پوهیالی محمد طاهر خپلواک
یو له اغیزمنو او بنسټیزو عواملو څخه چې په ښوونه او روزنه په ځانګړی ډول په تدریس کې ډیر مهم بلل کېږي د درسي ټولګي مدیریت دی. ډیری طریقې او لارې چارې دي چې دهغې درلودل ښوونکي ته ځانګړی اهمیت لري. د درسي ټولګي مدیریت د هغه مواردو له جملې څخه دی چې ښوونکې او استاد یې د خپلې دندې د ښه او اغیزمن ترسره کولو لپاره ورته تر بل هر څه جدي اړتیا لري. د درسي ټولګي مدیریت کولای د د اغیزمنو عواملو او د تدریس د مهارتونو اصلی هسته وکڼل شي؛ ځکه چې د درسي ټولګي د ښه مدیریت او زده کوونکو د تحصیلي پرمختګ تر منځ مستقیم او مثبت ارتباط شته. ټولګي چې په ښه ډول مدیریت کېږي د د زدکړېلپاره زده کوونکو ته بهترین فرصتونه برابریژی. او د درسي ټولګي د مدیریت څخه موخه، د زدکړې لپاره د زمینو برابرول دي. د درسي ټولګي د مدیریت او ښوونیزو فعالیتونو د په اړوند د ښوونکي پوهه او لیدلوری کولی شي زده کوونکو ته د ټولګي او ښوونځي چاپیریال جذاب ( په زده پوری) او انګیزه ورکوونکې کړي. څرنګه چې په درسي ټولګي کې نظم او انضباط د تدریس یو اساسي رکن دی، نو د ښوونځي د هرې دورې ښوونکي او د پوهنتون استادان ملزم دي چې د درسي ټولګي د مدیریت د سبکونو او لارو چارو سره آشنایی ولري، له دې پرته د زدکړې او تدریس جریان له شکست سره مخامخ کېږي.
(د ټولګي د اداره کولو تاریخچه )
د درسي ټولګي مدیریت په عمومي ډول یوه اوژده مخینه لري. ممکن مبالغه ونشي که ووایو چې تاریخ یې د ښوونې او روزنې له تاریخ سره یو ځای پیل شوی دی. له هغه وخته چې درسي ټولګي په کورونو ، ښوونځیو، کلیساوو، جوماتونو او په آخر کې په رسمي بڼه په مدارسو یا هم رسمي ښوونیزو مراکزو کې تشکېل کېدل. نو ښوونکو به د ښوونې او تدریس لپاره، درسي ټولګي د خپلې تجربې او سلیقې پر بنسټ مدیریت کول. ولې د درسي ټولګي د مدیریت د میتودونو او څرنګوالی په اړوند یې کومه مطالعه نه درلوده. ځکه چې د درسي ټولکي د مدیریت موضوع تقریباً یوه نوې موضوع ده. خو د لومړي ځل لپاره د کانین په وسیله په ( ۱۹۷۰ ) کال کې د ټولګي د مدیریت په هکله ډېره جامع او منظمه مطالعه ترسره شوه . (مارزانو، ۲۰۰۳) (ترجمه، مرتضوی زاده، ۱۰۹: ۱۳۸۶)
د درسي ټولګي مدیریت
درسي ټولګي هغه ځای دی چې په هغه کې هره ورځ ډیر شمېر زده کوونکي په ساعتونو کولی شي یو د بل ترڅنګ کښیني، یو له بل سره تعامل ولري او یو له بل څخه مطالب یا موضوعات زده کړي. په همدې خاطر یو شمیر نوي او تازه کاره ښوونکي، ددې موضوع په اړوند په وېره کې وي چې ددې تر څنګ چې له زده کوونکو سره صمیمانه اړیکې ټینګې کړي څه ډول وکولی شي درسي ټولګي مدیریت کړي؟ نو د درسي ټولګي کنترول یوله ډېرو اړینو او مهمو چارو څخه شمیرل کېږي ځکه چې د ټولګي اداره کول د زده کوونکو په پوهولو کې ښه او ډېره اغیزه لري، په دې مانا چې که یو ښوونکې د کنترول په مختلفو ډولونو پوه وي، نو په هر موقعیت کې به په ډېر بریالیتوب او آسانۍ سره خپل ټولګي په ښه توګه اداره کړی شي، کله چې ټولګي اداره او کنترول شي نو په آسانۍ زده کړه را منځته کېږي .
د درسي ټولګي مدیریت د اغیزمنې زدکړې لپاره سریزه او یوه مخکېنۍ اړتیا ده یا په بل عبارت په درسي ټولګي کې د بریالیتوب بنسټ دی. په درسي ټولګي کې د اغېزمن مدیریت او زدکړې لپاره د لازمو شرایطو د برابرولو لپاره، پخپله ښوونکې باید یو اغیزمن کس و وي، او د درسي ټولګي د مدیریت کولو د مختلفو میتودونو سره آشنایی ولري. لکه څرنګه چې زده کوونکې له خپل ښوونکې څخه تقلید کوي او دهغه لاره تعقیبوي نو ښوونکې باید خپلو خبرو او کړنو ته متوجه وي.
