لیکنه: عبدالوافي نايبزی
لومړی غواړم چې د زکات په اړه درنو لوستونکو ته څه وړاندې کړم په اقتصاد کې چې اسلام کومه موخه په پام کې لري هغه دا ده چې دولت (شتمني) په يو ځای ټوله نشي ،اسلام غواړي چې د ټولنې کومو خلکو ته چې د خپل غوره لياقت يا د ښه بخت پر بنسټ د هغوی له اړتيا نه زيات مال په لاس ورغلی وي ،هغوی دې دغه جمع کړی دولت نه ساتي ،بلکې خرڅ دې کړي او په داسې چارو کې دې ولګوي چې د پانګې د حرکت له امله د ټولنې بېوسه خلکو ته هم پوره برخه په لاس ورشي ،د دغه موخې لپاره اسلام له يوي خوا د خپلو عالي اخلاقو ښوونو او هڅولو او ويرولو په خورا اغيزمنو لارو چارو د سخاوت او رښتينې مرستي ځانګړنه په خپلو پيروانو کې پيداکوي ، تر څو وګړي په خپله خوښه د پانګې جمع کول بد وګڼي او د خرڅ کولو په لور يې ميلان وي،له بلې خوا داسي قانون جوړوي ،چي کوم خلک د سخاوت له لارښوونو سره سره د خپلې کمزورتيا له امله د پيسو پيدا کولو او را ټولولو عادت وي او يا له چا سره په يوه نه يو ډول مال جمع شي ،د هغوی له مال نه دي هم لږ تر لږه يوه برخه د ټولنيزو ښيګڼو لپاره وويستل شي ،د دغه څيز نوم زکات دی.
د اسلامي اقتصادي سيستم او سرمايه داري(پانګنيز) نظام تر منځ توپير دادی چې په سرمايه داري نظام کې مال د غريبو خلکو له جيبو څخه د سرمايه دارانو په لور خوځښت لري او بالعکس په اسلامي اقتصاد کې مال د سرمايه دارانو له خوا غريبانو او مسکينانو ته ځي چې د مال خوځښت د سرمايه دارانو له خوا مسکينو او غريبانو ته دی او طبيعي خبره ده چې اسلامي نظام ټولنيز او د ټولنې په ګټه کې دی او ټولنه د مساواتو په لور بيايي.
دويم دا چې ټکس (ماليه) په قرانکريم د مالي چارو په برخه کې، يوازي د دوو څيزونو د اجباري ورکړې امر شويدی، زکات پر مسلمان او جُزيه پر کافر باندې کوم چې د اسلامي حکومت تر حکم لاندې ژوند کوي پدي برخه کې د نبي کرم (صلی الله عليه و سلم) او لومړي خليفه(رض) احکام تر همدغو دوو پوري محدود وو حضرت عمر(رض) د زکات تر څنګ خراج هم ولګولو د ټکس مسئله له انفاق او صدقې سره تړلی شو، انفاق او صدقه په قرانکريم کي ذکر شويدي نبي کرم (صلی الله عليه وسلم) مستقيم ټکس نه ؤ لګولی، ځکه چي اړتيا ورته نه وه او د ضرورت (جهاد) په وخت کې او يا بل وخت چې به د وسايلو اړتيا وه نو صحابه کرامو (رض) ته به يې وويل چې دا وسايل برابر کړئ هغوی به په داوطلبانه ډول دا کار کولو.
اوس دا پوښتنه راولاړېږي چې اسلامي دولت د زکات تر څنګ ټکس لګولی شي او که نه؟
نبي کريم (صلی الله عليه وسلم) په يوه حديث کې فرمايلي: (و فی اموالکم حق معلوم للسائل و المحرم) يانې ستاسو په مالونو کي د سوال کونکي او بې برخې فقير لپاره په فرض زکات سر بېره نور حق هم شته.
لدېنه دا څرګندېږي چې حکومت ټکس لګولی شي امام غزالي په خپل وخت کې د حکومت لخوا د ډېر ټکس لګولو مخالف ؤ، ځکه ده ويل چې دغه زياتوالي د شريعت مطابق ندی، خو هغه وايې چې حکومت کولی شي د عوامو د ګټې پخاطر د زکات تر څنګ ټکس هم و لګوي او هغه په دوه حالتونو کې:
١ د هېواد د دفاع او د عوامو د امنيت ساتلو لپاره.
٢ که چېرې اسلامي ټولنه د بډايانو له اړخه له خطر سره مخ وي او يا که چېرې شتمن يا دولتمند په ټولنه کي د ورورولۍ فضا ګډوډوي.
اوس راځو د زکات او ټکس تر منځ عمده توپيرونو ته :
١ زکات يو مالي عبادت دی او د اسلام له ارکانو څخه يو رکن دی چې د دې په انکار سره مسلمان کاپر کېدای شي او ټکس د حکومت لخوا دی چې د دې په انکار سره مسلمان نشي کافر کېدای
٢ بل دا کله چې د مسلمان مال د زکات نصاب ته ورسېږي نو په هغه باندي زکات فرضېږي او ټکس کې کوم ځانګړی نصاب نشته هر څوک که کوم ټاکلې سوداګري پيلوي نو هغه بايد ټکس ورکړي.
٣ زکات د الله (جل جلاله) لخوا فرض ګرځول شويدی او هغه هېڅوک نشي معافولای، بلکې ټکس د حکومت لخوا دی د وخت پاچا/ريس جمهور کولی شي چې هغه معاف کړي.
٤ د زکات اندازه مالومه ده او څوک په هغه کې کم والی او زياتوالی نشي راوستلی، بلکې په ټکس کې کومه ځانګړې اندازه نده مالومه.
٥ زکات ځانګړي مستحقين لري او له هغوی نه پرته بل چاته نه ورکول کېږي، بلکې ټکس د حکومت عايد دی او په کوم ځاي کې چې وغواړي مصرفولای يې شي.
٦ زکات په ذخيره شوي مال باندې کېږي، بلکې ټکس خو په عايد باندې وي که هغه لږ وي يا ډېر کوم توپير پرې نشته.
٧ زکات صرف پر مسلمان فرض دی، بلکې ټکس د يو هېواد په هر اوسېدونکي باندي دي.