لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
په دې کې شک نشته چې مومن روژتیان د خدای (ج) د غوره بندګانو له ډلې څخه دي خو له دې سره سره د هر انسان په څیر کله کله یو شمیر خطاګانې د رمضان په میاشت کې له روژتیانو څخه پېښیږي چې د رمضان په میاشت کې ښه کار نه دی او له ارتکاب څخه یې باید ډه ډه و شي.
لومړی: د ښه کار د دوام پرېکون
ډیر خلک د رمضان په لومړیو ورځو کې د جوماتونو لومړنیو صفونو ته حاضرېږي، په لمانځه ښه پابند وي، الهي دربار ته دعاوې او زارۍ کوي چې د رمضان په لومړیو شپو ورځو کې جوماتونو ته د خلکو د بهیر زیاتوالی د دې ادعی ښه ثبوت ګڼل کېږي. نوموړی کار یو غوره او ستایل شوی عمل دی او مسلمان یې باید د خپل ژوند په اوږدو کې هر وخت عملي کړي. ستونزه دا ده چې د رمضان د میاشتې د څو ورځو په تېرېدو سره ورو ورو د لمونځ کوونکو په شمېر کې کمی راځي او د څو ورځو په تېرېدو سره نور نو له یو شمېر کسانو سره د لمانځه د ادا کولو، عباداتو او دعا کولو هغه راز تلوسه او نشاط نه پاتې کېږي چې مخکې یې درلود او د لمونځ کوونکو بهیر د رمضان د لومړیو ورځو په څېر په جوماتونو کې نه سترګو کېږي. دا منظره یو داسې خطرناک حالت منځته راوړي چې ګواکي مسلمانان یوازې د رمضان او هغه هم د دې میاشتې په لومړیو کې شپو او ورځو کې خدای (ج) په ښه توګه پېژني او له رمضان وروسته بېل شکل اختیاروي؟ دغسې یو حالت ته مسلمانان باید متوجه وي او د نېک عمل د بهیر د دوام لپاره داسې استمرار ته باید لاره پرانېزي چې د خپل ژوند د یوې روښانه برخې په توګه یې حساب شي.
په دې لاره کې اسلامي لارښوونکو، ملا امامانو، روحانیونو او پوهانو ته لازمه ده چې مسلمانان خپلو دیني وجایبو ته په ښه شکل متوجه کړي او د اغیزمنو خبرو، خطبو، لیکنو او موعظو د بیانولو له لارې هغوی په رمضان او له رمضان پرته په ښه توګه متوجه او و هڅوي. همدارنګ خبري رسنۍ، لکه ورځپاڼې، مجلې، رادیو، تلویزیون او انټرنیټ هم په دې لاره کې اغیزمن رول لوبولی شي.
دویم: له محرماتو سره بې پروا چلند
ځینې وګړي د رمضان په میاشت کې له خوراک، چښاک او جماع څخه ډه ډه کوي او له یاد شوو څیزونو څخه روژه نیسي خو د یو شمېر نورو محرماتو لکه غیبت، چغلي، نمامت، ښکنځلو، ناروا شهادت، درواغو، مکر، خطاویستلو، غلا، یرغل، تاوتریخوالی، جګړې، وژنو، ځورونو او داسې نورو قولي او فعلي محرماتو څخه روژه نه نیسي او په ډېره بې پروایۍ سره یې سر ته رسوي. باید وویل شي چې له شک پرته یاد شوي او ګڼ شمېر نور داسې څیزونه د روژې له طبیعیت سره هېڅ راز اړخ نه شي لګولی بلکي د رمضان د میاشتې روژه د دې لپاره فرض شوې ده چې مسلمانان د بدني روزنې تر څنګ روحي روزنه او د نفس تزکیه هم تر لاسه کړي، له هغو څیزونو څخه په کلکه ډه ډه وکړي چې حرام ګرزول شوي او په کولو سره یې روژه د خرابوالي لوري ته ځي او مسلمان د کبیره ګناهونو لوري ته بیايي. ځینې اسلامي پوهان په دې نظر دي چې که چېرې د رمضان په میاشت کې یو روژتی له یاد شوو او داسې نورو محرماتو څخه ډه ډه نه کوي او هغه په استمراري توګه ترسره کوي خبره دې حد ته رسېږي چې روژه یې ماتېږي.
دریم: د روژې اساسي موخو ته کمه پاملرنه
ځینې واعظان، لیکوالان، پوهان او د روژې د ګټو بیانوونکي د روژې یوازې ځینې دنیوي ګټې بیانوي او د خپلو تبلیغاتو ټول تمرکز یوازې په دنیوي محدوده کې خلاصه کوي. په داسې حال کې چې د روژې د روغتیايی او محدودو دنیوي ګټو بیانول هم ضروري دي خو پکار ده چې د روژې د هغو بنسټیزو موخو، حکمتونو، رازونو او اهدافو بیانولو ته هم د خپلو لیکنو او وعظ دوربین سم کړي چې لوی خدای (ج) یې د حصول لپاره روژه پر مسلمانانو باندې فرض ګرزولې ده. همدارنګه که د روژې یوازې د روغتیايي ګټو یادونه په ځانګړې توګه وشي نو آیا خلک به فکر و نه کړي چې ښه نو د رمضان له روژې پرته زمانه غیر صحي ژوند دی؟ او په لسګونو داسې نورې پوښتنې شاید د انسان ذهن ته را ولاړې شي. نو له همدې کبله جوته خبره ده چې د روژې د نیولو څخه موخه یوازې د هغو دنیوي یا روغتیايي محدودو ګټو تر لاسه کول نه دي چې ګواکي د انسان بدن له ځینو آفاتو څخه و ژغورل شي او یوه بیړنۍ ګټه په لاس راوړي. د دې سره سره د رمضان د مبارکې میاشتې د روژې اساسي موخه د هغه ستر الهي عبادت سر ته رسول دي چې الله (ج) پر مسلمانانو فرض ګرزولی، د ځمکې او آسمانونو د ستر واکمن امر دی او مومن انسان لپاره د دې کار بدله یا اجر د جنت حصول او په آخرت کې بریالیتوب دی. نو له دې ټولو یادونو څخه موخه دا ده چې د روژې د دنیوي ګټو تر څنګ باید د هغه د فرضیت د اساسي موخو په یادولو ټینګار وشي.