خـــــپلو افکارو ته پام کـــــــوئ، ځــــــکه چې افــکار په کلیـماتو بدلېږي
خـــــپلو کلیمــــاتو ته پام کــــــوئ، ځــــــکه چې کلیــمات په اعــــمالو بدلېږي
خـــــپل اعمــــــالوتــه پــــــام کــــوئ، ځــــــکه چې اعمـــــال په عــــاداتو بدلېږي
خـــــپلو عــــاداتو ته پام کــــوی، ځــــــکه چې عـــادات په شخصی ځانګیړنو بدلېږي
خـــــپلو شخصی ځانګیړنو ته پام کوئ، ځکه چې شخصی ځانګیړنی په برخلیک بدلېږي
نو ښوونکې باید خپلو( افکارو، کلیماتو، اعمالو، عاداتو او شخصی ځانګیړنو) ته پام وکړي ځکه چې زده کوونکي له هغه څخه تقلید کوي، اغیزمن ښوونکې هغه څوک دی چې د سمو او مناسبو میتودونو به نسبت چې په مختلفو موقعیتونو کې یی په کار اچوي په پوره ډول آشنایي ولري. ( کالاهان و کلارک، ۱۹۹۰، نیکنامی، ۱۳۷۷) ښوونکې باید د درسي ټولګي د مدیریت په مختلفو میتودونو کې تخصص او مهارت ولري ترڅو وکولای شي اغیزمن تدریس او زده کړه را منځته کړي. د درسي ټولګي مدیریت د زدکړې د تحقق لپاره د لازمو شرایطو آماده کول دي. د ټولګي اداره یا مدیریت ( رثوفي، ۱۳۸۰ ) کې داسي تعریفوي : د ټولګي اداره له یوې مناسبې فضا څخه عبارت ده چې زده کوونکي په ډېره آرامۍ او نظم سره هلته زده کړه وکړي. یا هم د درسي ټولګي مدیریت عبارت دی له ګڼ شمیر پلانونو او اقداماتو څخه چې ښوونکې یی په درسي ټولګي کې د زدکړېد آسانتیا او چټکتیا لپاره ترسره کوی.
ښوونکې باید د خپل مضمون تر څنګ د ټولګي د ادارې په برخه کې هم پوره معلومات ولري؛ په مختلفو موقعیتونو کې د ډول ډول مهارتونو څخه کار واخلي؛ تر څو د خپلو زده کوونکو په سمه توګه کنترول وکړی، او زده کوونکي د ټولګي حالت دبې نظمۍ خواته یو نسي .
یو شمیر ښوونکې مدیریت او انضباط یو ډول بولي، خو اړینه ده چې ووایو مدیریت او انضباط یو له بل سره توپیر لري. انضباط د زده کوونکو ساکت او آرام توب او د ښوونکي خبرو ته غوژ نیول نه دي. ځکه چې د ټولکي فضا باید متنوع د دوستۍ او مینې څخه ډکه وي په داسې ډول چې هر زده کوونکې د آرامش احساس وکړي او له ټولګي سره تړاو ولري. انضباط د ښوونکي هغو شمیر کړنو ته ویل کېږي چې د زده کوونکو د اخلالوونکو کړنو مانع ګرزي هغه کړنې چې د ټولګي فعالیت له خنډ او تهدید سره مخامخ کوي. د درسي ټولګي مدیریت د درسي ټولګي د انضباط په نسبت پراخ مفهوم لري. ځکه چې ترسره شوو مطالعاتو ته په کتو، د درسي ټولګي د مدیریت څخه منظور، د داسې شرایطو او موقعیتونو ایجادول دی چې ښوونکې یې د نظم او آرامش د رامنځته کولو، د زده کوونکو دتوجه د جلب کولو، د درسي فعالیتونو د تنظیمولو او د زدکړې په جریان کې د زده کوونکو د ګډون لپاره، مطلوبو او د نظر وړ موخو ته د رسیدلو لپاره برابروي.
د درسي ټولګي د مدیریت موخی
یوازې د نظم راوستلو لپاره د درسي ټولګي اداره کول بی ګټې دي او د زده کوونکو د آرامولو لپاره د مدیریت د فنونو څخه استفاده کول هم سم کار نه دی. نو پوښتنه داده چې د درسي ټولګي د مدیریت موخه څه ده؟ د درسي ټولګي د مدیریت موخه داده چې په درسي ټولګي کې د نظم او آرامش د رامنځته کولو سربیره یو مثبت او د خوښیو ډک درسي ټولګي یا چاپیریال ولرو. په درسي ټولګي کې د نظم او ترتیب شتون خپله هدف ندی، بلکه درسي ټولګي باید په داسی ډول مدیریت شي چې ډیره زده کړه پکې و شي. د درسي ټولګي بله مهمه موخه داده چې زده کوونکي د خپلو کړنو د مدیریت څرنګوالی زده کړي.
د درسي ټولګي د مدیریت پر وړاندی پراته خنډونه
ښوونکي باید د منظمې او آرامې فضا د رامنځته کولو او ساتلو لپاره هغه عوامل وپېژني کوم چې د زده کوونکو د بې نظمۍ او ښوونزې فضا د مختل کېدو سبب کېږي، او د زدکړې– ورزدکړې فعالیتونه له خنډونو سره مخامخ کوي. ددې پر ځای چې د زده کوونکو کړنې کنترول کړئ ښه داده چې مخکې له مخکې نه مناسب اقدامات وکړئ څو د بې نظمۍ مخه ونیول شي.
د زده کوونکو د بې نظمۍ لاملونه کولای شو مختلفو ابعادو ته په پام طبقه بندي کړو:
۱ : د زده کوونکو اړوند لاملونه ( فردي توپیرونه)
۲ : هغه لاملونه چې ښوونکي پورې اړه لري .
۳ : هغه لاملونه چې په ټولګي او د ښوونځی په فضا پورې اړه لري .
۴ : د زده کوونکو کورنۍ ځانګړتیاوي ( خصوصیات )
۵ : ټولنیز عوامل .
