• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د زده کړې (تعليم) اهميت

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونهد زده کړې (تعليم) اهميت
د زده کړې (تعليم) اهميت

د زده کړې (تعليم) اهميت

راټولوونکی: ساحل الکوزی

زده کړه د کار وسیله یا شعوري پرمخیون!
زده کړه او تعلیم یوازې د کار او بار سند نه دی، د زده کړې موخه داده، چې د قوم وګړي زیرکتیا او شعور ترلاسه کړي، په وګړو کې شعور پیدا کول د ملت د پرمختګ په لاره کې لومړی ګام دی. یو ملت خپل سفر له همدې زده کړې او تعلیم نه پیلوي او له دې پرته له بله ځایه د ملت سفر نشي پیل کیدای.
په قوم کې د پوهې او شعور پیدا کول دا معنا لري، چې د ملت وګړي خپل تېر وخت له موجوده وخت سره پرتله کړي، دوی باید د ژوند ستونزې د مخلوقاتو په تلپاتې نقشه کې وګوري، دوی باید ځان وپېژني، چې دوی به د خدای په دې نړۍ کې هله بریالیتوب ترلاسه کوي، چې خپله اراده د خدای د ارادې سره همغږې کړي. شعور لرونکی انسان یو رښتینی انسان بلل کېدای شي، څوک چې شعور نلري هغه انسان نه دی.
شعور لرونکی انسان ددې وړتیا لري، چې د ځان او بل په باره کې سمه رایه ولري، دی په دې پوهيږي، چې دده کوم نظر او رایه بې طرفه ده او کوم یې طرف لرونکی دی، دی په دې پوهیږي، چې کوم کار د یوه شي په غبرګون کې رامنځته شوی دی او کوم مثبت کار دی، دی کولای شي شر له خیره بیل کړي او د حق او باطل په منځ کې به توپير کولای شي، تعلیم انسان ته ذهني سترګې ورکوي، په عادي سترګو انسان ظاهري شیان ویني او د تعلیم د سترګو په برکت انسان کولای شي معنوي شیان وویني.
لکه څنګه چې یو بزګر په خپلو هڅو له نیالګي ونه جوړوي، دا راز د پوهنتون کار دادی، چې هغه انسان په فکري لحاظ ددې وړ وګرځوي، چې هغه وکولای شي د ژوند د ودې او پرمخیون سفر مکمل کاندي، د تعلیم په ذریعه کار ترلاسه کول د تعلیم د دویمې درجې ګټه ده، د تعلیم اساسي موخه داده، چې هغه انسان ته د ژوند ساینس ور وښیي او له انسان نه یو رښتینی انسان جوړ کړي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

ټولنیز که یوازیتوب؟

ټولنیز که یوازیتوب؟

Jan 17, 2016

لیکنه او ټولونه: ساحل الکوزی دغه لیکنه د ټولنیزو شبکو[...]

الهامات (قيام الدين خادم)

Nov 30, 2017

راټولوونکی: ساحل الکوزی استقلال او لجاجت مهم کارونه د مزاج[...]

ساحل الکوزی

ساحل الکوزی

Jan 30, 2016

ساحل الکوزی په کال ۱۳۷۳ کې په ننګرهار ولایت په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022