ليکنه: شریف الله دوست(سرواني)
په تېر پسې…
د زابل کلات
کلات د (ک) په زور د غره تپې او غونډۍ پرسر ابادي او جوړ ې کلاته وايې.
په څرګنډ ډول دلرغوني کلات لرغونې بڼه (کلاک) وه چي دهيواد په تاريخ کي دکلا په ډول راغلې او عربي بڼه يې (قلعه) ده. همداسي دپاچاهانو قصر چي شاوخوا يې کورونه جوړ وي کلات ويل کيږي. چي په عربي ژبه ورته (دسکره) ويل کېږی(۱).
کلات د زابل ولايت مرکزدی دختيځ طول البلد په ۶۶ــ ۶۷ درجو، ۲۰ــ ۲۳ دقيقو ۷- ۲۳ ثانيو او شمالي عرض البلد په ۳۱ــ ۳۲ درجو، ۵۲ــ ۵۵ د قیقو، ۸ــ ۱۲ ثانيو کي شتون لري، کلات دکندهار او کابل پرلويې لاري پروت دی . (۲) دکابل څخه ۳۵۳ کيلومتره ليري پروت دی (۳) مساحت يې اتلس قريه های افغانستان کي ۱۶۶۹ کيلو متر مربع راغلی دی ، دکلات مصغر کلاته دی ، فردوسی په شاهنامه کي کلاته داسي استعمال سوی:
چون ديوار شهر اندر آيد زپای
(کلاته) نبايد که باشد بجای
دکلات بل مصغر (کوچنی) شکل کلاتک دی. همداسي کلات هم فردوسي زرکاله شاوخوا مخکي داسي راوړي:
زخيل وحشم هرچه زان داشت باک
بحص (کلات) اندر آورد پاک
همداډول منوچهري دغزنوي دربار شاعر دکلات کلمه مشدده کار کړی ده:
زرا دخانه او بود هفصد کلّا ت
انبار خانه اوبود هشتصدحصار(۴)
د افغانستان جغرافيايې قاموس ۴ ټوک کي راغلي : قلات غليزايې (غلجی کلات) يوه کلاده چي د زابل ولايت د شنکۍ څخه شمال لويديځ لورته ۵۸ کيلو متره ليري د ختيځ طول البلد په ۶۶ درجو، ۵۴ دقيقو ۲۴ ثانيو او شمالي عرض البلد په ۲۳ درجو، ۶ دقيقو او ۳۶ ثانيو کي واقع ده.(۵)
خو د فردوسي په شهنامه کی کلات دمطلق ټينګ ښار او کلاپه ډول راغلی دی :
ګذر بر(کلات) ايچ ګونه مکن
ګران راه روی خام ګردد سخن
دقيقي بلخي وايې :
تير تو از (کلات) فرود آورد دهز بر
تيغ تو از فرات (۶) برآرد نهنګ را
فرخي سيستاني (هلمندي) وايې:
در اين ميان فزون دارد از هزار (کلات)
به هريک اندر دينار تنګها برتنګ
د يغمايې چاپ ګرشاسپ نامه کي راغلي :
زيک پهلويش بيشه آب کند
(کلاتی) در او برزو کوهي بلند
په برهان قاطع کي راغلي:
ژباړه: ” کلات دهغې کلانوم دی چي د کندهار په سيمه کي دغره ياغونډۍ پر سر واقع ده اوپه (قلات) مشهورده ده ، ناظم الاطباء کی هم يادونه سوې چي کلات په کندهار کي شتون لري.”
کلاتونه
دهرات کلات :
يوکلی دی د هرات ولايت د اوبې ولسوالۍ دمرکز ختيځ په ۱۹،۵ کيلومترۍ کي شتون لري، دشراف الدين يزدي په ظفرنامه کي يې (۸۲۸ هجري) يادونه سوې ده.
د باميان کلات:
يوه چينه ده چي دباميان ولايت ، دسيغان سرايک څخه سويل خواته ۳۶،۵ کليومتره ليري واقع دی.
د ارزګان کلات:
ديولوی کلی دی د ارزګان ولايت د اجيرستان په سيمه ګي له ګلام څخه ختيځ پلوه ۳۵ کيلومتره کي شتون لري.
د شين ډنډ کلات:
دفراه ولايت دوست اباد ته نژدې د(کلاتې) په نوم ځای واقع دی.
د شبرغان کلات:
دشبرغان په سنګ چارک کي د(کلاتک) په نوم ځای شتون لري.(۷)
د بلوچستان کلات:
دبلوچستان مرکز(کلات) دی او پر يوه غونډۍ واقع دی.