د زده کوونکو د بې نظمۍ د علتونو پیژندل او د هغې د مخنیوی لپاره هڅې، د درسي ټولګي د مدیریت کولو باعث کېږي.
۱. په ښوونکي پورې اړوند لاملونه
دا لامل د یو ښوونکي د تدریس په تګلاره، ظاهري وضعیت، کړنو او خواصو پورې اړه لري. یاني که ښوونکې د ښه شخصیت خاوند، د تدریس په مختفلفو طریقو پوه، د ارواپوهني په برخه کې هم پوره معلومات ولري او پر خپلو ستونزو باندې په بشپړه توګه برلاسی وي زدکوونکي به په ډېر شوق او نظم خپل درس ته متوجه او هیڅ کله به بې نظمي ونه کړي. همدارنګه که د تدریس د مختلفو میتودونو، تربیتي، زدکړې او ودې ارواپوهنې په اړوند د ښوونکي د اطلاعاتو کچه کمه وي، ددې باعث کېږي چې په درسي ټولګي کې نظم او انضباط له نیمګړتیاوو سره مخ شي. سربیره پردې د ښوونکي شخصیت هم کولای شي د ټولګي په مدیریت کې بنسټیز رول ولري. په هغه ځای کې چې زدکوونکې له ښوونکي سره علاقه نه لري، شاید انضباط نه وي. کله چې ښوونکې د تدریس د مختلفو میتودونو په اړوند معلومات ونه لري او د هری موضوع متناسب میتود ونه کاروي، نه یوازې د زده کوونکو د زدکړې لپاره لازم شرایط نه شي برابرولی، بلکه د درسونو د زدکړې لپاره د زده کوونکو نه مینه او بی میلي لا پسې زیاتوي، او روښانه ده کله چې زده کوونکې د زدکړې لپاه علاقه ونه لري نه شي کولای د ټولګي نظم او انضباط وساتي.
۲. په زده کوونکو پورې اړوند لاملونه
د بې نظمۍ ځینې لاملونه چې په زده کوونکو پورې اړوندیږي دا دي: جسمي او روحي ناروغۍ، د زدکړې لپاره د انګیزې او علاقې نه درلودل، د ښوونکي لارښوونو ته اهمیت نه ورکول، د ښوونځي او ټولګي قوانینو او مقرراتو څخه بې خبرې، د مطالعې مشخص او منظم پلان نه درلودل، کم خوبي، ستړیا او نور هغه لاملونه دي چې په ټولګي کې د زدکړې پر وړاندی د بې نظمۍ لپاره زمینه برابروي.
۳ . د ټولګي په فیزیکي فضا پورې اړوند لاملونه
د ټولګي فزیکي وضعیت رڼا، چوکۍ ، پاکي، میز، مناسبه تخته، مناسبه هوا، تودوونکي او سړوونکي وسایل او داسې نور هغه عوامل دي چې د ټولګي په مدیریت کې مهم رول لري. د ټولګي فیزیکي فضا کولای شي هم د مدیریت په تامین او هم د مدیریت پر وړاندې د خنډونو په ایجادولو کې مهم رول ولوبوي او د زدکړې مانع شي. د ټولګي فضا نه یوازې داچې په فیزیکي چاپیریال پورې نه محدودېږي، بلکه په عاطفي فضا پورې یعنې د ښوونکي او زده کوونکي یا زده کوونکو په روابطو پورې هم اړوندېږي. نو یو ټولګی باید له عاطفي پلوه مناسب حالت ولري او د ښوونکي او زده کوونکي تر منځ باید دوستانه اړیکې شته وي.
د ټولګي د مدیریت سبکونه
د ټولګي د مدیریت سبکونه توپیر لري. ښوونکې کولای شي د ښوونې او روزنې د موخو، د زده کوونکو د پوره پېژندنې او درسي فضا په پام کې نیولو سره مختلف سبکونه تجربه کړي. په ټوله کې درسي ډوله سبکونه شتون لري چې عبارت دي له:
الف : پر دموکراسۍ ولاړ مدیریت
دا د ټولګي د مدیریت کولو یو ډېرښه میتود دی، ځکه چې زدکوونکي له تحصیلي اړخه ډېر پرمختګ کوي او څومره چې د ښوونکي او زده کوونکو ترمنځ ښې اړیکې او درناوی ولري په هماغه اندازه زده کړيالانوته درس مهم او د پام وړګرځي هغوی کولای شي د خپل ښوونکي څخه په یوه آزاده فضا کې د درس په هکله پوښتنې وکړي، نظر وړاندی کړي، وړاندیز وکړي، بحث وکړي او د خپلې پوهې کچه لوړه کړي . د دې ترڅنګ دوی خپله د ټولګي په مدیریت کې مرسته وکړي . د ښوونکي په لارښوونه په فعالیتونو ګمارل کېږي، په دې ډول ټولګيو کې د زده کوونکو او ښوونکو تر منځ ګډ تفاهم شته وي او انضباطي ستونزې ډیرې نه رامنځته کېږي.
ب : پر عدم دخالت ولاړ مدیریت
په دې ډول ټولګي کې د ښوونکي د ادارې موخې مشخصې نه وي او ښوونکې د ښوونیزو او روزنیزو موخو په ترسره کولو کې نیمګړتیا احساسوي. د تدریس او ټولګي د مدیریت لپاره آمادګۍ نه لري، زده کوونکي آزاد پرېږدي کوم کار چې یې زړه وغواړي سرته یې ورسوي او هر کار د دوی په خپله خوښه وي. همدارنګه په دې میتود کې د مشخصو موخو د نشتوالی او درسي ټولګي د مدیریت د ضعف په خاطر زده کړه کمېږي، نو په همدی خاطر تر ټولو بد میتود همدا میتود دی.
