ژباړه: حمیدالرحمن حنیف
آیا در روانشناسی له مطالعې سره نوې یاست؟ ښایی په اول کې دا په ډیره اندازه د ډار اچوونکی مضمون په توګه درته ښکاره شوی وی، اما د څو اساسی حقایقو په پوهیدلو سره کیدای شی د دې کار شروع آسانه شی. دغه لاندې فقط یو څو د هغه مهمو شیانو څخه چې تاسې اړیاست د دغه زړه راښکونکی موضوع اړوند پوه شی. یقیناْ تاسې د اساساتو قوی پوهه لری، تاسې به آماده شی په ژوره توګه د روانشناسی اکتشاف ته.
۱: روانشناسی د دماغ او کړنې مطالعه
روانشناسی د ذهنی عملیو او کړنې (رفتار) مطالعه ده. “Psychology” یوه یونانی کلمه ده چې “psyche” د نفس، روح منا ورکوی. رونشناسی له بیولوژی او فلسفې څخه منځ ته راغلې ده او په علمی ريښه کې له جامعه شناسی، طبابت، ژبپېژندنې او انسان پيژندنې سره نیژدې اړیکه لری.
۲: روانشناسی علمی څېړنیز میتودونه کاروی
د روانشناسی اړوند یوه ذهنیت دا ده چې دا فقط “مشترک حس دی”. غیر مشترک حس، روانشناسی په علمی اصولو ولاړه ده تر څو پوښتنو ته لاس رسۍ پیدا کړی او په نتیجه کې بریالیتوب ترلاسه کړی. روانشناسی منظم تخنیکونه (په شمول د طبعی مشاهدې، امتحان، د پېښې او موضوع مطالعه او پوښتنپاڼې) کاروی ترڅو د انسان دماغ او کړنه و څیړی.
۳: روانشناسی د زیاتو او متفاوتو لیدلوریو درلودونکی ده
یوه موضوع او پوښتنه په روانشناسی کې کیدای شی له یو تعداد متفاوتو لارو وګورئ. راځئ د مثال په توګه د تاوتریخوالی موضوع په نظر کې ونیسو. په تاوتریخوالی کې ځینې روانشناسان د بیولوژیک نفوذ همکاری په نظر کې نیسی، تر دې چې نور روانشناسان ځینې نور فکتورونه لکه کلتور، کورنی روابط، ټولنیز فشار او وضعیتی متغیرونه په پام کې نیسی. ځینی اساسی فکری لیدلوری په روانشناسی کې په لاندې ډول سره دی:
- بیولوژیک لیدلوری
- معرفتی لیدلوری
- تکاملی لیدلوری
- بشری لیدلوری
۴: روانشناسی زیاتې فرعی ساحی لری
په روانشناسی زیاتې متفاوتې څانګې دی. مقدماتی زده کوونکی ډیر ځله په متفاوتو خاصو برخو فکر کوی، لکن په ځانګرې توګه د هرې ساحې له پیژندنې وروسته په هغه کورس چې غواړی انتخاب یې کړی توکل وکړی. ځینې غټې فرعی ساحې چې د روانشناسی په حدودو کې دی: کلنیکی، شخصیتی روانشناسی، معرفتی روانشناسی، انکشافی روانشناسی او ټولنیزه روانشناسی.
۵: روانشناسی صرف تداوی نده!
کله چې ته د روانشناسی په اړوند چورت وهی، آیا تا هغه معالج (روانشناسی) چې په بیړه سره د یو مراجع (مریض) د ماشومتوب دورې تجارب یو یو لیکی په ذهن کې را تاو کړی؟ پداسې حال کې چې یقیناْ تداوی د روانشناسی غټه برخه ده، دا یوازینئ شی ندی چې روانشناسان یې سرته رسوی. په حقیقت کې، زیات روانشناسان د صحت روانی په برخه کې کار نه کوی. روانشناسی نورې ساحې لکه تدریس، تحقیق او مشاوره په ځان کې را نغاړی. روانشناسان په ډیرو متنوع برخو کې په پراخه توګه کار کوی.
۶: روانشناسی په هر حال کې له تاسره ده
روانشناسی تنها علمی مضمون ندی چې په ټولګی، څیړنیز لابراتوار او صحت روانی دفاترو کې شتون ولری. د روانشناسی اصول او اساسات د ژوند په هره شیبه کې کتلای شی. په تلویزیونی سوداګریز اعلانات او چاپی اعلانونه تاسې هره ورځ ګورئ کوم چې بازار موندنې (د خپل اشتهاری تولیدات د پير په موخه او د خلکو د هڅونې او تراغیز لاندې راوستلو) لپاره په روانشناسی یې تکیه کړیده. کوم ویب سایت چې تاسې یې ګورئ د روانشناسی له باقاعده اساساتو څخه پکې کار اخیستل شویدی چې، د خلکو د آنلاین معلومات د لوست، استعمال او توجیه په اړوند کافی اطلاعات روانشناسی په واک کې ورکړی دی.
۷: روانشناسی دواړه حقیقی – نړۍ او نظریات کشف کوی
لکه څرنګه چې تاسې د روانشناسی مطالعه پیل کړیده، ښایی ځینې دا تیوریګانې او څیړنې چې تاسې زده کوی داسې درته برېښی ګواکې ستاسې د واقعی ژوند له ستونزو سره اړخ نه لګوی. دا اړینه ده چې په یادولرئ، چې څنګه روانشناسی دواړه هم غوښتلی شوی او هم نظری مضمون دی. ځینې څیړونکی د بشری دماغ او کړنې په باره کې د ټولیز معلوماتو په وړاندې کولو ترکیز کوی، تر دې چې ځینې نور مستقیماْ د ستونزو په حل او د روحیاتی ستونزو د حقیقی- نړی اوضاع ته په وړاندې کولو سره د غنی کولو هڅه کوی.
۸: روانشناسی په مسلکی برخه کې په پراخه توګه اختیارات عرضه کوی
که تاسې د روانشناسی د عمده توب په باره کې سوچ وکړئ، بیا تاسې کولای شی په خوښئ سره د هغه زیاتو متفاتو مسلکونو څخه چې روانشناسی یې درته په ګوته کوی انتخاب کړی. ډیر متفاوت فنی اختیارات کوم چې تر ډیره حده ستاسې د علمی کچې او کاری تجربې سره منوط او اړیکه لری، همدارنګه ستاسې د خاصې ساحې په انتخاب کې دا هم مهمه ده چې، اړین ترننګ یا کورس او د جواز شروط یې و څېړئ.
۹: روانشناسی دواړه عادی او غیر عادی کړنې مطالعه کوی
کله چې ډیر خلک د روانشناسی په باره کې فکر کوی، فوراْ د غیر عادی کړنې د پیژندنې او وقایې ته يې پام کیږی. دا مهمه ده په یاد ولرو چې، روانشناسی عادی کړنې هم څیړی.
۱۰: روانشناسی غواړی چې رفتار توصیف، توضح، وړاند وینه، بیان او انکشاف ورکړی
دلته د روانشناسی څلور عمده موخې په ګوته کوو:
- ترڅو وکولای شی د انسان افکار او کړنې توصیف کړی
- توضح کړی چې دغه کړنې ولی رامنځ ته او واقع کیږی
- ترڅو وړاندوینه وکړی چې دغه کړنی څنګه، ولی او کله به بیا په راتلونکې کې واقع شی
- په ټولیزه توګه د ښه فردی او ټولنیز ژوند په موخه د کړنې توضح او انکشاف