- لومړۍ برخه
راټولونه – ژباړه: محمود سعيد
- رهبر خلک هغه ځای ته بيايي؛ چېرته چې دوی تلل غواړي. يو ستر رهبر خلک هغه ځای ته وړي چې دوی يې د ورتګ وړ نه ګڼي خو ورتګ اړين وي.
روزلين کارتر
- يو رهبر هغه مهال ښه دی چې د هغه شتون ډېر محسوس نه کړي. کله چې کار تر سره او هدف لاسته راوړل شي؛ دوی به ووايي: موږ خپله دا کار تر سره کړ.
لائتزو
- که فکر کوئ چې د اس پر شا خندوونکی ښکارئ نو د پوځ راغونډول به ستونزمن وي.
اډلي اي سټېونسون
- نږدې ټول ستر رهبران تل ښه ساده کوونکي دي کوم چې کولای شي د استدلال، بحث او شکونو لرې کولو په مرسته د هر چا د پوهولو لپاره حللار پيدا کوي.
کولن پاول
- د رهبر تر ټولو لومړی مسؤولیت د واقعيت روښانول او وروستی هغه د (مننه کوم) ویل دي. د دې دواړو تر منځ رهبر خدمتګار دی.
- که ستا کړنې وګړو ته د نورو هيلو، نورې زدکړې، نور کار او نورې جوړېدنې انګېزه ورکړي؛ ته يو رهبر يې.
جان کوينسي آډمز
- رهبر د هيلو پلورونکی دی.
ناپليون بناپارت
- رهبر لکه شپون داسې دی. هغه د رمې تر شا پاته کيږي او تر ټولو ځيرک ژوی پرېږدي چې وړاندې شي او نور ورپسې…په داسې حال کې چې نه پوهيږي چې له شا نه لارښود لري.
نسلون منډېلا
- هغه څوک چې کله هم غاړه اېښودل زده نه کړي؛ ښه بولندوی نشي کېدای.
ارستو
- رهبري د بل چا په وسيله د هغه کار کولو هنر دی، کوم چې تاسې يې تر سره کول غواړئ.
ډوايټ آیزنهاور
- د راتلونکې پېړۍ د لرليد له مخې هغه کسان رهبران دي کوم چې د نورو د پياوړتيا لامل شي.
بېل ګېټس
- ښه رهبر هغه دی چې له خپلې برخې ډېره ملامتيا او له خپلې برخې کمه ونډه اخلي.
جان مکسوېل
- هغه ډول رهبر شئ چې خلک مو داوطلبانه پیروي وکړي؛ که څه هم کومه نوم او دنده ونلرئ.
برېن ټراسي
- هغه رهبران چې د ځان ساتنې او آرام پر ځای خپلې وينې، اوښکې او خولې توی کړي او زيار وګالي؛ د خپلو پيروانو له لوري زيات ملاتړ تر لاسه کولای شي. دا ډول انسانان د ميدان اتلان دي.
جورج اروېل
- زه هره ورځ له ځانه په دې پوښتنه پیلوم: زه په دې نړۍ څه مثبت اغېز لرم؟
پيټر ډيسمي
- هره ورځ د خپلې رهبرۍ وړتيا وروزئ.
مپچل جورډن
- تر رهبر جوړېدنې مخکې ستاسې پرمختګ، ستاسې بريا ده. له رهبر جوړېدنې وروسته د نورو پرمختګ ستاسې بريا ده.
جک وېلچ
- رهبري د يوه کس خيال تر لوړ ليدلوري او کړنې تر لوړ معياره رسوي او د هغه شخصيت د طبيعي محدوديتونو له پولو راوباسي.
پيټر ډراکر
- زما دنده دا نه ده چې له خلکو سره نرم واوسم. زما دنده دا ده چې له موږ سره ستر خلک د دوی د لا ښه پرمختګ لپاره ټېله کړم.
سټيو جابز
- پیروان بايد مجبور نه کړل شي. دوی بايد د رهبر د ټاکلو واک ولري.
البرټ انشټاين
نور بيا…