ج : استبدادي یا زور زیاتی مدیریت
هغه ښوونکې چې په درسي چارو کې له استبدادي مدیریت څخه کاراخلي زده کوونکې په شدید ډول کنترولوي او محدودوي. په دې ډول مدیریت کې زده کوونکي د پوښتنې کولو اجازه نه لري، ټول تصمیمونه د ښوونکي پر غاړه وي، زده کوونکو ته ډیر احترام نه کېږي، زده کوونکې د هیجان او اضطراب دلرلو په خاطر د مسوولیت احساس نه کوي او چندان زده کړه صورت نه نیسي. هغوی دښوونکي په حضور کې د فعالیتونو د ترسره کولو لپاره هڅې کوي، ولی کله چې ښوونکې نه وي هیڅ فعالیت او کوښښ نه کوي. په داسې حال کې پر دموکراسۍ ولاړ مدیریت کې زده کوونکې هڅې کوي چې خپلې چارې په سم ډول ترسره کړی. (شریعتمداری، ۱۳۸۲) په دې میتود کې ښوونکي د مدیریت په برخه کې اصلي رول لوبوي. نو په دې سره ښوونکو ته لازمه ده چې د مدیریت د میتودنو په اړوند معلومات ولري، او که د درسي ټولګي د مدیریت کولو په اړوند پوره معلومات ونه لري د تحصیل پریښودل، د ټولګي د غیبت، غم او افسردګي، د ښوونکي پر وړاندې د زده کوونکو دمقاومت، د زده کوونکو تر منځ د رفاقت د نه شتون، او د درس او زدکړې سره د علاقې په نه درلودلو کې ډیرې ژورې اغیزې لري. روښانه خبره ده چې په درسي ټولګي کې د ښوونکي د رهبرۍ څرنګوالی، ددې غبرګونونو په رامنځته کېدلو کې بنسټیز او عمده رول لري. لنډه داچې دا ډول اداره د هغې ادارې برعکس ده چې په دموکراسۍ ولاړه وي، او زده کوونکو ته پکې ارزښت ورکول کېږي او زده کړه په آسانۍ سره صورت نیسي. په دې ډول اداره کې زده کوونکي د ښوونکي سره علاقه نه لري زده کوونکو ته، ښوونځي او لوستځی د علاقې وړ نه وي، نو دوی نشي کولای په لازمه توګه ښوونې ته لاسرسی ولري او په درسونو کې پرمختګ وکړي.
د درسي ټولګي په مدیریت کې د اغیزمنو ښوونکو ځانګیړنی
اغیزلرونکی ښوونکې هغه دی چې په مناسب او مستقیم یا غیرمستقیم ډول هغه موخې چې په زده کوونکو پورې اړوندې دي تعقیبوي. اغیزمن ښوونکی باید په خپلو چارو کې د اغیزمنتوب د تر لاسه کولو لپاره لاندی ځانګیړنې کسب کړي تر څو وکولای شي درسي ټولګي په ښه او سم ډول اداره کړي. اغیزمن ښوونکې هغه ښوونکې دي چې په ټوله کې لاندی ځانګیړنی لري:
۱: اغیزمن ښوونکي خپل زده کوونکي د هغوی د زدکړې سبکونه او طریقې، د ضعف او قوت ټکي او د هغوی پوهه او مهارتونه پیژني او پوهیږي چې زده کوونکي په کوم ډول کولای شي چې ښه زده کړه وکړي.
۲: اغیزمن ښوونکي په پوره ډول آمادګي لري، پر درسي موضوع پوره حاکمیت لري او په پوره دقت سره پلان جوړوي.
۳: اغیزمن ښوونکي هغه دي چې له خپلو زده کوونکو سره پېژندګلوي ولري او د تدریس په مختلفو طریقو او مهارتونو پوه وي .
۴ : اغیزمن ښوونکي خپل زده کوونکي په عملي کارونو مشغولوي .
۵ : اغیزمن ښوونکي په لومړۍ ورځ خپل انضباط او کنترول زده کوونکوته ښیې او د زده کوونکو د بې پروایۍ پایلې هم ورته په نښه کوي تر څو له لومړیو ورځو د دوی پام درس ته را وګرځوي .
۶ : اغیزمن ښوونکي خپلو زده کوونکو ته ډېر درناوی کوي ترڅو دوی هم همدا احساس په ځان کې غښتلی کړي .
۷: اغیزمن ښوونکې خپل ټولګی په ښه ډول اداره کوي. زدکوونکې پوهېږي چې کومې دندې باید ترسره کړي، زده کوونکې خپل فعالیتونه ترسره کوي ځکه چې ښوونکې په اوله ورځ خپل قوانین او مقررات ټاکي او د نامناسبو کړنو پایلې ورته اعلانوي. ټول فعالیتونه یې واضح او روښانه وي.
۸: اغیزمن ښوونکي نه یوازې د زده کوونکو کارونه اوفعالیتونه مشخصوي، بلکه دا هم مشخص کوي چې ولې او څه ډول باید کارونه تر سره کړي. ( د کړنو او فعالیتونو د ترسره کولو دلایل او منطق روښانه کوي او زده کوونکي متقاعد کوي.)
