ژباړه: عطا محمد میاخېل
یوه سپین ږیري پاچا خپل دوه زامن له دښمن سره په مخامخ جګړه کې له لاسه ورکړي وو، هوډ یې وکړ، چې د ځان له پاره ځای ناستی وټاکي . پاچا د ښار ټول ځوانان راټول او هریوه ته یې د یوې ګیا تخم ورکړ او له هغوی څخه یې وغوښتل، تر څو تخمونه په یوه ګلدانۍ کې وکري او له تخم څخه زرغونه شوې ګیا، په ټاکلې ورځ هغه ته راوړي .
پینک یو له هغو ځوانانو څخه و، کوم چې د پاچا کېدو له پاره یې بې کچې هڅه کوله، په ډېره بېړه یې کوښښ کاوه، تر څو تخم په ښه او سالمه توګه وروزي، خو بریالی نه شو، په دې فکر کې شو، چې باید تخم په بله سیمه کې وروزي، کېدای شي، د دې سیمې اوبه و هوا خرابه وي، په همدې دلیل یوې غرنۍ سیمې ته لاړه او د هغه ځای خاوره یې هم وازمویله، مګر بیا هم بریالی نه شو .
پینک حتی د کلي او شاوخوا سیمې له بزګرو سره هم په دې اړه مشوره وکړه، مګر دا ټول کارونه بې ګټې وو او د ګیا په روزنه کې پاتې راغی، بالاخره ټاکلې ورځ را ورسېده؛ ټول ځوانان د پاچا په ماڼۍ کې سره راټول شول او خپلې ګیاوې یې په ګلدانۍ کې پاچا ته راوړې وې، پاچا ټولو ګلدانیو ته په ځیرـــ ځیر وکتل، کله چې د پینک وار را ورسېده، نو پاچا له هغه څخه وپوښتل : ستا ګیا کومه ده ؟ پینک پاچا ته خپله ټوله کیسه وکړه؛ په دې وخت کې پاچا د پینک لاس پورته کړ او هغه یې خپل ځای ناستی اعلان کړ، ټولو ځوانانو د نیوکې په موخه خپلې ګوټې پورته کړې .
پاچا پر تخت کېناست او وې ویل : دا ځوان د ښار تر ټولو رښتینی او صادق ځوان دی. ما تر دې وړاندې ټول تخمونه په اوبو کې جوش کړي وو، نو له دې امله هغه تخم چې په اوبو کې جوش شوی وي، نو له هغه څخه ګیا نه را زرغونېږي او له منځه ځي، پاچا زیاته کړه : خلک هغه پاچا ته اړتیا لري، کوم چې هغوی ته رښتینی وي او هره کړنه یې د رښتیاوو پر بنسټ ولاړه وي؛ هغه پاچا ته اړتیا نه لري، کوم چې واک ته د رسېدو او له هغه څخه د ساتنې له پاره درواغ وایي، هغه څوک، چې د کار په پیل کې درواغ ووایي، نو تر پایه څوک ترې خیر نه شي لیدلای .
رښتینولي په ژوند کې د بریا تر تولو ښه او اغېزمنه لاره ده، که چېرې په رښتینولۍ کې ماتې هم وخورو، نو زړه او وجدان به مو آرامه او هوسا وي . هر څوک چې رښتینی وي، نو هېڅکله به د ځان او خپل خدای (ج) په وړاندې شرمېدلی نه وي او تل پاتې بریا به یې په برخه وي .
You also might be interested in
د اوبو ضد کانکریټي ساختمانونو لپاره د مایع اوبو ضد[...]
وسایل .د جریان میز ،د جریان قالب ،او کالیپر ،سلنډري[...]
دودانیو قانون .Building bye-law د ودانۍ جوړولو ساحې په اړه[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی