړونکي ګرزي په هغه صورت کې چې له کبایرو ګناهونو څخه یې ځان ساتلی وي) رواه مسلم
په دې توګه ویلای شو چې یو رمضان تر بل رمضان پورې د خپل روژه نیوونکي د صغیره ګناهونو کفاره یا له منځه وړونکی ګرزي البته چې د کبیره ګناهونو له ارتکاب څخه یې ځان ژغورلی وي ځکه چې کبیره ګناهونه له توبې پرته نه بخښل کېږي او په دې هکله اسلامي پوهان د نظر یووالی لري.
هر اړخیزه نېکمرغي
له ابوهریره (رض) څخه روایت چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (د روژتي لپاره دوې خوښۍ دي، یوه خوښي د روژماتي پرمهال او بله خوښي له خپل پروردګار سره د ملاقات پر وخت کې ورته حاصلېږي) رواه البخاري
هغه خوشحالي چې روژه نیونکي ته د روژه ماتي پر مهال حاصلېږي مسلمان یې په دنیا کې د خپل ښه عمل، اطاعت او بندګۍ په مقابل کې حاصلوي چې د روژې په وسیله یې د خپل پروردګار په وړاندې سر ته رسولي دي او یو حقیقي سعادت ګڼل کېږي. په دې هکله د پښتو یوه لنډۍ ده سره له دې چې زه یې د دوهم بیت د محتوی سره موافق نه یم ځکه چې پړشمی هم لکه مخکې چې وویل شول یو الهي برکت دی خو لومړی بیت یې د هغه خوښۍ انعکاس دی چې حدیث شریف ذکر کړی دی:
د روژې هر ماښام اختر دی
زرې زرې د پړشمي له لاسه یمه
تر اوږدو ساعتونو وروسته د ماښام د آذان سره سم د خوراک او چښاک روا والی او د روژې د نیولو په اړه د لوی خدای توفیق هغه بشپړه خوښي له ځان سره لري چې یو مسلمان یې د روژه ماتي پر مهال حاصلوي چې رښتیا هم یوه ریښتنې خوښي ګڼل کېږي. همدارنګه د روژې د ماښام خواړه د بل هر وخت د خوړو څخه خوندور، له اشتها ډک، ګټور او له بدن لپاره مفید دي چې د ماښام په آذان سره روژتي انسان ته روا کېږي څو خپله روژه ماته کړي او خوندور خواړه نوش جان کړي.
له مښکو غوره بوی
د علماوو په نزد دا هغه بوی دی چې د روژتي انسان له معدې څخه سرچینه اخلي او له خولې څخه راوزي چې د نورو انسانانو په وړاندې یو مکروه بوی ګڼل کېږي خو دغه بوی خدای (ج) ته دومره محبوب دی چې هغه یې له مښکو څخه هم غوره ګڼلی دی. لکه په یوه حدیث شریف کې چې راغلي دي پیغمبر ( ص) فرمايي: (په هغه ذات قسم دی چې د محمد نفس د هغه په لاس کې دی، د روژتي د خولې بوی د خدای په وړاندې له مښکو څخه غوره دی) رواه البخاري. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…