لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ
لکه څنګه چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) فرمایلي دي: (د روژې د نیولو په وسیله روغتیا موندلای شی) د رمضان د میاشتې روژه په بې شمېره دیني، دنیوي، روحي او ټولنیزو ګټو سربېره یو لړ روغتیايي ګټې هم د انسان بدن ته یې له ځان سره لري چې په لنډه توګه اشاره ورته کېږي.
د چاغوالي مخنیوی
روغتیاپالان په دې آند دي چې د رمضان د میاشتې د روژې په لړ کې د انسان د بدن د وازګو یا چربۍ زیاته برخه اوبېږي چې په دې وسیله د هغو انسانانو د بدن لپاره حیاتي موضوع ده چې د چاغوالي له ستونزې سره مخ وي، د دې ډول کسانو خېټه بېرته نورمال حالت ته راځي او د یوه غوره صحت څخه برخمن کېږي. د وازګو دغه راز اوبه کېدل د هغو کسانو لپاره هېڅ زیان نه رسوي چې بدنونه یې چست او چالاک دي بلکي د دې ډول روغو انسانانو په نشاط کې د پام زیاتوالی منځته راوړي.
د معدې تصفیه
د انسان معده د کال په اوږدو کې د ډول ډول خوراکونو له کبله له یو شمېر ناروغتیاوو، تکالیفو، ستونزو، ستړیاوو او ناخوالو سره مخ کېږي چې د دې ډول ناروغیو او احتمالي ستونزو مخنیوی تر ټول ښه درمل د رمضان د میاشتې روژه ده او معده په داسې ډول تصفیه کوي چې د خپلو راتلونکو فعالیتونو لپاره په ښه توګه تیاره شي. همدارنګه دا تصفیه نه یوازې د انسان په معده باندې صورت مومي بلکي د روژې د حکمت، روغتیايي ګټو او برکت له کبله د انسان د بدن په ټولو غړو او فعالیتونو باندې اجرا او د راتلونکو فعالیتونو لپاره په غوره توګه اماده کېږي.
بدني روزنه
د انسان بدن هم له هراړخیز پلوه لازمې روزنې او تریننګ ته اړتیا لري چې دغه ډول روزنه یوازې د رمضان د میاشتې په روژه کې د بدن لپاره مهیا کېږي چې ګڼې روغتیايي ګټې لري. همدارنګه له روحي اړخه هم روژه د بدن لپاره د یوه داسې تریننګ حیثیت لري چې د هر ډول ستونزې په مقابل کې ورسره د صبر او طاقت مرسته کوي.
فسیالوجي استراحت
د طبي ماهرانو په نظر د انسان بدن د کال په اوږدو کې له ډول ډول کړاونو او ستونزو سره مخ کېږي او د بدن ټول غړي یې د رنګارنګ خوړو د خوراک له کبله د ستړیا احساس کوي چې روژه دغه ډول فسیولوجي ستړیا ته د استراحت او دمې تر ټولو غوره وسیله ده چې د یو مناسب وخت لپاره دمه وکړي، لازمه انرژي حاصله کړي او د راتلونکو فعالیتونو لپاره ښه تیاري و نیسي.
ذهني ځواکمنتیا
تجربو ښودلې ده څومره ذهني تمرکز چې یو انسان ته په روژه کې په لاس ورځي په بل هېڅ وخت کې د داسې یو تمرکز شونتیا ورته ممکنه نه وي. همدارنګه د رمضان د میاشتې د روژې پر مهال د انسان د معدې او زړه غوښتنې د یو بې مثاله صبر په درشل کې قرار لري او د زیاتو هغو څیزونو (خوراک او چښاک) سره یې فکر نه وي چې له روژې پرته یې په خیال کې را ګرزوي چې همدغه فرصت ذهن ته یو غوره تمرکز، ځواکمنتیا او ویښتابه په برخه کوي. البته دا ځواکمنتیا هغه چاته په برخه کېږي چې په ریښتنې مانا د دې میاشتې په اهمیت و پوهېږی او له سستۍ او لټۍ څخه ځان و ژغوري.
د شکرې مخنیوی
روژه د دې سبب کېږي چې انسان تر ډېره حده په دې میاشت کې د خوږو په خوړو کې کموالی راولي چې دغه راز کموالی د شکرې په ناروغتیا باندې د اخته کسانو لپاره ګټور دی. د رمضان په میاشت کې وینه فرصت مومي چې کولیسترول کم کړي او د لوړ فشار درلودونکو کسانو د بدن د وینې فشار ټیټ شي. داسې هم پېښېږي چې که د یو ناروغ د وینې د فشار د لوړېدو ناروغي په لومړیو مرحلو کې قرار و لري او نوموړی په ښه توګه ورته متوجه وي نو د روژې د نیولو په وسیله له دې ناروغی څخه تر ډېره شفا و مومي. له بلې خوا روژه د شکرې ناروغتیا ته اجازه نه ورکوي چې په زیاته پيمانه د انسان په جسم باندې حمله وکړي.
د بدني فعالیتونو تنظیم
کله کله د انسان بدن د ځینو عواملو له کبله د خپلو فعالیتونو د ګډوډیو له یوې مرحلې سره مخ کېږي چې نوموړې ګډوډۍ د راز راز روغتیايي تکلیفونو باعث کېږي. خو روژه د دغه راز ګډوډیو او اختلالاتو مخنیوی کوي او د انسان بدن داسې عیاروي چې خپلو فعالیتونو ته په منظمه کرښه د خوځېدو فرصت په لاس ورکړي. په همدې توګه د رمضان د میاشتې روژه زیاتې روغتیايي ګټې په خپله لمنه کې راوړي چې مینه وال کولای شي په دې برخه کې د لا زیاتو معلوماتو د لاسته راوړلو په موخه روغتیايي څېړنو ته مخه کړي. د دې سلسلې بله برخه به ژر خپره شي له موږ سره اوسی…