• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د زراعتی تولیداتو د پرمختګ لاری چاری

Home کرنه او مالداريد زراعتی تولیداتو د پرمختګ لاری چاری
د زراعتی تولیداتو د پرمختګ لاری چاری

د زراعتی تولیداتو د پرمختګ لاری چاری

لیکنه: شوکت الله عابد افغان

د زراعتی تولیداتو او محصولاتود پرمختګ لاری چاری ډیری اړینی دي ، د هېواد په کچه د زراعت سکتور لومړی درجه سکتور دي چې ډیر وګړی یې په کار بوخت کړی او ډیره برخه کورنی ناخلص تولید پوره کوی .

کرنیز تولیدات ۳۸ سلنه GDP جوړوی ، په ۱۳۸۹ ه ش کال په پایې کې د هیواد داخلی ناخالص تولید ۷۴۶۸۵۹ میلیونه افغانۍ ښودل شوی وی چې ۲۷.۷۶ سلنه برخه د کرنیز سکتور وه چې ۲۰۷۳۰۱ میلیونه افغانۍ ښودل شوی وی .
له پورته ارقامو له شننی جوتیږی چې د کرنی سکتور د افغانستان په ملی اقتصاد کې لومړی درجه او خورا مهم رول لری او د همدی اهمیت له مخی ورته پاملرنه خورا اړینه ده .
د هیواد د زارعت لپاره غوره زمینه مساعده ده لکه خاوره ، د هیواد خاوره به عمومی توګه ډیره حاصلخیزه ده ، او همدارنګه د هیواد اقلیم چې د زراعت او کرکیلی به برخه کې یو اساسی فکتور کیداشی چې خورا مناسب دي .
د ټولو زراعتی محصولاتو د پرمختګ لپاره باید لازم اقدامات ترسره شی ، د حبوباتو په برخه کې باید لازم پرمختیایی پروګرامونه په کار واچول شی ، د غنمو چې د هېواد په ډیره کرنيزه ځمکه کې کرل کیږی خو د دهقانانو لپاره په مسلکی ډول د دی بوټو د روزلو او د محصول راغونډولو په برخه کې اسانتیاوی نه دی رامیځته شوی لا تر اوسه په ډیرو سیمو کې په دودیز ډول ددی بوټو د محصولاتو راغونډلود چاری تر سره کیږي .
هغه سیمی چې کرنیزي دي او پراخه کرنیز امکانات لری باید په لومړیتوب کې قرار ولری او د زراعتی تولیداتو د پرمختګ لپاره باید اساسی او بنیادی اقدام وشی .
د تولید لپاره منظم پروسیجرونه په مدرن او عصری ډول رامینځ ته او دودیزی لاری او چاری باید بدلی شی ځکه نفوس ډیر شوی دی ، تقاضا او ضرورت همچنان نو د ډیر تولید لپاره باید د ځمکو د تقویه په برخه کې کار وشي ، کیمیاوي کود او سري باید په درست ډول فصلونو ته ورسیږي ، طبعی پیښو سره مبارزه باید جدیت پیدا کړي .
د تولید څخه وروسته ذخیری او ګدامونه جوړ او د پروسس منظم مرکزونه فعال شی ، دولت باید د څار قوی قوه په کار واچوی تر څو هغه توکې چې اړتیا ورته موجوده وی وکرل شی او په همدی بهانه د مخدره توکو د کرکیلی مخه هم ډب کیدای شي ، د کورنیو تولیداتو لپاره بزګران و هڅول شی او په همدي برخه کې په بهرنیو تولیداتو اتکاء هم کمه شی ، چې مختلفی لاری چاری لری لکه د مالیه اوچتیدل ، او د داخلی بازار ارزونه او تحلیل تر څو څه شی ته اړتیا ده او څه شی باید راوارد شی ؟
په پای کې لاندی نقطی د زراعتی محصولاتو او تولیداتو د پرمختګ د وسیلو په توګه د بحث د رالنډولو په موخه یادوو .
د کرکیلی لپاره د ځمکو ظرفیت ته پاملرنه .
د بزګرانو د کر کیلی په برخه کې ظرفیت جوړونه
د تخمونو کیفیت او کمیت ته لازمه پاملرنه .
د کیمیاوي کود منظم کارول .
د اوبو او منظم کانالیزیسیون او اوبو رسونې ته پاملرنه
د طبعی افتونو په برخه کې لازمه اقدامات .
د فصل او محصول راغونډونه په عصری توګه او د ضایعاتو مخه نیول
د محصولاتو لپاره مناسب ګدامونه او مدرن ذخایر جوړول .
د محصولاتو د پروسیس او کارونی ته د چمتوالی عصری سیستم او ماشین آلات په کار اچول .
د محصولاتو لپاره منظم مارکیټونه جوړول .
په کورنیو تولیداتو او محصولاتو د مالیی په برخه کې د دولت همکاري .
د محصولاتو او تولیداتو د صادراتو تنظیمول د کورنیو اړتیاو په اساس .
د غیری قانونی سوداګریو مخه نیول او د کورنیو تولیداتو د سوداګرۍ لپاره منظم طرزالعملونه جوړول .
د للمی ځمکو لپاره د اوبو رسوني لوی او اوچت بندونه جوړول .
د محصولاتو لپاره د بازار موندی په برخه کې د دولت او ملی سوداګرو رغنده همکاری
او داسی نور…

هند- بنګلور

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د افغانستان د سیندونو د اوبو مهار یو حیاتي او ملي پروژه ده !

د افغانستان د سیندونو د اوبو مهار یو حیاتي او ملي پروژه ده !

Oct 30, 2016

لیکنه: شوکت الله عابد افغان – بنګلور افغانستان د پراخه سیندونو[...]

د بهرنۍ نیغې پانګوني یا FDI مؤخی، او هېوادني شته فرصتونه او ننګوونې .

Dec 19, 2017

لیکنه: شوکت الله عابدافغان په پیل کې د بهرنۍ پانګونې په[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022