۹: اغیزمن ښوونکي د زده کوونکو فعالیتونه په دوامدار ډول تر نظارت اوڅارنې لاندې نیسي. او په دې جریان کې دزده کوونکو کارونه ارزوي، او هغوی ته په فردی ډول د ترسره شوو دندو په اړوند پیدبک ورکوي، او دقت او هڅه کوي چې ښه کار ته ښه بدل ورکړي.
د درسي ټولګي د مدیریت طریقی (کړنلاری)
ښوونکې د ټولګي د ښوونیزو موخو، چاپیریال، عاطفې شرایطو، په هره دوره او هر ټولګي کې د زده کوونکو پیژندګلوي ته په پام سره، د درسي ټولګي د مدیریت لپاره د خپلو تجربو او مطالعاتو څخه په ګټې اخیستنې سره د خاصو طریقو او لارو څخه ګټه اخلی، چې په دې برخه کې یوشمیر طریقی وړاندې کوو چې په لاندی ډول دي:
• پوره آمادګي
ښوونکی باید نه یوازې دا چې په موضوع حاکم وي بلکې د ورځنیو اطلاعاتو څخه هم پوره معلومات ولري او د دې ترڅنګ له روحي، جسمي او صحي اړخه هم تدریس ته چمتووالی ولري؛ سربیره پردی ښوونکې باید هغه رشته چې تدریس کوي یی پکې پوره تخصصی او آپډیټ شوي معلومات ولري، او د علم او ټکنالوژی دپرمختګ متناسب خپلو معلوماتو ته پراختیا ورکړي.
• د فرصتونو څخه ګټه اخیستل یا د شرایطو سره مطابق تدریس کول
دتدریس پر مهال ممکن یو شمېر اتفاقات را منځته شي د بیلګی په ډول: د واورې اوریدل، سیلاب راتلل، زلزله او نور. څرنګه چې دا ډول پدېدې د زده کوونکو لپاره ناڅاپي وي، نو ښوونکی کولای شي همدې اتفاقاتو ته په کتو سره خپلو درسي موضوعاتو لومړیتوب ته ورکړي او همدې موضوع ته په پام سره موضوع وټاکي او تدریس وکړي. چې په دې ډول سره زده کوونکي د عینی پدېدو سره آشنا کېږي. ښوونکې په ټولګي کې د تنوع په را منځته کولو او نوې موضوع په وړاندی کولو سره کولی شي د ټولګي فضا د ستړیا له حالت څخه وباسي او ټولګي ته تازګي او خوښي ور کړي.
• د ټولګي د قوانینو ټاکل
په ټولګي کې د قوانینو ټاکل د ټولګي په کنترول او د ښوونکي په اغیزمنتوب کې بنسټیز رول لري. که په لومړیو کې قوانین و نه ټاکل شي زده کوونکي د ټولګي وضعیت د خپلې ګټې او خوښې په لور او د ښوونکې د نا خوښۍ په ډول تعیینوي. نو د ټولګي د کنترول او ښې ادارې، د تدریس د وخت څخه د ښې استفادې او د کال په اوږدو کې د احتمالي ستونزو د را ولاړېدو د مخنیوي لپاره لازمه ده چې ښوونکی د ښوونیز کال په لومړیو کې مخکې له دې چې درسي ټولګي ته د ننه شي خپلو تجربو او هغه اطلاعاتو ته په کتو چې د زده کوونکو په اړوند یې لرې خاص قوانین او مقررات فهرست کوي، او د دې لپاره چې له یاده یې ونه وځي په یوه پاڼه کاغذ کې یی ولیکي، او په لومړنۍ درسي ناسته کې یی زده کوونکو ته اعلانوي او د زده کوونکو او ځان ترمنځ یوه دوه طرفه هوکړه لیک منعقد کوي، په داسې ډول چې زده کوونکي د ښوونیز کال یا هم یو سمستر تر پایه پورې هغه قوانین رعایت کړي. په ابتدایه دوره کې باید د درسي ټولګي اصول او قواعد د کال په لومړیو ورځو کې د زده کوونکو په اختیار کې ورکړي. مطالعاتو ښووندلې ده چې ښوونکي باید خپل انضباطي سیاست اعمال کړي او په دې برخه کې باید ثابت قدمه و اوسي. په دې ډول سره زده کوونکي، د ښوونکي د مستقیم نظارت او دخالت پرته کولی شي مناسبې کړنې ترسره کړي. د زده کوونکو د اخري بریالیتوب د دلایلو څخه یو هم د درسي ټولګي د قوانینو او مقرراتو څخه پیروي کول دي. د یادولو وړ ده چې په مثبته ژبه د قوانینو ټاکل ددې باعث کېږي چې زده کوونکي د ښوونکې سره علاقه پیدا کړي او په درسي فعالیتونو کې په فعال ډول ونډه واخلي. چې په دې توګه د درسي ټولګي مدیریت خپله تامین کېږي.
د ټولګي د قوانینو او مقرراتو نوملړ
په مثبته ژبه په منفی ژبه
• پر خپل وخت ټولګي ته حاضر شئ. • ټولګي ته باید ناوخته رانشئ.
• په آمادګی سره درسي ټولګي ته دننه شئ. • له آمادګی پرته ټولګي ته مه د ننه کېژئ.
• د ټولګي نظم او انضباط وساتئ.
• په نظم او ترتیب او آرام ډول له ټولګي څخه ووځئ. • چې له ټولګي څخه وتئ منډی مه وهئ.
• له خبرو کول مخکې، لومړی اجازه واخلئ. • له اجازی پرته خبری مه کوئ.
