لیکنه: مفتي عبد الولي خان
د ذكر شوي عنوان لاندې د روژې او رمضان متعلق نبوي احاديث او تعليمات ستاسو درانه حضور ته وړاندې كوم، امېد دى چې تاسو به ترې فايده واخلئ.
په هېره خوراك او څښاك كول روژه نه ماتوي!
رسول اللهﷺ فرمايي:
چا كه په هېره سره په روژه كې خوراك څښاك وكړ، نو خپله روژه دې پوره كړي (روژه يې نه ماتېږي)، الله تعالٰی په ده دا خوراك څښاك وكړ. (صحيح البخاري: 1933، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
روژه څه شى دى؟
روژه: د الله تعالٰى لپاره د عبادت په طور د روژې په نيت د سبا صادق له ختلو نه تر لمر پرېوتلو پورې له روژه ماتوونكو څيزونو (خوراك، څښاك او جماع) نه ځان ساتلو ته روژه وايي (وګورئ البقرة 187:2)
د رمضان روژه پر چا فرض ده؟
د رمضان روژه پر هر مسلمان، عاقل او بالغ باندې چې د روژې طاقت ولري؛ فرض ده، نر وي او كه ښځه خو په دې شرط چې ښځه له موانعو (حيض او نفاس) نه خالي وي.
د مسافر او مريض لپاره روژه
د مسافر او مريض لپاره اجازت دى چې په رمضان كې د سفر او يا مرض له وجې روژه ونه نيسي خو وروسته له سفر او مرض نه به يې قضا راوړي.
د الله تعالٰى ارشاد دى.
(فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ١ؕ وَمَنْ كَانَ مَرِيْضًا اَوْ عَلٰى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ اَيَّامٍ اُخَرَ) ’’په تاسو كې چې څوك دې مياشتې كې حاضر وي، نو هغه دې د دې روژه ونيسي او څوك چې مريض وي يا پر سفر وي نو د دوى په ذمه د نورو ورځو شمېرل دي. (البقرة 185:2)
د قدر شپه
رسول اللهﷺ فرمايي: په رمضان کې يوه شپه ده چې په کې عبادت کول د زرو مياشتو له عبادت نه غوره دي، که څوک د دغې شپې له عبادت نه محروم شو، نو يقينًا له لوی خيره محروم شو. (سنن النسائي:2106، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
د روژه ماتي وركولو ثواب
رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې روژه دار ته افطاري (روژه ماتی) ورکړه، نو د ده لپاره د روژه دار په مثل اجر دی، او د روژه دار په اجر کې هېڅ کمی نه راځي. (جامع الترمذي:807، د زيد بن خالد الجهني رضي الله عنه په روايت)
د روژې ادبونه
رسول اللهﷺ فرمايي: ډېر روژه دار داسې وي چې هغو ته له خپلې روژې نه يوازې لوږه په نصيب کېږي، او ډېر قيام کوونکي داسې وي چې هغو ته له خپل قيام نه يوازې شوګيره په نصيب کېږي. (سنن ابن ماجه: 1690 د ابو هريره رضي الله عنه په روايت)
د روژې په حالت كې اُلټۍ (كانګې)
رسول اللهﷺ فرمايي: چا ته چې په روژه کې اُلټۍ (کانګې) راغلې، نو د ده په ذمه قضا نشته، او چا چې قصدًا اُلټۍ وکړې، نو دی دې قضا راوړي. (سنن الترمذي:720، د ابو هريره رضي الله عنه په روايت)
په رمضان كې عمره
رسول اللهﷺ فرمايي: په رمضان كې عمره كول د حج برابر دي. (صحيح البخاري: 1782، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
پر نابالغ روژه نشته
رسول اللهﷺ فرمايي: له درې كسانو نه قلم پورته شوى دى (مُكَلّف نه دي) له ويده نه تر دې چې بيدار شي، له نابالغ ماشوم نه تردې چې بالغ شي او له ليوني نه تر دې چې عاقل شي. (سنن ابي داود: 4403، د علي رضي الله عنه په روايت)
د روژې نيت له سبا صادق نه مخكې
رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې له فجر (سبا صادق) نه مخكې د روژې نيت ونه كړ، نو د هغه روژه نشته. (جامع الترمذي: 730، د حفصه رضي الله عنها په روايت)
په رمضان كې اعتكاف
رسول اللهﷺ به د رمضان په اخري عشره كې اعتكاف كاوه، تر دې چې الله وفات كړ، له هغه نه پس به بيا د هغه بيبيانو اعتكاف كاوه. (صحيح البخاري: 2026، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
