لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
د زیاتو سبو خوړل بدن او روغتیا ته ګټور دي. ویټامینونه او منرالونه یې زیات او کالوري يې کمه ده. وزن نه زیاتوي، د معدې او کولمو دندې منظموي او روغ مو ساتي. سابه هر څه ډېر وخورئ.
۱). د سبو د ژر پخولو طريقه زده کړئ
د دې لپاره چې وخت مو لږ مصرف شي، تازه او یا په یخچال کې ساتل شوي سابه ژر پخوئ. جوش شوې شنې لوبیاګانې، ګازرې، براکولي او داڼیا د لږو اوبو سره وجوشوئ.
۲). له مخکې تيار اوسئ
مخکې له مخکې مرچ، ګازرې او براکولي په معینه اندازه تیار او برابر او د یوې بستې په ډول یې وساتئ، کله چې غواړئ په لږ وخت کې پاخه او نوش جان کړئ، نو تیار به وي.
۳). داسې سابه انتخاب کړئ، چې تېز رنګونه ولري
خپل لوښی د داسې سبو په ښکلو رنګونو ښایسته کړئ چې تېز سور، ژېړ، نارنجي او تک شین رنګ ولري. دا ډول سابه له ویټامینونو او منرالونو څخه ډک دي. کوښښ وکړئ کدو، سره رومیان، خواږه کچالو او د پالکو، شوتلو او نورو سبو په شان د شنو پاڼو سابه هم پدې ډله کې راولئ. دا سابه هم ښکلي دي او هم تاسو ته ګټور دي.
۴). يخچال کې مو تل سابه ساتئ
کنګل شوي سابه ډېر ژر پخېږي او غذایي مواد یې د تازه سبو په اندازه دي. کنګل شوي جوار، نخود، شنه لوبیا، پالک، فاصله او دوی ته ورته سابه له خپلو نورو پخلیو سره ګډوئ.
۵). د تيارو سبو ذخيره وساتئ
هغه سابه چې په دبلیو کې ساتل کېږي، په یخچال کې یې ساتل اسان دي. د رومیانو روب، کیډني لوبیا، مرخېړی او دغو ته ورته شیانو دبلي وساتئ. هغه انواع یې انتخاب کړئ چې کمه مالګه یا بې مالګې وي.
۶). پخپل باغ کې سابه وکرئ
د خپلو خوړو دسترخوان په رنګینو سلادونو چې له مرچو، سرو مولیو، رومیانو، پیازو، کرم او کاهو، بادرنګو، نعنا او دڼیا څخه جوړ شوی وي ښکلی کړئ. دغه سلاډونه چې څومره ښکلي ښکاري، هماغومره خوندور دي، روغتیا ته مو ګټه لري، او اشتها مو ښه کوي.
۷). د ځينو سبو سوپ (ښوروا) جوړه کړئ
د رومي، کدو، او نورو سبو څخه کم مالګه سوپ جوړ کړئ.
۸). کله چې له کوره بهر ياست
پروا نه کوي. د یو اضافه سبو لرونکي سالن یا سلاد فرمایش ورکړي او سره کړي خواړه پدې ډول محدود کړئ، خو پام مو وي چې سلاډ او تازه ترکاري باید په کلورینو ښه وینځل شوي وي.
۹). د هر موسم سابه وخورئ
د موسم سابه د هماغه وخت لپاره ګټور او ارزان وي. هغه سابه چې ستاسو پخپله سیمه کې پیدا کېږي، تر نورو ډېر درته ښه دي. له یوې خوا یې غذايي مواد پوره وي او له بلې خوا ارزان وي. په خوړو چې څومره وخت تېرېږي، غذایي ارزښتمن مواد یې کمېږي
۱۰). ځينې نوي شيان وازمويئ
ځینې سابه چې مو نه وي خوړلي، تر هغو یې په خوند نه پوهېږئ. همېشه نوي سابه امتحان کړئ، پخپل ورځني رژیم کې یې شامل کړئ. هر څومره چې د خوړو تنوع ډېره وي، دزیاتو ضروري غذایي موادو د خوړو چانس زیاتېږي. په یاد ولرئ چې تاسو متنوع خوړو ته اړ یاست.