باید په پام کې ولرو چې وضح شوی قوانین او مقررات باید دومره ډیر نه وي، چې د زده کوونکو د زدکړې دفعالیتونو مخه ونیسي، بلکه دقیق، روښانه او د انعطاف وړ وي. په داسې ډول چې زده کوونکې وپوهېږي په درسي ټولګي کې کومې کړنې منل کېږي کومې کړنې منع دي. یعنې کوم کارونه کولی شي او کوم کارونه نه شي ترسره کولی.
• د کړنو د تغییر لاری چارې
د کړنو دتغییر څخه منظور د زده کوونکو د کړنو د اصلاح په موخه د زدکړې د ارواپوهنې د اصولو او طریقو څخه استفاده کول دي. ددې لارو چارو لویه موخه، د مطلوبو ښوونیزو او ټولنیزو کړنو د ترسره کولو لپاره د زده کوونکو لارښونه او د نامطلوبو کړنو له منځه وړل دي.( سیف ۱۳۷۶) ددې میتودونو څخه باخبري ددې باعث کېږي تر څو ښوونکې عصباني نه شي. زده کوونکي له ټولګي څخه ونه باسي، هغوی و نه رټي او نور اقدامات چې نامطلوبې پایلې لري کم کړي. یو شمېر ښوونکې چې د ( کړنو دتغییر) دمیتودونو څخه بې خبره وي، له منفي لارو څخه استفاده کوي لکه تنبیه، له ټولګي څخه د زده کوونکو اخراجول او داسی نور. هغوی تل د زده کوونکو د نامطلوبو کړنو څخه شکایت کوي، اما هیڅ وخت له ځانه پوښتنه نه کوي چې ولې زده کوونکې نامطلوبې او نامناسبی کړنې ترسره کوي؟ شاید اصلي لامل یې د ټولګي په اداره کې د ښوونکي نیمګړتیا او ضعف وي. د رفتار د تغییر میتودونه ډیر دي اما یو میتود یی چې ډیر اغیزمن دی د اشباع میتود دی.
• د لومړني درسي ساعت ارزښت
کله چې ښوونکی ټولګي ته د ننه کېږي لومړی باید د خدای پاک نوم یاد کړي، سلام واچوي وروسته د زده کوونکو له حاله ځان خبر کړي او په لنده ټوګه ځان زده کوونکو ته ور وپېژنې. د اړتیا پر مهال خپل مشخصات لکه نوم، تخلص، مدرک، تحصیلي څانګه، او د تحصیل ځای او داسې نور په تخته ولیکي. وروسته له دې لازمه ده چې په ډېر غور او فکر سره خپل درس پیل کړي. ځکه چې یو ښه پيل کولای شي په ټولګي کې د ډیرو ستونزو او بې نظمیو څخه مخنیوی وکړي. نو لازمه ده چې ټوله انرژي په کار واچوي او په لومړي درسي ساعت کې په اعلی ډول درس ورکړي د ښوونیز کال تر پایه به بریالی وي. ښه خبره داده چې په لومړۍ جلسه کې د زده کوونکو سره رسمي چلند وشي او وروسته وروسته بیا د هغوی سره صمیمی چلند غوره شي. په دې ډول سره د زده کوونکو په ذهن کې یو تصویر ایجادوي چې هغوی فکر کوي دا یو مقتدر، ماهر او مسلط ښوونکی دی. ځکه چې زده کوونکي د لومړنۍ جلسې څخه وروسته د تاسو د کار په اړوند قضاوت کوي. په همدې خاطر لومړنۍ جلسه کولای شي په ټولګي کې یوه داسې فضا را منځته کړي چې اغیزه یې په ټول کال او یا سمسټر کې د زده کوونکو په ذهن کې باقي پاتې شي. د ټولګي بریالی اداره تر ډیره په هغو اصولو او اقداماتو پورې اړه لري چې په لومړۍ جلسه کې مو تعیین کړي او عملي کړي مو دي. د یو کال په اوږدو کې د ټولګي د ادارې او کنټرول په اړوند د ښوونکي بریالیتوب او شکست په لومړنۍ جلسه پورې تړاو لري. که په لومړنۍ جلسه کې مو وښوودله چې یو بریالی ښوونکې یی، په حقیقت کې مو د خپلو زده کوونکو په ذهنونو کې یوه مثبته روحیه ایجاد کړي، که د کال په اوږدو کې له کومې ستونزې سره مخ هم شي نو زده کوونکي د لومړۍ ورځی تصویر په ذهن کې لري او تاسو بیا هم د بریالی ښوونکې په توګه مني او د یو ضعیف ښوونکي په توګه تاسو ته نه ګوري، بلکه د یو قوي او اغیزمن ښوونکې په سترګو در ته ګوري.
• د زده کوونکو د نومونو زده کول
د درسي ټولګي د مدیریت یوه ډیره ساده او آسانه لار، د زده کوونکو د نومونو زده کول دي. کله چې د زده کوونکو نومونه زه کړی هغوی تاسو ته د یو ځیرک او هوښیار ښوونکي په سترګو ګوري او بې نظمي نه کوي پوهېږي چې استاد هر څه ته متوجه دی. کله چې زده کوونکې ته په نوم غژ کوی په حقیقت کې یوه عاطفی فضا ایجادوي او په دې صورت کې زده کوونکې ځان ته اجازه نه ورکوي چې د ټولګي نظم له منځه یوسی. او کله چې د هر زده کوونکې نوم زده کوی په دې مانا چې هر یوه سره علاقه لری چې په دې صورت کې د بې نظمۍ په نوم د کومې پدېدې رامنځته کېدل په ټولګي کې ډیر کم امکان نه لري. کله چې د زده کوونکو شمیر زیات وي دهغوی د نومونو زده کول ګران کار دی خو درانه ښوونکي د لاندې لارو چارو څخه په ګټی اخیستنی کولای شي چې ډیر ژر د خپلو زده کوونکو نومونه زده کړي:
۱. له زده کوونکو څخه وغواړي چې هر یو په انفرادی ډول خپل ځان معرفي کړي.
