• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د زکام د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

Home روغتیاد زکام د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟
د زکام د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

د زکام د مخنیوي لپاره باید څه وکړو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي
ځینې اسانه لارې -چارې او سپارښتنې کولای شي چې په ساړه موسم کې مو له زکام څخه وژغوري. په څادر یا پړوني سره د خولې او پزې پټول کولای شي چې ستاسو تنفسي جهاز ته د یخې هوا د ننوتو مخه ونیسي. دغه راز هڅه وکړئ چې لاس او غوږونه مو د یخې هوا پر مهال په یوڅه کې وپېچئ.
د بدن ځینې برخې په ډېرې اسانۍ سره یخېږي او دفاعي سیستم نه شي کولی چې په هغه برخه کې د میکروبونو او ویروسونو مخه ونیسي. د ورځې لږ تر لږه یو نیم لېتر پاکې اوبه وڅښئ ځکه د مخاطي هیدراتاسیون لپاره ګټورې دي.
د چرګ ښوروا چې د وېټامینونو او معدني موادو تر ټولو ښه سرچینه ده د یخ وهلو کسانو لپاره ګټور خواړه دي. په چای کې د لیمو ګډول هم د دې ډول ناروغۍ مخه نیسي.
که غواړئ په زکام اخته نه شئ او له دې ناروغۍ څخه په امن کې اوسئ ګرمې شیدې او د بوټو چای په یخو ورځو او شپو کې ضرور وڅښئ.
هغه څښاک چې په خپل ترکیب کې وېټامین سي لري له زکام څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي. لږ تر لږه په ورځ کې دوه ځله باید د کوټې هوا بدله شي ان که بېرون هوا هر څومره یخه هم وي.
کوټه باید له ټاکلې اندازې ډېره توده نه شي، د هغه محیط د تودوخې درجه چې تاسو په کې ژوند کوئ باید د ۱۸ او ۱۹ درجو ترمنځ وي ځکه که د کوټې هوا له دې زیاته ګرمه شي د پزې او ستوني مخاطي غشا وچېږي او د مکروبونو لپاره د اوسېدو ښه ځای ګرځي.
لږ تر لږه په ورځ کې درې ځله خپل لاسونه په ګرمو اوبو او صابون باندې ومینځئ او یا د میکروب ضد درمل وکاروئ. دغه کار باید هغه وخت بیا په سیستماتیک ډول تر سره کړئ، چې کله په بېلا بېلو ناروغیو اخته کسانو ته لاس ورکوئ.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

سپینه ډوډۍ زیان رسوونکې  ده/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

سپینه ډوډۍ زیان رسوونکې ده/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

Oct 5, 2016

روغتیا پالان تل خپلو ناروغانو ته د سپنې ډوډۍ پر[...]

د ماشومانو خوب باید څه ډول تنظیم شي؟

د ماشومانو خوب باید څه ډول تنظیم شي؟

Mar 3, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي ډېری میندې او د کورنۍ نور غړي[...]

هغه څه چې ذهن اراموي

هغه څه چې ذهن اراموي

Jul 20, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي ۱- د نورو په کارونو کې بېځایه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022