د زړې کانکریټي سطحې لپاسه نوي کانکریټ څنګه واچول شي؟ How to Pour New Concrete Over Old Concrete Surface
نوي کانکریټ د زړو کانکریټو لپاسه معمولا د ترمیم لپاره هغه وخت اچول کیږي کله چې زوړ کانکریټ د مختلفو عواملو له امله تخریب شوي وي .خوکه شته اوسنی کانکریټي ساختمان په ښه بڼه نه وي دا کار اسانه هم نه دی .پرته له دې چې د مقاومت په پام کې ونیول شي د کانکریټو سطحه دوخت په تېريدو سره له زړښت او تخریب سره مخ وي .د زړو کانکریټو لپاسه د نوو کانکریټو اچول د وار-له مخکې پلان شوي پروسیجر له مخې ترسره کیږي څو یوه ښه سطحه لاس ته راشي.د بیلګې په ډول، زوړ کانکریټ پاکه کړۍ،قالب وتړۍ،که ضرور وي سیخان یا سیمي جالۍ نصب کړۍ،کانکریټ واچوۍ ،تخته یې کړۍ ،وروستۍ سطحه لیول او منظمه کړۍ او بلاخره نوو کانکریټو ته ترټاکلې مودې اوبه ورکړۍ .
د زړې کانکریټي سطحې لپاسه نوي کانکریټ څنګه واچول شي؟ How to Pour New Concrete Over Old Concrete Surface?
1. زړه کانکریټي سطحه پاکه کړۍ. Clean Old Concrete Surface
کله چې د زړو کانکریټو لپاسه نوی کانکریټي قشر اچول کیږي د بریالیتوب لپاره د زړې سطحې پاکول او چمتو کول ډیر مهم دي.میده جغل ،شګه ،ګرد او خاورې خځلې باید لرې کړای شي.وروسته له دې ،که سطحه پرچه پرچه شوې وي ،هغه د بېلچې په واسطه لرې کړای شي ،بیا سطحه پاکه جارو شي .ددې لپاره چې له درزونو او چاودونو ګرد او خځلې رالرې کړای شي باید سیمي جارو وکارول شي.بلاخره د پاتې خاورو خځلو دپاکولو لپاره کیدای شي په فشار سره اوبه هم وکارول شي.دا هم شونۍ ده چې له اوبو سره پاکوونکي شامبو ورعلاوه شي څو داغونه او خیري پاک شي.
2. قالب بسته کړۍ Fix Formworks.
د زړو کانکریټو لپاسه دنوو کانکریټو اچولو لپاره قالب په اساسي ډول د نوو کانکریټو په شان دی .د زړې کانکریټي سطحې چارچاپیره قالب وتړۍ ،معمولا دا د لرګي قالب وي .قالب باید دشته کانکریټي سطحې لپاسه دغوښتل شوي پیړوالي په اندازه پورته بسته شي.باید ډاډ ترلاسه شي چې د قالب لوړوالی په ټولو برخو کې یوشان او منظم دی.د ښې اتکا لپاره په هرجینټ او هر 0.9m بعد یولرګي ځمکه کې خښ کړای شي.دکنترول جینټونو موقیعتونه له قالب دباندې باید مشخص شي.وروسته له دې د غوښتل شوي ځای لپاره د کانکریټو مقدار پیداکړۍ ،او د همغې له مخې د کانکریټو جوړولو فرمایش ورکړۍ.
3. د سیخانو ځای په ځای کول. Reinforcement Placement
که چیرې په کانکریټو کې فعال درزونه وي نو د سیخانو ځای په ځای کول ضرور دي.کیدای شي سیخان وي یا هم د ویلډ شوي سیمي جالۍ په شکل وي.په خپل ځای د سیخانو د ځان نیولو لپاره باید عرضي سیخان ورکول شي.دا به وکولی شي چې پلاستیک انقباض درزونه کنترول کړي.
4. شته کانکریټو سطحه په اوبو سره مشبوع کړۍ. Saturate Existing Concrete Surface with Water
وړاندې له دې چې تازه کانکریټ واچول شي د اوسنیو شته کانکریټو سطحه باید مکمل ډول په اوبو سره مشبوع او لمده شي.دا مشبوع کول به له نوو کانکریټو څخه د زړې کانکریټي سطحې په واسطه د اوبو د جذب مخنیوی وکړي.که چیرې د زړو کانکریټو په واسطه اوبه جذب شي نو دنوو او زړو کانکریټو ترمنځ نښتل به کمزوری شي.
5. نوي کانکریټ واچوۍ . Pour New Concrete
د سطحې له چمتو کولو ،سیخانو ځای په ځای کولو او قالب له بسته کولو وروسته ،د کانکریټو اچولو عملیات د پمپ یا بلې کومې وسیلې سره شروع کیږي .کانکریټ په سطحه خواره شي .باید ډاډ ترلاسه شي چې دکانکریټو کیفیت له ډيزاین غوښتنو سره سم دی .
6. د اچول شوو کانکریټي سطحه هواره او منظمه کړۍ. Finish Poured Concrete Surface
د کانکریټو وروستۍ سطحه د اوسپنې یا لرګي ګمالې په واسطه منظمه او هواره شي.په ګرمه هوا کې کیدای شي ،کانکریټ زر وچ شي ،نو وروستي کارونه باید له کانکریټ اچولو وروسته سمدستي هواره شي او منظمه شي.د مخ وروستي کارونه باید په سم وخت ترسره شي که نه درزونه به پیدا شي.کنترول جینټونه باید په ګرمه هوا کې له 4 ساعتونو اوسړه هوا کې 12 ساعتونو وروسته مشخص کړای شي.
7. د نوو کانکریټو اوبه ورکول. Curing New Concrete
د اوبو ورکولو او کانکریټ ساتلو لپاره څو بیلابیل میکانیزمونه شته کوم چې د جوي شرایطو ،دموادو پیداکیدو او وسایلو پورې تړاو لري.سپارښتنه داده چې لږترلږه د یوې اونې پورې کانکریټو ته اوبه ورکول شي او کانکریټ لوند وساتل شي.