۲. کله چې زده کوونکي ځان معرفي کوي بل څه ته پام مه کوی بلکه یوازی د زده کوونکي نوم ته پام وکړئ او آماده و اوسېږئ. وروسته د زده کوونکي نوم په لوړ آواز تلفظ کړئ. د بیلګی په ډول ستا نوم محمد طاهر خپلواک دی؟
۳. په دې پړاو کې تصویر سازي وکړئ او د زده کوونکي نوم د هغه چا سره چې تاسو یې پیژنئ په خپل ذهن کې یی تصویر جوړ کړئ، او دهمدې نظر وړ کس او زده کوونکي تر منځ یوه ذهني رابطه ټینګه کړئ.
۴. د زدکوونکو د نومونو د ژر زده کولو لپاره د هغوی د نومونو د لیست څخه ګټه واخلئ.
۵. د امکان په صورت کې د زده کوونکو څخه وغواړئ چې په څو لومړیو اونیو کې په ثابت ځای کې کښیني.
۶. د لیدلو ثابتې نښې لکه: آبي سترګې، طلایې سترګې، غټه پزه، غنچه ی شونډې، تور کالي، او نورو له لارې کولای شی د زده کوونکو نومونه زده کړئ.
۷. له هر زده کوونکي څخه وغواړئ چې د تختې مخې ته راشي او نورو ته ځان معرفي کړي. البته دا کار د ډېر شمېر لرونکي ټولګي لپاره مناسب نه دی ځکه ډیر وخت نیسي.
۸.زده کوونکو ته ووایئ چې په کاغذ خپل نوم ولیکي او په خپل میز یې وچسپوي.
۹. ښوونکی د هڅه وکړي چې په هر ورځ کې دیو قطار زدکوونکو نومونه زده کړي.
۱۰. له هر زده کوونکې وغواړئ کله چې نظر ورکوي او یا پوښتنه ځوابوي اول د خپل نوم واخلي وروسته د نظر وړاندې کړي.
• زده کوونکو ته د مطالعې د صحیح طریقو او لارو چارو ښودل
د هر کار دترسه کولو لپاره، په ځانګړي ډول د مطالعې او زدکړې لپاره ځانګړې طریقې شته دي، چې د زدکوونکو سره په بریالیتوب کې مرسته کوي. ډېر شمېر زدکوونکو د مطالعې په صحیح طریقې نه دي زده، او نه پوهېږي څه وخت، چېرته او څه ډول باید مطالعه وکړي. د نړۍ په پرمختللو ټولنو کې د مطالعې صحیح میتودونه په ښوونیزو مراکزو کې د مختلفو درسونو او موضوعاتو ترڅنګ زده کوونکو ته درس ورکول کېږي. چې په دې سره ډیر زده کوونکي د لوړ استعداد څخه برخمن وي او ډیره مطالعه کوي، ولې که د مطالعې په سمو طریقو پوه نشي، نو نشي کولی د خوښې وړ پایله لاسته راوړي. دا زده کوونکې کله چې په ټولګي کې د ښوونکي د پوښتنې سره مخ کېږي نو پرخپله حافظه فشار راوړی اما بیا هم نشي کولی د پوښتنې ځواب پیدا کړي. نو غواړي د پوښتنې د ځواب لپاره له ټولګيوالو څخه مرسته وغواړي چې همدا کار د دې باعث کېږي چې په ټولګي کې شور ماشول جوړ شي او ښوونکی د ټولګي اداره او کنترول له لاسه ورکړي. نو د ټولګي د مدیریت له طریقو څخه یوه هم داده چې زده کوونکی د مطالعې له سمو طریقو سره آشنا کړل شي او وهڅول شي تر څو ددې طریقو څخه کار واخلي.
• په درسي ټولګي کې د ښوونکې ښه رویه
ښه رویه او ښه اخلاق کېنه له مینځه وړي، انسانان یوبل ته نژدې کوي، زړونه یو له بل سره تړي او د ټولګي فضا تازه او د خوښیو څخه ډکوي. د تاسو او زده کوونکو تر منځ د قوی عاطفې اړیکو ټینګښت د محبت او دوستۍ د داوم او ثبات باعث کېږي. هر اغیزمن ښوونکی باید یو خوش اخلاقه، ورین تندي لرونکی، عاطفې او مهربانه، د رواني سلامت یا روغتیا لرونکی او انطباق منونکی شخص وي. تل پر شونډو موسکا ولري، دخپل عصبانیت او غصې مخه ونیسي، له زده کوونکو سره صمیمي ولې قاطع چلند وکړي او په پوره ډاډ عمل وکړي، اما ښه داده چې د زده کوونکو سره د اندازې نه زیات صمیمیت او نژدیوالی څخه اجتناب وکړي، ځکه ځنې وخت ډیر صمیمیت د زده کوونکو د لار ورکی او ښوونکي د ستړیا او پښیمانۍ سبب ګرځي.
• د معنا لرونکو ګړنو ډیزان
په درسي ټولګي کې د ستونزو د را ولاړیدو د مخنیوی دلارو چارو څخه یوه هم داده چې معنا داره فعالیتونه ډیزاین او په کار واچول شي. معنا لرونکې کړنې د زده کوونکو علاقه زیاتوي او په ټولګي کې د بې ظمۍ مخنیوی کوي. معنا داره فعالیتونه هغه فعالیتونه دي چې د زده کوونکو علایق، تفکر او د زده کوونکو آمادګي یی او وکولای شي د زده کوونکو پر پرمختګ اغیزه وکړي.
