په بلجیم کې د الکولو او نورو مخدره توکو د څیړنې مرکز (VAD) نوې سروې ښیي چې که څه هم د ځوانانو ترمنځ د عادي سګرټو څکول کم شوي، خو د برېښنايي سګرټو یا “ویپ” کارول په بې سارې توګه زیات شوي دي. دا یو داسې خطر دی چې ډیری افغان کورنۍ شاید ترې خبرې نه وي.
د سروې مهمې موندنې دا دي:
په هرو څلورو ځوانانو کې یو تن یې نیکوتین کاروي، چې لویه برخه یې له برېښنايي سګرټو څخه ترلاسه کوي.
د هغو ځوانانو شمېر چې هره ورځ برېښنايي سګرټ څکوي، نږدې دوه برابره شوی دی.
د رنګارنګ ډیزاینونو او بېلابېلو خوندونو له امله، برېښنايي سګرټ د ځوانانو لپاره ډېر جالب ګرځېدلي دي.
ولې دا د اندېښنې وړ ده؟
ډیری ځوانان او حتی کورنۍ فکر کوي چې برېښنايي سګرټ بې ضرره دي، خو حقیقت بل ډول دی. دا وسایل معمولاً نیکوتین لري، چې یو ډېر روږدي کوونکی کیمیاوي مواد دی. د ځوانۍ په مرحله کې د نیکوتینو کارول د مغز په وده باندې منفي اغېز کولی شي. سربېره پردې، متخصصین اندېښنه لري چې د برېښنايي سګرټو کارول ممکن ځوانان وروسته د عادي سګرټو څکولو ته وهڅوي.
دا یوه جدي ټولنیزه ستونزه ده او د افغان والدینو لپاره اړینه ده چې د خپلو اولادونو سره په دې اړه په ښکاره توګه خبرې وکړي. هغوی ته د نیکوتینو د خطرونو او روږدي کېدو په اړه پوهاوی ورکړئ او د هغوی د ملګرو او ټولنیز چاپیریال څخه ځانونه خبر وساتئ. په یاد ولرئ چې په بلجیم کې له ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکو ته د نیکوتین لرونکو محصولاتو پلورل غیرقانوني دي.
سرچینه: د VAD د زدهکوونکو سروې (د بلجیم خبري رسنیو له لارې)
Photo by Nery Zarate on Unsplash