څلورم: تندخويي او ناوړه چلند
په خواشینۍ سره باید ووایو چې د ځینو روژتیانو له کړو وړو، اعمالو او خبرو څخه تندخويي له ورایه ښکاري چې په بدن باندې د خوراک او چښاک د بندېدو په سبب یې حوصله په بې ساري توګه له لاسه ورکړې وي. همدارنګه د خپل کور، میرمنې او اولاد په وړاندې له قهر، غصې، ښکنځلو او سخت زړیتوب څخه کار اخلي، ناوړه الفاظ یې له خولې څخه وزي او داسې تصرفات کوي چې د روژتي له شان سره نه ښايي او د هغه لپاره یې سر ته رسول مناسب نه دي.
پیغمبر (ص) فرمایلي دي: ژباړه (روژه د یوې پردې او مانع کوونکي څیز حیثیت لري، که چیرې له تاسو څخه یو تن روژه نیولې وي، نو ښکنځل او تندخويی مه کوﺉ، که چیرې چا درته ښکنځل وکړه او یایې درسره جګړه کوله نو ته ورته ووایه ماته امر شوی دی چې روژه وم) رواه البخاري. نو د هغو کسانو د روژې په هکله مو څه خیال دی چې کله روژه ونیسي اعصاب یې په داسې ډول خراب وي چې حتی د څیرې رنګ یې بدلون موندلی وي، په غصب وي، خپلو اولادونو، میرمنې او د کور نورو غړو ته ناوړه الفاظ کاروي خو له روژې پرته یې اعصاب آرام او ډېره تندخويي نه کوي؟
پنځم: سستي او لټي
ځینې روژتیان د رمضان میاشت د سستۍ او ټمبلۍ لپاره یوه وسیله ګرزوي او ځانونه یې غلي کړي وي چې ګواکي له یوه بېل، ځانګړي او غیر نورمال حالت سره مخ دی او له خپل کور څخه د راوتلو جرئت په ځان کې نه ویني. باید وویل شي چې روژه د هڅو، د زده کړې د حصول او کار میاشت ده. د اسلام په لومړي سر کې به مسلمانانو د ژوند په هر اړخ کې زیاتې هلې ځلې په همدې میاشت کې کولې، سختې غزاګانې یې په دې میاشت کې سر ته رسولې، د پوهنې د خپرېدو په لاره کې یې هڅې کړې، د نېکمرغه ژوند د برابرولو زیاتو کوښښونو په همدې میاشت کې صورت موندل، د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي ټولنې د هر اړخیز پرمختګ، سولې، یووالي او ورورګلوۍ لپاره همدغه میاشت یوه وسیله ګرزولې شوې ده. ځینې کسان د خوب د ډېروالی لپاره د رمضان میاشت یوه وسیله ګرزوي او په ځینو ضعیفو اقوالو ځانته فتواوې را باسي چې ګواکي د روژې د میاشتې خوب عبادت دی. په داسې حال کې چې دغه خبره هېڅ شرعي اصل نه لري او د اړتیا پر مهال د مناسب خوب د سر ته رسولو سره سره روژه د داسې یوه نشاط او انساني تحرک میاشت ده چې له روژې څخه پرته په بل وخت کې په مناسبه توګه نه شي تر سره کېدای. په دې هکله یوازې عادت پکار دی چې څنګه انسان خپل بدن اموخته کړي نو په هماغه ډول کړنې ور څخه غواړي.
شپږم: اصراف
ډیر خلک د رمضان دمیاشتې لپاره بې نهایت زیات خواړه، شربتونه، په ستلونو آچار، ډول ډول مرباوې، شات، خواږه او داسې نور څیزونه تیاروي چې په بوزه کې یې نه وي استعمال کړي چې دغه کار په حقیقت کې د روژې له اصلي طبیعیت سره هېڅ اړخ نه لګوي خو د معمول مطابق مناسبه تیاري بد کار نه دی. همدارنګه ځینې روژتیان له روژه ماتي وروسته له ټاکلي حد څخه زیات خوراک او چښاک کوي چې له همدې کبله یې معده درنېږي، سمدلاسه خوب ورباندې غلبه کوي، سر یې ګنګس شي، سترګې یې پټې پټې کېږي، په خپل وخت د ماسختن لمونځ ترې پاتې او د خیټې په ډول ډول ناروغیو اخته کېږي. له دې ټولو یادونو څخه موخه دا ده چې وګړي باید د رمضان په میاشت کې د خوراک او چښاک په هکله داسې منځلاریتوب غوره کړي چې له افراط او تفریط څخه خالي وي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…