لیکنه: مفتي عبد الولي خان
د اعتكاف طريقه
ام المؤمنين عايشهr فرمايي: د معتكف لپاره دا سنت دي چې نه به د مريض تپوس ته ځي، نه به جنازې ته ځي، نه به خپله ښځه ښكلوي او نه به ورسره جماع كوي، او له ضروري حاجت نه بغير به له جوماته نه وځي. (سنن أبي داود: 2473، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
اعتكاف په كوم ځاى كې
ام المؤمنين عايشهr فرمايي: اعتكاف يوازې په جامع جومات كې كېږي. سنن أبي داود:2473 ، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
ټوله شپه قيام؟
ام المؤمنين عايشهr فرمايي: ما رسول اللهﷺ نه دی ليدلی چې تر سبا يې ټوله شپه قيام کړی وي. (صحيح مسلم:1778، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
د ليلة القدر نښه
رسول اللهﷺ فرمايي: د ليلة القدر له نښو نه يوه نښه دا ده چې د دغې په سهار لمر سترګه داسې راخېژي چې تكه سپينه وي، وړانګې (تېزې شعاع ګانې) يې نه وي. (صحيح مسلم: 1821، د أبي بن كعب رضي الله عنه په روايت)
د قدر شپې علامت
رسول اللهﷺ فرمايي: د قدر شپه اسانه شپه وي، نه ګرمه وي او نه يخه. (صحيح ابن خزيمة: 2192، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
د ليلة القدر بله نښه
رسول اللهﷺ فرمايي: د قدر شپې په سهار لمر سترګه داسې راخېژي چې وړانګې (تېزې شعاع ګانې) يې نه وي او لكه پليټ (قاب) وي تر دې چې را اوچته شي. (صحيح ابن خزيمة: 2193، د ابي بن كعب رضي الله عنه په روايت)
د اختر په ورځ روژه نشته
ابوسعيد خدريt وايي چې رسول اللهﷺ د دوه ورځو له روژې نيولو نه منع كړې ده، يعنې د لوى اختر او وړوكي اختر له ورځې نه. (صحيح مسلم: 827، د ابوسعيد خدري رضي الله عنه په روايت)
د اختر په ورځ تر ټولو لومړى كار؟
ابو سعيد خدريt وايي چې رسول اللهﷺ به د وړوكي اختر او لوى اختر په ورځ عيدګاه ته وتلو او تر ټولو اول به يې لمونځ ادا كولو. (صحيح البخاري: 956، د ابوسعيد خدري رضي الله عنه په روايت)
اختر په هماغه ورځ وي چې خلك اختر كوي
رسول اللهﷺ فرمايي: وړوكى اختر په هغه ورځ وي چې نور خلك اختر كوي او لوى اختر په هغه ورځ وي چې نور خلك لوى اختر كوي. (جامع الترمذي: 802، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
د اختر لمونځ كه په اوله ونشي، نو په دويمه ورځ
ابو عمير له خپلو ترونو نه چې صحابه وو؛ روايت كوي چې له بهر نه يوه قافله راغله او ګواهي يې وركړه چې دوى پرون ماښام د اختر مياشت لېدلې ده، نو نبيﷺ د مدينې خلكو ته حكم وكړ چې روژه ماته كړي او كله چې سبا كړي، نو بيا دې عيدګاه ته د لمانځه لپاره راشي. (سنن أبي داود: 1157، د ابو عمير د صحابه ترونو په روايت)
د وړوكي اختر له لمانځه نه مخكې د كجورو خوړل
انسt وايي چې رسول اللهﷺ به د وړوكي اختر په ورځ نه وتلو تر دې چې څه كجورې به يې وخوړلې. (صحيح البخاري: 953، د انس رضي الله عنه په روايت)
په اختر كې به عيدګاه ته ښځې هم ځي
أم عطيهr وايي چې رسول اللهﷺ وفرمايل: پېغلې، پرده دارې او حايضې ښځې دې هم اخترونو ته ووځي، د خير او د مسلمانانو دعاګانو ته دې حاضرې شي خو حايضې به له لمونځ ځاى نه جدا ناستې وي. (صحيح البخاري: 1652، د أم عطيه رضي الله عنها په روايت)
سرسايه فرض ده
ابن عمرw فرمايي: رسول اللهﷺ سرسايه يو صاع (2.100 كلو ګرامه) كجورې يا يو صاع اوربشې فرض كړې ده. (صحيح البخاري: 1503، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت)
سرسايه پر چا فرض ده؟
ابن عمرw فرمايي: رسول اللهﷺ سرسايه له مسلمانانو ځنې پر غلام او ازاد، نر او ښځه او صغير او لوى فرض كړې ده. (صحيح البخاري: 1503، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت)
سرسايه به كله ادا كولى شي؟
ابن عمرw وايي چې رسول اللهﷺ د سرسايې باره كې حكم كړى چې د خلكو د اختر لمانځه ته له وتلو نه مخكې دې ادا كړى شي. (صحيح البخاري: 1503، د ابن عمر رضي الله عنهما په روايت)
سرسايه كې به كوم شيان وركول شي؟
ابو سعيد خدريt وايي چې مونږ به سرسايه يو صاع (2.100 دو كلو سل ګرامه) غنم، يا يو صاع اوربشې، يا يو صاع كجورې، يا يو صاع پنېر يا يو صاع وڅكې (مييز) وښكله. (صحيح البخاري: 1506، د ابو سعيد خدري رضي الله عنه په روايت)
د سرسايې فوايد
ابن عباسw فرمايي: رسول اللهﷺ سرسايه د دې لپاره فرض كړې ده، چې روژه دار (روژه) له لغو او عبثو خبرو نه پاك شي او د مسكينانو لپاره خوراك شي، چا چې د اختر له لمانځه نه مخكې ادا كړه، نو دا قبول شوى زكات دى او چا چې له لمانځه نه وروسته ادا كړه، نو دغه بيا له صدقاتو نه يوه صدقه ده. (سنن أبي داود: 1609، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
د اختر په ورځ د مباركۍ الفاظ
جبير بن نفيرa وايي چې د رسول اللهﷺ صحابه به چې د اختر په ورځ له يو بل سره مخامخ كېدل، نو يو بل ته به يې ويل: (تَقَبَّلَ اللهُ مِنَّا وَ مِنْكَ) ’’الله دې زمونږ او تاسو نه (نېك عملونه) قبول كړي. (تمام المنة، ص: 355، د جبير بن نفير رحمة الله عليه په روايت)
د اختر په ورځ خوشالي كول
ام المؤمنين عايشهr فرمايي چې د انصارو دوه جينكۍ د اختر په ورځ ما كره وې، د جنګِ بُعاث سندرې يې ويلې، ابوبكر(t) منع كړې، رسول اللهﷺ ورته وفرمايل: اى ابوبكره! دوى پرېږده، د هر چا لپاره اختر وي او دا زمونږ اختر دى. (صحيح البخاري: 952، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
د اختر په ورځ لوبې كول
ام المؤمنين عايشهr وايي چې د اختر ورځ وه، حبشيانو په سپرونو او نېزو سره لوبې كولې، نبيﷺ زه هم د ليدلو لپاره خپلې شا ته ودرولم. (صحيح البخاري: 949، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
د شوال شپږ روژې
رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې د رمضان روژې ونيولې، بيا يې ورپسې د شوال شپږ روژې ونيولې، نو دا د يو كال د روژو په شان دي. (صحيح مسلم: 2815، د ابو ايوب انصاري رضي الله عنه په روايت)
j