• د فرصتونو برابرول
یو ترکي متل دی، وایی: « خوب، خوب راوړي.» ددې پر بنسټ، یو شمیر وایي: « زدکړه، زدکړه راوړي.» نو په همدې خاطر لازمه ده چې په ټولګي کې فرصتونه ایجاد شي تر څو هر زده کوونکی په درسي ټولګي کې بریالیتوب او زده کړه تجربه کړي. د زده کوونکي د بریالیتوب تجربه، کېدای شي د ټولګوالو سره د مرستې او یا د یو انفرادي کار په ترسره کولو سره حاصل شي. بریالی ښوونکی داسې فعالیتونه تنظیموي چې نه ډیر سخت او نه ډیر آسانه وي، بلکه هغه فعالیتونه چې انګیزه پاریدونکي او په هغه کې د بریالیتوب امکان ډیر وي طرحه کوي.
• زده کوونکو ته د لازم پید بک (اصلاحي نظر) ورکول
زدکوونکي اړ دي چې د خپلو کړنو د پایلو څخه خبر شي، ځکه چې دا خبرتیا ددې باعث کېږي چې د خپل بریالیتوب په هکله قضاوت وکړي او له هغوی سره مرسته کوي څو د خپل بریالیتوب لپاره معیارونه ډیزاین کړي او ددې معیارونه د پوره کولو لپاره لازمې هڅې او کوښښونه وکړي.
• په تصمیم نیولو کې زده کوونکو ته ونډه ورکول
زده کوونکې اړ دي چې د خپلو کړنو په اړه چې ترسره کوي یې اختیار ولري. د درسي ټولګي د مدیریت ضعف او د زدکړې لپاره زده کوونکو ته ونډه نه ورکول، په زده کوونکو کې دا احساس را منځته کوي چې د خپلې زدکړې اختیار نه لري. په دې مواردو کې زده کوونکي د ښوونکي د اوامرو مطیع ګرځي او د زدکړې لپاره انګیزه له لاسه ورکوي. ددې وضعیت د له منځه وړلو لپاره یوه لاره داده چې ښوونکی، زده کوونکو ته فرصت ورکړي ترڅو پخپله د تجربې لارې د زدکړې ستونزې تعیین کړي. که زده کوونکي پر دې باور وکړي چې د ټولګي په فعالیتونو او تصمیمونو کې مهم رول لري، د زدکړې لپاره به ډیره انګیزه پیدا کړي او د بدو کړنو او بې نظمیو کچه به راټیټه کړي.
• پر ټولګي مداومه څارنه
د درسي ټولګي په اداره او کنترول کې یو اغیزمن عامل دادی چې، ښوونکی د ټولو کړنو په اړوند چې په ټولګي کې ترسره کېږي خبر وي. ددې کار لپاره دا ډیره مهمه ده چې څه ډول د ټولګي ټولې کړنې تر څارنې لاندې ولري. نو په همدې خاطر پام وکړي چې لیدنه او څارنه مو دزده کوونکو ترمنځ په عادلانه ډول وویشي. ستاسو دڅېرې حالت کولای شي په زده کوونکو ډیره اغیزه وکړي. له ټولو ستونزو سره سره چې له ځان سره یې لري بیا هم په (مهربان ډول زده کوونکو ته وګوري). لیدل په دوه ډوله دی : لیدل او کتل یا لیدنه او کتنه. لیدل یو غیر ارادي فعالیت دی. مونږ ټول شيان وینو، که وغواړو او که ونه غواړو هر هغه څه چې زمونږ په وړاندې شته هغه وینو، خو یوازې هغه څه مو په یاد پاتی کېږي چې په ارادي ډول او پوره دقت سره مو ورته کتلي وي. نو په دې سره په ټولګي کې هڅه وکړئ چې د خپلې لیدنې او کتنې څرنګوالي ته پام وکړئ. ځکه چې زده کوونکي د درسي مطالبو یوه برخه د ښوونکې د سترګو داړیکو له لارې زده کوي.
په پایله کې په هره اندازه چې ښوونکی د لیدلو او کتلو مهارت ولري په همغه اندازه په تدریس کې بریالی دی. په یا د ولری چې زده کوونکی متوجه دی چې ښوونکی کوم کس یا کومو کسانو ته ډیر ګوري. له همدې خاطره په هغوی کې د حسادت حس تحریک کېږي او د یو شمیر کړنو په ترسره کولو سره د ټولګي مدیریت له خنډونو سره مخامخ کوي. ویل کېږي چې ښوونکي په شا کې هم سترګې لري، دا ددې نه سرچېنه اخلي چې هغوی نه یوازې تیز لیدونکې دي او قوي تمرکز لري، بلکه د هغوی بدني تحرک زیات دی. (فونتانا، ۹۷۶) که ښوونکی د ټولګي پر اوضاع مسلط وي او په ټولګي کې یې هر ډول خوځښت تر نظر لاندې وي، په دې صورت کې د زده کوونکو د بې نظمۍ د رامنځته کولو د فرصت مخه نیول کېږي. ځکه که زده کوونکي احساس وکړي چې ښوونکی د هغوی ټولې کړنې او اعمال تر څارنې لاندې لري او د ټولګي په جریان او اضاع تسلط لري نو په دې حالت کې زده کوونکي نشي کولای چې بې نظمي را منځته کړي.
پای