ګل رحمان رحماني
زه او رسول جان په ټولګي کې هروخت يو ځاى کېناستو، دغه کېناستل موکومه نوې خبره نه وه ، چې څنګه به له ژمنۍ رخصتۍ وروسته د پسرلي په شپو ورځو کې ښوونځى پيل شو، نو دواړو به په ټولګي کې څنګ په څنګ ځايونه ونيول او بيا به دکال تر پاى په همغه يوه ځاى کېناستو، ډېر ځله به مو په خپلو همدغه ځايونو له نورو ټولګيوالو سره خبره تر نښتو او لاس اچولو هم ورسېده.
ښه مې په ياد دي چې شپږم ټولګى مو نوى پيل شوى و، دواړه د ټولګي په منځني قطارکې ناست وو، منځنى موپه دې ټاکلى و چې مخکې به ښوونکو ډېرې پوښتنې کولې او د غوږونو تاوولو لپاره ېې لاس رارسېده ، خو په وروستي قطار کې بيا د شوخانو او ټنبلانو ګومان راباندې کېده.
يوه ورځ درياضي استاد ټولګي ته راغى او له ټولو ېې دکورنۍ دندې پوښتنه وکړه ، ټولورواړې وه ، يوازې زماملګري کتابچه کور پرېښې وه ، خو چل يې دا و چې زما دکتابونو له منځه ېې زما دکورنۍ دندې کتابچه پټه کړې وه او په ښوونکي په خپل نامه تېره او لاسليک کړه.
کله چې زماوار راورسېد، نوکتابچه تري تم شوه، فکرمې وکړ چې په کورکې رانه پاتې ده ، خو ښوونکى چې د ورځې له سره غوسه و، دابهانه يې چېرته منله، په قهرجنه لهجه ېې راته وويل:
شيطانه! ته راشه چې کورنۍ دنده درته وښايم، دټولګيوالوپه مخ کې ېې دومر ه ووهلم چې لاسونه مې دلښتوله ډېر و ګوزارونو کرخت شول، په خپل ځاى کې کېناستم او لاسونه مې خولې ته نيولي وو ، زما له ملګري پرته چې په شونډويې شيطاني موسکاخوره وه، نورو ټولو ټولګيوالو دخواخوږۍ په سترګوراته کتل.
ساعت خلاص شو، کله چې ښوونکې له ټولګي ووت ، ګورم چې کتابچه مې د رسول خان په کتابونوکې اېښې، له ډېرې غوسې مې له څوکۍ نه ماتې شو ې دړې ته لاس کړ او ګزار مې پرې وکړ ، دړه د هغه په تندې ولګېده او د وينو يوې دارې دټولګي غولى په وينو سورکړ.
له دې پېښې وروسته سول خان دوه درې ورځې را معلوم نه شو، خوبياچې ټولګي ته راغى،نوځاى يې زما له څنګه يې خپل ځاى بدل کړ، په تند ي يې لاهم دسپين ململ ټوټه لګېدلې وه؟
په همدې خپګان کې دوه مياشتې تېر ې شوې او بيا داسې ورځ هم راغله چې هر څه بدل شول، د کورنيو جګړو لمن له ښارونو زموږ تر کلي را وسېده، ښوونځى بندشو، ټول تيت پرک شوو، د هغه په زړه کې کوچنۍ کرکه لويه شوه، په کلي کورکې به هم دواړو يو له بل نه لارچپوله، خبرې مو بند ې کړې وې.
په سر ېې هغه سپين بنداژ تر ډېره وخته پورې تړلى و او ماته به داسې ښکارېده لکه زما په زړه چې لوى غر پروت وي، خو نه پوهېدم چې زما ګوزار دومره را نه خپه کړى و که په خپل عمل پښېمانه و.!
د ښوونځي له بندېدو وروسته ډېر څه بدل شوي وو، کډې او کډوالۍ پيل شوې، اوس له هغو ورځو او وختونو شاوخوا دېرش کلونه تېرېږي چې ما او رسول جان بيا سره نه دي ليدلي، ډېر ځله مې زړه کې خوږ درد تېر شي چې کاش پسې غږ کړم ، رسولى ورته ووايم او په دې نامه يې بيا غوسه کړم، راپسې منډې کړي او د کلي په کوڅو کې مې ستړى کړي.
زه ښاري شوم او رسول جان د پېښور او له پېښور وروسته له اوو غرونو او سمندرونو ها خوا د اروپا په کډواليوکې رانه ورک شو. هغه تېره ورځ په ښارکې د نوي کال په مناسبت يو فرهنګي محفل جوړشو ى و چې سندرې، تمثيلونه اوشعرونه په کې ښه پرېمانه وو.
د غونډې په نيمايي کې دسټېج انانسر انانس ورکړ چې اوس به دځينو شخصيتونو د ژوند خاطرې واورئ چې خوږې اوترخې دواړه په کې دي، هغوى په خپله سټېج ته راځي اوتاسې ته دغه خاطرې وايي، داهم ددې لپاره چې دا نوي ځوانان ورنه يوڅه زده کړي اوستاسې هغه خستګي رفعه شي.
ددغه برخې لومړى ويناوال مودغونډې مشرمېلمه ډاکټر رسول جان رسولي دى چې څو ورځې وړاندې له جرمني نه خپل هېوادته راستون شوى .
د لاسونو پړکا شوه، يو چاغ سړى چې له سرې نېکټايي سره يې توره درېشي په تن وه او د د ککرې ويښتان يې تويې شوي وو، سټېج ته ورغى، سترګو يې عجيبه زړه را ښکون درلود، خاطره يې د نوي کال د مبارکۍ له ورکولو وروسته پيل کړه، ان د ماشومتوب او د هغه دکليوال ژوند نه يې خبرې پيل کړې.
هره برخه يې ډېره په زړه پورې وه او په چکچکو بدرګه کېده ، کله چې شپږم ټولګي ته راورسېد
، دسروېښتان مې نېغ ودرېدل، دکورنۍ دندې د پټولو او دچوکۍ په دړه د ګوزار او د تل لپاره له خپل ملګري سره د خپګان خبره چې راورسېده، نور په ماکې هم د کېناستلو تاب نه و، په منډه سټېج ته ورغلم .
د هغه تندي ته ځيرشوم، د جوړشوي ټپ ژوره نښه په کې تته ښکارېده ، دواره په سټېج کې غاړه غړۍ شوو، نور نو نه يم پوهېدلى چې د غونډې د ګډونوالو چکچکې به تر څه وخته روانې وې.