د مشهد کلات:
دمشهد په شمال کي د ازبکستان سرحد ته نژدې د ايران په خاوره کي شتون لري، په (کلات نادري) ځکه مشهور دی چي نادر افشار دلته زيږيدلی دی.(۸)
د ترکستان کلات:
شمس اللغات دا (کلات) په ترکستان کی بولي او د سياوش د اوسيدلو کلايې بولي فردوسي وايې:
کنون درکلات است وبامادراست
جهان جوی وبا فرو باشکر است
لسترینج د(کلات)اړوندکاږي :
” د قصدار او قندابیل ترمنځ فاصله او له هغه ځایه تر کیزکانان(کلات) او همداډول له دې دوو ځایونو تر(سیبۍ) او مستنج ، بیاتر والشتان پوري په تقریبي ارقامو ذکر سوي دي. “(۹)
ډیریرکاتبان يې حتی اوس هم غلط (قلات) لیکي .
د نادر کلات:
(ایبورد) او (مهنه) ته پر نیمه پرته لاره د غرونو په منځ کي یوه لویه طبیعي کلا د (نادر کلات) په نوم (نادرشاه) ته منسوب ده ، ویل کیږي چي نادرشاه به خپلي خزانې همدې (کلات) کي پټولې ،په څرګند ډول د دې ټینګي کلا (کلات) نوم یادونه په مسالک کتابونو کي نه تر سترګو کیږي او د دریمي او څلورمي هجري پیړیو عرب لیکوالانو ورته اشاره نه ده کړې ، یاقوت حموي یې یادونه نه ده کړې خو ددې (نادر کلات) یادونه په لومړي ځل دعتبي د سلطان محمود غزنوي په تاریخ کي کړې ده او کاږي : ” یکي از امراء از نیشابور(پور) به (کلات) رفت ”
د نادر کلات شهرت په اتمي هجري پېړۍ په ورستي کي زیات سو ، هغه وخت چي ګوډتیمور محاصره کړ ، ویجاړ يې کړ او تر نیولو وروسته يې بیرته له سره دجوړولو فرمان ورکړ.(۱۰)
د طوس کلات:
خواندمیر د طوس دکلات په اړوند لیکي :
” سبکتگین سپاهی افزون از مرتبه قیاس وتخمین بیرون فراهم آورد وباز متوجه خراسان ګشته ابوعلی و فایق اورا استقبال نمود ودر نواحی طوس غبار معرکه پیکار بسپهر آبنوس رسیده ، نسیم نصرت ، بر پرچم علم ناصرالدین وزیده بسیاری ازمخالفان کشته ګشته ، ابوعلی وقایق ( بقلعه کلاة ) پناه بردند وبعد از روزی چند از انجا بیرون آمده و در اطراف صحرا وبیابان سرګردان بودند.(۱۱)
اخځلیکونه:
- فرهنګ ، متوسط دهخدا ، دوهم ټوک ، ۱۳۸۵لمريز ، ۲۲۹۸ مخ .
- د افغانستان جغرافيايې قاموس ، ۴ ټوک ، ۱۳۴۷ کال ، ۱۳۲۲ مخ.
- سيد عبدالله ايوبي ، افغانستان دريک نګاه ، چاپ دوم ، ۱۳۹۲ ، ۹۲ مخ.
- دوهم نيم بيتی يې به دهخدا لغت نامه کي هفصد راغلی د و پرځای توراغلی لکه انبار خانه تو بود هفصد حصار.
- د افغانستان جغرافيايې قاموس ، ۴ ټوک ۱۳۲۳ مخ.
- دجلي او فرآت سيندونوته اشاره ده.
- د افغانستان جغرافيايې قاموس، مخکيني اتر ۴ ټوک ۱۳۲۲ ــ ۱۳۳۳ مخونه .
- دهخدا لغت نامه ۴۳ وګورئ پټه خزانه دمحمد هوتک .
- گای لسترینج ، جغرافیایی تاریخی ،سرزمین های خلافت شرقی ، ترجمه محمود عرفان ، تهران ، ۱۳۸۶ لمریز ، ۳۵۷ مخ
- ګای لسترینج ، جغرافیایی تاریخي سرزمین های خلافت شرقي ، ترجمه محمود عرفان ، تهران ،۱۳۸۶ ۴۲۱ مخ
- خواندامیر ، حبیب السیر ،دوهم ټوک ، ۳۶۷ مخ