په اخري عشره كې زيات كوشش كول
ام المؤمنين عايشهr فرمايي چې رسول اللهﷺ به د رمضان په اخري عشره كې په عبادت كې دومره زيات محنت كولو چې په نورو كې به يې نه كولو . (صحيح مسلم: 1175، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
په ليلة القدر كې دعا
ام المؤمنين عايشهr وايي چې ما له رسول اللهﷺ نه پوښتنه وكړه چې كه ما ته د ليلة القدر علم وشي، نو كومه دعا په كې وايم؟ ويې فرمايل: وايه: اَللّٰهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ كَرِيمٌ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي ’’اى الله! يقينًا ته ډېر معافي كوونكى، ډېر سخي يې، ته معافي خوښوې. نو ما ته معافي وكړه. (جامع الترمذي: 3513، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
د جنت رَيّان دروازه
رسول اللهﷺ فرمايي: په جنت كې يوه دروازه ده چې رَيّان ورته وايي، له دې دروازې نه به يوازې روژه دار ننوځي، ويل به شي، روژه دار چېرته دي؟ نو دوى به ورپاڅېږي او يوازې هم دوى به ترې ننوځي، كله چې دوى ننوځي بيا به بنده كړى شي. (صحيح البخاري: 1797، د سهل رضي الله عنه په روايت)
مسنون اعتكاف له كومې ورځې پيلېږي؟
ام المؤمنين عايشهr فرمايي چې رسول اللهﷺ به د رمضان د اخري عشرې اعتكاف كاوه. (صحيح البخاري: 2026، د ام المؤمنين عايشې رضي الله عنها په روايت)
د اعتكاف ځاى (مُعتَكف) ته به كله ننوځي؟
ام المؤمنين عايشهr فرمايي: رسول اللهﷺ به هر رمضان اعتكاف كاوه او كله چې به يې د سهار لمونځ وكړ، نو خپل اعتكاف ځاى ته به ننوتلو. (صحيح البخاري: 2041، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
اعتكاف كوونكى له جوماته سر راويستلى شي
ام المؤمنين عايشهr وايي چې دې به د حيض په حالت كې د نبيﷺ سر ږمنځولو، په دې حال كې چې هغه به په جومات كې معتكف و، او دا به خپله كمره كې وه، نبيﷺ به دې ته خپل سر له جوماته راويستلى و. (صحيح البخاري: 2046، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
معتكف خپله ښځه تر كوره رسولى شي
علي بن الحسينw وايي چې نبيﷺ په اعتكاف كې و، خپلې بيبيانې ورته د ملاقات لپاره جومات ته راغلې وې، نورې واپس شوې، صفيهr چې واپس كېدله ورته يې وويل: تادي مه كوه، زه دې رسوم. (صحيح البخاري: 2038، د علي بن الحسين رضي الله عنهما په روايت)
د ليلة القدر د قيام فضيلت
رسول اللهﷺ فرمايي: چا چې د ايمان په حالت كې او د ثواب په نيت د قدر په شپه قيام وكړ (تهجد او عبادت يې وكړ) نو د ده مخكيني ګناهونه به وبښل شي. (صحيح البخاري: 1901، د ابوهريره رضي الله عنه په روايت)
د روژې په حالت كې سفر او روژه ماتول
ابن عباسw وايي چې رسول اللهﷺ مكې ته په رمضان كې روان شو، روژه يې هم نيولې وه خو كله چې كَدِيد نومې ځاى ته ورسېد، نو روژه يې ماته كړه، نو نورو خلكو هم روژه ماته كړه. (صحيح البخاري: 1944، د ابن عباس رضي الله عنهما په روايت)
په سفر كې روژه
حمزه بن عمرو اسلميt، چې ډېر زيات روژه نيونكى و؛ له نبيﷺ نه پوښتنه وكړه چې ايا زه په سفر كې روژه نيسم؟ ورته ويې فرمايل: كه وغواړې نو ويې نيسه او كه وغواړې نو مه يې نيسه. (صحيح البخاري: 1943، د عايشې رضي الله عنها په روايت)
په سفر كې روژه خوړل عيب نه دى
انس بن مالكt وايي چې مونږ له رسول اللهﷺ سره په سفر وو، نو روژه دار به روژه نه نيوونكو ته څه بد نه ويل او نه روژه نه نيوونكو روژه نيوونكو ته څه بد ويل. (صحيح البخاري: 1947، د انس بن مالك رضي الله عنه په روايت)