ليكنه :- عصمت الله صدیقي
په لنډو ټکو کې( رهبري یعنې د نور متاثره کول دی تر څو هغوی یو عمومی موخې ته سوق کړی).
د لیډر او لیډرشپ اصطلا حګانې په بیلا بیلو ژبو کې مختلفې معناوې لري. په فرانسوي ژبه کې لیډر د فرمان ورکوونکي په معنا استعمال شویده، په فارسی ژبه کې د رهبر او رهبرۍ معنا لري.
له Saxon Root نظره د Leader څخه اخیستل شوی دی چې معنی یې د سفر په جریان کښې ددوه کسانو ترمنځ همعږي رامنځ ته کولو معنا ورکوي.
یوبل تعریف:- لیډرشپ یعنې مشري د ډلو او ګروپو نو تر منځ نفوذ کول تر څو وکولا ی شو د هغوی پر فعالیتونو باندې اغیزه او اثر ولرو او شریکو موخو ته د رسیدو اود نوموړو موخود لا سته راوړلو لپاره هغوی رهنما یي کړو. نفوذ لرل د مشرۍ یو نه بیلیدونکی جز دی.
شخصیت څه شی دئ؟
شخصیت د فرد د ټول وجود شاملولو ته وایي، چې دبدن عمومي وضعه یې لکه مهارتونه ، امېدونه ، احساسات ، عادات ، هیه جانات ، هوش ، اخلاقي ځانګړنې ، افکار او معتقدات یې څرګندوي.
یاهم: شخصیت یوه عربي کلیمه ده، چې له شخص څخه اخېستل شوی دی او په اصطلاح کې دانسان ټول بیروني او دنني عوامل ترڅېړنې لاندې نیسي.
داچې انسان یو ټولنیز موجود دی او ټولنه هم هېڅکله بې له انسان څخه نشي رامنځته کېدای ، داپه دې معنا ده، چې انسان پرته له ټولنې او ټولنه پرته له انسان څخه نشي پاېدلی.
په دې وخت کې له انسان څخه، چې هرډول سلوک او کړنې صادریږي دغه سلوک او کړنې به د ټولنې له عاداتو ، تقالیدو ، قوانینو او ادیانو څخه رنګ اخلي.
اود انسان د جسمي اعضاوو له اړیکو او اروایي، فکري ، ذهني ، عقلي ، خیالي او عصبي سلوک کړنو سره تړاو لري.
که په لنډ ډول ووایو دانسان هرډول کړه وړه دده د شخصیت څرګندونه کوي ، چې مثبت کړه وړه یې مثبت شخصیت او منفي هغه یې دمنفي شخصیت څرګندونه کوي، خو باید په یاد ولرو ، چې د انسان ظاهري شکل دهغه شخصیت نشي څرګندولای ، خو دشخصیت په بشپړولو کې هم بې برخې نشي پاتې کېدلای.
سربېره پردې ظاهري او باطني ټول کړه وړه دانسان په شخصیت جوړولو کې رول لري.
نو ویلای شو چې!
داچې په ټولیز ډول د ژوند په هره برخه کې د شخصیت شتون تر ټولو اړین څیز بلل کیږي. نو همدارنګه په رهبرۍ کې هم شخصیت یو ډیر اړین عامل دی.
د ښه شخصیت درولودونکي رهبران د تل لپاره د چارو په سمبالښت کې اغیزمن واقع کیږي. دوی د راتونکي لپاره ښه پلانونه لري او خپل کارکوونکي په ډیره مینه باندې ددوی د امرونو چوپړ کوي.
مګر که چیرې د کوم رهبر شخصیت له منځه لاړ شي نو په د چارو سمبالښت به دده لپاره ډیر ستونزمن وي، ځکه هیڅوک مینه نه لري چې د بې شخصیته انسان تر لاس لاندې کار وکړي.
او همدارنګه دی نشي کولای کارکوونکو ته د فعالیتونو تر سره کوولو امر وکړي.
جنرال اپچ نورمال شکوارذکوف دشخصیت دمهموالي په اړه وایي( رهبري له شخصیت او ستراتژۍ جوړه ده خو که چیرې اړشي چې یو یې ونه لرئ نو له ستراتژۍ تیر شئ)
لدې ځایه په ډاګده شوه چې د شخصیت شتون څومره اړین دی، او د رهبرۍ په برخه کې شخصیت او اعتماد لازم دي.
یو بل ځای د امریکا د متحده ایالتونو د سوداګرۍ او صنعت شورا رئیس وایي: شخصیت د هغه کورني او بهرني قوت په وړاندې یو دیوال دئ چې د هیوادونو د راپرځیدو او یا شل کیدو لامل ګرځي.
نو رهبر باید خپل شخصیت ته زیات درنښت ورکړي، ځکه همدا شخصیت د ده دبقی لپاره لوی لامل شمیرل کیږي.
ماخذ:-
مقالې او کتابونه