• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

د زیږه دانه او میده دانه خاورې ترمنځ توپیر څه شی دی ؟ WHAT ARE THE DIFFERENCES BETWEEN COARSE GRAINED & FINE GRAINED SOIL?

Home انجنیريد زیږه دانه او میده دانه خاورې ترمنځ توپیر څه شی دی ؟ WHAT ARE THE DIFFERENCES BETWEEN COARSE GRAINED & FINE GRAINED SOIL?

د زیږه دانه او میده دانه خاورې ترمنځ توپیر څه شی دی ؟ WHAT ARE THE DIFFERENCES BETWEEN COARSE GRAINED & FINE GRAINED SOIL?

په انجینرۍ کې خاوره نسبتا سست متراکم عضوي او منرالي مواد دي چې د د سخت بستر لپاسه د رسوب په شکل پیداکیږي .د جوړښت له لحاظه خاوره په دوه ګروپونو ویشل کیږي .
1. زیږه دانه خاوره . Coarse grained soil
2. میده دانه خاوره .Fine grained soil
د زیږ دانې خاورې خاصیت له میده دانې خاورې څخه توپیر لري.د زیږ دانې خاورې تشریح د میده دانې خاورې سره مختلف دی .اوس غواړو دلته ددواړو خو په توپیرونو بحث وکړو .
زیږه دانه خاوره . COARSE GRAINED SOIL
1. زیږ دانه خاوره په ابتدايي ډول د ذرې سایز یا دانې سایز له مخې مشخص کیږي .جداګانه ذرات یې د سترګو په واسطه لیدل کیږي.
2. زیږدانه خاوره په دوه ګروپونو ویشل کیږي .شګه او جغل .هغه ذرات چې سایز یی له mm 4.75 زیات وي جغل بلل کیږي او هغه چې د ذراتو سایز یې د mm 4.75 او 75 مایکرون ترمنځ وي شګه بلل کیږي .
3. د زیږ دانې خاورې شفاهي تشریح او ویش د ښه او کمزورې ذرې شکل په اساس کیږي د بیلګې په ډول زاویه دار ،ګرد او نیمه ګرد .
4. زیږ دانه خاوره د بار زغم ښه ظرفیت لري.
5. زیږ دانه خاوره د اوبو ایستلو ښه ظرفیت لري.
6. په زیږ دانه خاوره کې د لمدبل په تغیر سره د حجم بدلون نه راځي .
7. په زیږ دانه خاوره کې د لمدبل شرایطو په بدلون سره د مقاومت او محکمیت په مقدار بدلون نه راځي.
8. د زیږ دانه خاورې د دانې د سایز او ساختماني ترتیب په مرسته انجینري خواص کنترول کیږي .
9. کله چې په لاس سره لمس شي خو د جغل موجودیت ترې حس کیدای شي.

میده خاوره .FINE GRAINED SOIL
1. میده خاوره د پلاستیکیت له مخې مشخص کیږي .جداګانه ذرات یی د سترګو په واسطه نه لیدل کیږي .
2. میده دانه خاوره په دوه ګروپونو ویشل کیږي. سلت او کلی .هغه ذرات چې قطر یې د 75 مایکرون او 2 مایکرون ترمنځ وي سلټ بلل کیږي او هغه ذرات چې قطر یې له 2 مایکرون کم وي کلی(Clay) بلل کیږي .
3. د میده دانه خاورې شفاهې تشریح او مشخص کول د وچ مقاومت ،ډیلټانسي ،خپریدو او پلاستییکیت ازمایښتونو په واسطه پیداکیږي .
4. میده دانه خاوره کمزوری زغم ظرفیت لری.
5. میده خاوره د هغې د میده ذراتو درلودو له امله غیرقابل نفوذ خاصیت لری .
6. د لمدبل د مقدار په زیاتیدو سره د میده دانه خاورې په حجم کې بدلون راځي .
7. د لمدبل شرایطو په تغیر سره مقاومت او محکمیت یی بدلیږي .
8. میده دانه خاوره د یخبندان له عمل سره حساس ده .
9. انجینري خواص یې د منرالوجیکي فکتورونو سره کنترول کیدای شی .
10. کله چې د لاس په واسطه لمس شي ګریس او سلیښت ډول حس کیږي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د سګرېټ پرېښودو تر ټولو اسانه لارې

د سګرېټ پرېښودو تر ټولو اسانه لارې

Aug 21, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي ټولو ته جوته ده چې سګرېټ څکول[...]

د کاغذي پیسو یا بانکنوټ “Banknote” تاریخچه

د کاغذي پیسو یا بانکنوټ “Banknote” تاریخچه

Jun 18, 2016

ژباړه: شفیق الله یوسفزی په افغانستان کې د بانکنوټونو تاریخچه[...]

موفق او خوشاله ژوند

Jan 25, 2018

ليکنه: صبور ګل صابر موفق او خوشاله ژوند معنا دا دی[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022