دوهمه برخه
ليکنه: صفتالله صفت
په تاریخي لحاظ د زلزلې د عواملو په هکله د انسان عقیده:
پخوا به د ايټاليې او يونان عالمانو فکر کاوه چې د ځمکې د کرې وچه په اوبو کې لکه د بیړیو غوند ی لمبيږي؛ څنګه چې بيړۍ په اوبو کې دې خوا، هغه خوا زنګيږی، همد ا رنګه ځمکه هم ده چې د همدې زنګیدا په پایله کې زلزله را منځ ته کیږی. ځینو به دا فکر کاوه چې زلزله د سوړو او غارونو څخه منځ ته راځي.د اسې نظریه هم موجوده وه چې زلزله په ځمکه کې د وچوالي او لند والی د تقابل پایله ده. جاپانيانو فکر کاوه چې زلزله هغه وخت منځ ته راځي؛ کله چې ښامار (کوم چې دوی پرې عقيد ه لري) په قهر شي نو د خولې څخه يی اور راوځي او ځمکه په لړزه راولي.په همد ې ډول دانظریه چې ځمکه د غوایه په ښکر ولاړه ده هم له جاپان څخه راغلی ده ؛ خو د شلمې پیړۍ په پیل کې کله چې د الفريد واګنیر له خوا د تيکتونيکی تختو نظريه وپیژند ل شوه؛ د زلزلی د منځ ته راتلو د علتونو مطالعې علمي بڼه غوره کړه.
- تکتونيکي لامل (Plate Tectonics Theory): د ځمکې په کره کې د ټولوزلزلو په سلو کې 90 زلزلې تکتونيکي لامل لري چې د ځمکې د د اخلي يا د نننيو قواو په پايله کې منځ ته راځي .د تکتونيکي زلزلو مهم لامل هغه د وامدار بد لونونه يا تغييرات دي چې د ځمکې په پوټکي (قشر) کې منځ ته راځي. د بيلګې په تو ګه: کله چې د ځمکې لاند ې، د نويوغرونو د لړۍ د جوړښت پړاو پيل کيږي نو د ځمکې د اخلي يا د نننۍ قواوې د ځمکې په پورتنۍ برخې زور راوړي او په نتيجه کې د ځمکې په قشر کې کوږوالى يا انخنا را منځ ته کيږي او د ډبرو بيلا بيلې کتلې يو د بل په وړاندې په حرکت راولي .د ځمکې پورتنى قشر د د غه ډول فشارونو په وړاند ې الاستيکي خاصيت لري يعنى تر يوې اندازې د غه فشارونه زغملى شي او توليد شوې انرژي په خپل ځان کې زيرمه کولی شي خو بلآخره داسې وخت هم رارسيږي چې د ډبرو پورتنۍ کتلې نه شي کولى نور د د اخلي قواوو د فشار په وړاندې مقاومت وکړي. په پايله کې د ځمکې لويې، لويې کتلې چې په ميلياردونو ټنه وزن لري؛ ماتې او يو له بل نه لرې کيږي. په دې پړاو کې زيرمه شوې انرژي آزاديږي او د ځمکې په کره کې د سختو ټکانونو يعنې د زلزلو د راتلو سبب ګرځي .نن ورځ يو شمير پوهان په دې نظر دي چې د ځمکې د کرې پاسنۍ برخه په څو پليټونو (Plates) باندې ويشل شوې چې د يخ د ټوټو په څير تل د لامبو په حال کې وي. کله چې دغه پليټونه يو د بل سره ټکر کوي نو په پایله کې زلزله ورڅخه منځ ته راځي. د ځمکې پر مخ د د غسې پليټونو شمير 7 ته رسيږي.
تکتونیکی حرکتونه
هغه حرکتونه دي چې د ځمکې په قشر کې د دوامد اره پروسس او تغیر په نتیجه کې رامنځ ته کیږی. ټوله نړۍ د څو تختو څخه جوړه ده؛ دغه تختې په د وامد اره توګه یوله بل سره په متقابلو اړیکو کې دي یعنې دا چې یا یوبل ته ورنږدې اویا سره لیرې کیږي اویاهم یوه له بلې څخه ښکته یا پورته حرکت کوي؛ یو پر بل فشار راوړي اوپه پایله کې ماتیدنه رامنځ ته او د زلزلې په شکل ځمکه لړزوي. تاریخي شواهد ښیي چې زیاتې زلزلې د همدې تختو په سرحدونو کې رامنځ ته شوې دي.
