لیکنه: ډاکټر محب زغم
د دې لپاره چې د زړه په روماتیزم پوه شو، لومړی باید د زړه ساختمان وپېژنو. زړه له غوښې جوړه شوې ده چې څلور خونې لري. یو دهلېز او یو بطن په چپه خوا کې، یو دهلېز او یو بطن په ښۍ خوا کې. وینه له ورېدونو (شنو رګونو) څخه دهلېزونو ته راځي او بیا بطنونو ته تېرېږي. د هر دهلېز او بطن تر منځ یوه دریڅه (valve) وي چې کله وینه بطن ته ځي، دا دریڅه بندېږي او نه پرېږدې چې وینه بېرته دهلېز ته لاړه شي. له بطنونو څخه شریانونه (سره رګونه) راووځي او کله چې بطن وینه پمپوي، د همدې شریانونو له لارې سږو او ټول بدن ته وینه رسوي. د هر بطن او لوی شریان تر منځ هم یوه دریڅه وي.
روماتیزم څه دی؟
روماتیزم معمولاً د ستوني او ټانسلونو د ګزک نتیجه وي. کله چې د چا ستونی ګزک وکړي او سمه درملنه یې ونه شي، د دې احتمال شته چې زړه یې په روماتیزم اخته کړي. همدغه میکروب د پوستکي د دانو سبب هم کېږي چې منځ یې له زوې ډک وي نو تر داسې دانو وروسته هم د زړه روماتیزم رامنځته کېدای شي. وجه یې دا ده چې بدن د ستوني یا پوستکي د میکروب پر ضد دفاعي غبرګون ښيي. د میکروب د دېوال ساختمان د زړه د غوښې او د دریڅو له ساختمان سره ورته دی. د بدن دفاعي سیستم هماغسې چې د میکروب د ختمولو هڅه کوي، د زړه غوښې او دریڅې هم تر برید لاندې راولي او ګزک په کې پیدا کوي. د ګزک په نتیجه کې وروسته بیا د زړه دریڅې پړسېږي او کلسیم ورباندې نښلي. دې سره دریڅه کلکېږي او بیا پوره نه شي خلاصېدای، هماغسې چې په ژمي کې د کور لرګینې دروازې او د کړکیو پلې تاب کوي او سمې نه پورې کېږي. نتیجه یې دا راووځي چې د زړه دریڅه تنګه شي او بیا ټوله وینه له دهلیزه بطن ته، یا له بطنه شریانونو ته نه شي تېرېدای. د وینې هغه برخه چې له دریڅې نه شي تېرېدای، په بطن یا دهلېز کې پاتې کېږي او دغه بطن یا دهلېز پړسوي. له بلې خوا دا چې بدن ته کافي وینه نه شي رسېدای، نو انسان ژر ستړی کېږي او ساه یې لنډېږي.
د دریڅې تنګوالی مختلفې درجې لري. که دا تنګوالی کم وي، ناورغ ته ډېره ستونزه نه جوړوي او یوازې درمل غواړي خو که زیات وي بیا نو عملیات غواړي چې پر عملیات یې یونیم – دوه لکه افغانۍ لګېږي.
نښې نښانې
مخکې تر دې چې د زړه دریڅې تنګې شي، اول سر کې ناروغ ته روماتیزمي تبه (rheumatic fever) پیدا کېږي. په دې حالت کې ناروغ تبجن وي – بندونه یې پړسېږي او درد کوي (معمولاً لوی بندونه او د پښو بندونه اول سر کې اخته کېږي) چې دغه درد او پړسوب مهاجرتي بڼه لري مانا دا چې کله یو بند ونیسي، کله بل بند – د ناروغ پر بدن مخصوصاً د هډوکو او پلو له پاسه کلکې غوټې پیدا کېږي چې درد نه لري، همدارنګه ګلابي یا سرې وړې دانې چې خارښت نه کوي – د زړه التهاب چې کېدای شي د ټټر درد ورسره مل وي او ډاکتر به په معاینه کې غیرنارمل آوزونه اوري – د اعصابو اخته کېدل چې د چټکو غیرارادي حرکتونو سبب کېږي لکه څوک چې بې اختیاره ونڅېږي (Sydenham chorea) – همدارنګه په روماتیزمي تبه کې پښتورګي اخته کې او حاده بي کفایتي ورته پیدا کېږي.
د روماتیزمي تبې او د زړه د دریڅو د تنګېدو ترمنځ ممکن کلونه (۱۰-۲۰ کاله) وخت تېر شي.
درملنه
د روماتیزمي تبې درملنه په پنسلین، اریترومایسین او التهاب ضد درملو (اسپرین، اندومیتاسین، بروفین) سره کېږي. که د زړه یا د پښتورګو بي کفایتي رامنځته شوې وي، ځانګړې درملنه غواړي.
مخنیوی
د دې لپاره چې د روماتیزمي تبې د بیاراګرځېدو مخه ونیول شي او په وروسته کلونو کې د دریڅو د تنګېدو مخه ونیول شي، ناروغ ته انټي بیوټیکونه (پنسلین یا اریترومایسین) د اوږدې مودې لپاره ورکول کېږي. دغه موده د ناروغ له حالت سره سم ټاکل کېږي او ځینې ناروغان باید د عمر تر پایه پورې دغه درمل واخلي.
که غواړئ چې د زړه په روماتیزم اخته نه شئ، داسې وکړئ:
– کله چې په ستوني مو درد شي، ډاکتر ته ورشئ او هغه درمل چې ډاکتر یې درکوي، تر اخره پورې وکاروئ. ځینې خلک همدا چې تبه یې وشکېږي، درمل پرېږدي. دا کار سم نه دی ځکه چې میکروب پوره نه وي ختم شوی او هغه به خپل کار وکړي. بیا وایم چې هغه درمل چې ډاکتر یې درکوي، تر پایه پورې وکاروئ.
– که په کور کې څوک د ستوني په درد اخته کېږي، هڅه وکړئ چې د کورنۍ له نورو غړو یې بېل وساتې او څوک مه پرېږدئ چې خوا ته یې نژدې شي. ناروغ باید ماسک وتړي او یا پوزې او خولې ته هر وخت دسمال ونیسي.
– هر کله چې ماشومان مو تبه کوي، په خپل سر دوا ورته مه اخلئ. ناروغ ډاکتر ته بوځئ ځکه چې که د زړه د روماتیزم نښې په کې وي، هغه به داسې درمل درکړي چې د زړه د دریڅو د تنګېدو مخه نیولای شي.
– د دې لپاره چې د ستوني په درد اخته نه شئ، له دوړو ځان وساتئ. چېرته چې دوړې وي، پر خوله او پوزه مو دسمال یا ماسک ونیسئ. هره ورځ چې له بهره کور ته ځئ، په تړمو اوبو کې لږ مالګه واچوئ (دومره چې تریووالی یې د اوښکو په اندازه شي) او غړغړه یې کړئ.
– دا خپل عادت وګرځوئ چې تر خوړو وروسته مالګوبی غړغړه کړئ. (مخصوصاً تر خوږو او غوړو خوړو وروسته).
– تر خوړو وروسته د غاښونو برس کول، د غاښونو له چولو د خوړو پاتې شوني لري کوي او بیا میکروب ته چانس نه پیدا کېږي چې په خوله کې مو ځای ونیسي.
د روماتیزم په وجه د زړه تنګه شوې دریڅه