د دې حرکتونو په پایله کې همد ا اوس د ځمکې ځنې برخې د ښکته کیدو او ځنې هم د لوړیدو په حالت کې د ي. د ځمک پیژندنې پوهان په دې باور دي چې غرونه او هسکې ټیټې هم د دې حرکتونو پایله د ه. البته هغه باور چې وایی غرونه د نوح(ع) د وخت د توفان او باران په نتیجه کې رامنځ ته شوي ځکه صیحیح نه دی چې توپان نړیوال نه بلکې منطقهیی و.
تکتونیکی حرکتونه درې ډوله دي:
لیرې کیدونکي یا کششي حرکتونه (Tension/Divergent Movements): د دوه تختو تر منځ د ا سې حرکت روان وي چې یو له بل څخه لیرې کیږي.
نږدې کیدونکي یا فشاري حرکتونه (Compression/Convergent Movements): د دوه تختو تر منځ د اسې حرکت روان وي چې یو بل ته نږدې کیږی.
ماتیدونکي یاغوڅیدونکي حرکتونه(Shear Movement): کله، کله دوه تختې په افقی ډول یو د بل په مخالفو اړخونو سره په حرکت کې وي.
د دې پلیټونو نقشه چې د زلزلې نړيواله جغرافیه تشریح کوي؛ په لاند ې شکل کې ښه څرګندیږی.
- اورشنونکي يا اتشفشان لامل (Volcanic Theory): د ځمکې په تل کې ټول شته مواد د يوې غليظې او ټينګې سوزونکې مايع په بڼه شتون لري. د ځمکې له مخ نه د سلو کيلومترو په ژوروالي، د دې اوبلنو موادو د تودوخې درجه د 1200-1400 سانتيګراد درجو پورې رسيږي خو د ځمکې په تل کې همد ا تودوخه بيا د سانتي ګراد 6700 درجو څخه هم زياته وي. د ځمکې پيژندنې په علم کې همدې اوبلنو سوزونکو مواودو ته مګماوايي. که همد ا مګما د ځمکې سرته ورسيږي نو بيا د لاوا په نامه ياديږي .د ځمکې په هغې برخو کې چې پورتنى فشار زیات شي؛ دغه سوزونکي اوبلن مواد د درزونو او چاودونو له لارې، د تل څخه د ځمکې د قشر په لور حرکت کوي او کله چې د ځمکې پرمخ د لومړي ځل پاره لاوا فوران يا دارې وهي نو د يوې سختې چاودنې انفجار په بڼه وي. چې په پايله کې د هغې ټولې سيمې د لړزيد و سبب ګرځي .د ځمکې د کرې په هغو سيمو کې چې اور شيندنې زياتې وي؛ دغه ډول زلزلې هم ورسره تل ملګرې وي. په ټوليزه توګه دا ډول زلزلې د شمير له پلوه کمې وي او د ځمکې د کرې د ټولو زلزلو په سلو کې ٧جوړوي .
- د ځمکې د پوړونوسملاسي لويدنه(Sudden settlement theory): د ځمکې د پوټکي (قشر) په هغه سيمو کې چې لاندني پوړونه يې د ګچو، آهکو او مالګو څخه جوړشوی وي؛ د وخت په تيريدو، هغه ورو ورو ترځمکې لاند ې اوبو کې حل کيږي. د اچې ترځمکې لاند ې اوبه تل متحرکې وي؛ په پايله کې په نوموړې سيمه کې لومړی يوه تشه را منځ ته کيږي چې وروسته بيا ورو ورو پراخيږي. هر څومره چې دا تشه پراخوالى مومي؛د پورتنيو پرتو پوړونو د وزن او فشار په وړاندې يې وړتياکميږي چې بلآخره په هغې تشه کې د سملاسي لويدنې عمل رامنځ ته کيږي. همدا سملاسي لويدنه د زلزلې ټکانونه منځ ته راوړي. عموما دا ډول زلزلې سيمهييزې، سپکې او کمې وي او د ځمکې د کرې د ټولو زلزلو په سلو کې ٣ جوړوي.