لیکنه: صابرشاه صابري
د کمپنۍ څخه بهر ګمارل:
د ښو خلکو ګمارل د یو مدیر لپاره یو لوی چلنج دی، زیاتره وخت دغه پروسه د یو ساده سوانحو څخه پیل چې کیدای شي نوماندانو ټولې ریښتیا دروغ خپلې وړتیاوې ېې پکې را غونډې کړې وي، او د خپلو کمیو یاودونه خو بیخي نه او یا هم ډیره کمه پکې وي. له بلې خوا تاسو یو یا څو بستونه تش لرئ، باید هغه ډک کړئ، او د همدې کسانو څخه ېې باید ډک کړئ.
ګمارل:
ستاسو د کمپنۍ د سایز سره سم تاسو باید د کمپنۍ د بشري قوې له څانکې سره نږدې اړیکې ولرئ ترڅو ستاسو سره د ښو خلکو په پلټنه او ټاکنه کې مرسته وکړي؛ کچیرې داسې نه وي بیا به پخپله دا کار په یوازې ځان ترسره کړئ.
پدغه برخه کې لاندې یاد ګامونه به ستاسو سره مرسته وکړي چې د بشري قوې د څانګې په شتون او یا نشتون کې څنګه ښه خلک وګمارئ.
۱- د دندې معلومات (Job Description) جوړ کړئ: د ټولو دندو او مسؤلیتونو او همدارنګه د لازمو وړتیاو یو لیست برابر کړئ چې نومانده کس ېې باید ولري، تر څو د دغه دندې تر عهدې ووځي. د جنس (نر یا ښځه)، قوم، ژبې وړیتا، او قیافې یادونه هم وکړئ کچیرې اړین وي. لاندې مثال د یوې دندې د معلوماتو په توګه وګورئ.
د بریښنا د انجنیر د دندې معلومات:
کاندید شوي کسان باید د بریښنا په پروژه کې د بریښنا د انجینر په توګه کار وکړی شي.
– دندې او مکلفیتونه: د تعمیرونو د بریښنا د بار محاسبه، مشخصات (Specification)، او پلان باید برابر کړی شي؛
– د پروژې د ننیو او بهرنیو کاري ټیمونو د غړو سره ښې اړیکې جوړول، چې له مخې ېې د مشتریانو د اړتیاو سره سم میټینګونو او ناستو ته ښه تیاري ونیولی شي.
– د ډیزاین په کره کتنه، د مشتریانو، د ټیمونو د غړو، او د فابریکې د کارکونکو سره په ناستو کې ګډون کول؛
– د بریښنا په برخه کې د قراردادونو د نرخونو (bid) کره کتنه، د مناسبیت، قیمت او جوړیدنې د ارزولو په موخه؛
– د ساحوي کارونو څخه لیدنه، چې تر څو د بریښنا نصب شوي سیستمونه د ډیزاین او پرمختللو ساختماني چارو سره د سمون په برخه کې ډاډ حاصل شي؛
– د شپې ناوخته کار کول، د اونۍ په رخصتیو کې هم کار کول: نږدې ۲۵٪ تر ۳۵٪ پورې؛
– ځنې نورې دندې چې کیدای شي وروسته ورته په ګوته شي.
مسلکي زده کړې، وړتیاوي، او ښیګڼې:
- د پوهنتون د فراغت سند ولري، یا دیته ورته کاري تجربه ولري؛
- د ودانیو د بریښنا د سیستم د ډیزاین، د بریښنا د لګښت د محاسبې، د معمولو کودونو سره د آشنايي، او ودانیو د ډیزاین اړوند معلوماتو په برخه کې پنځه کاله کاري تجربه ولري؛
- د ساختماني چارو د کره کتنې په برخه کې پنځه کاله تجربه ولري؛
- په لیکلې او ژبنۍ توګه د افهام او تفهیم وړتیا ډیره اړینه ده؛
- مسلکي انجینر – د بریښنا لیسانس لمړیتوب لري.
۲- د تش بست اعلانول: تاسو کولی شئ د بیلابیلو لارو څخه د خپل تش بست لپاره په مختلفو ادارو (لکه د اکبر موسسه)، ورځپاڼو، تلویزونو، راډیوګانو، او نورو رسنیو کې خپل اعلاونه ورکړئ.
۳- د سوانحو یا غوښتنلیکونو کتنه او ارزونه: وروسته لدې چې تاسو خپل اعلانات تیر کړئ، تاسو ته به بیخي زیات غوښتنلیکونه راشي، کچیرې پدې وخت کې د دندو مارکیټینګ سوړ وي، تاسو ته به ډیر داسې غوښتنلیکونه یا سوانح هم راشي چې ستاسو د تش بست سره به هیڅ تړاو نلري. لدې امله که ممکن وي د خپلې کمپنۍ د بشري قوې څانګې ته دنده وسپارئ تر څو هغه سوانح یا غوښتنلیکونه چې د تش بست له شرایطو سره سر نخوري، یا ېې ځانګړتیاوې ندي برابرې ستاسو نه مخکې چاڼ کړي، او پاته سوانح تاسو پخپله تر نظر تیر کړئ. دا کار به تاسو ته کافي وخت درکړي چې د کمپنۍ په عوایدو (نورو بوختیاو) ښه متمرکز فکر وکړی شئ.
د سوانحو یا غوښتنلیکونو د ارزونې لپاره د خپلې کمپنۍ پخوانۍ سیستم وکاروئ، په هغه ښه ځان پوه کړئ. کچیرې هغه ستاسو لپاره ناخوښ او یا نیمګړی ښکاري خپل سیستم هم کارولی شئ. تاسو به غوره وګڼئ چې د یو مترکس د جوړولو له مخې ځانته کاندیدان و ارزوئ، او له غوره نوماند څخه بیا تر ټیټ پورې ټول سره سم کړئ. کله مو چې د سوانحو لمړۍ ارزونه ختمه کړه، موږ مشوره درکوو چې پورته ټولې سوانح په لاندې دریو ګروپو وویشئ:
– د خپلې ارزونې د ادامې ګروپ (ستاسو یا د کمپنۍ د بشري قوې د څانګې پوسیله)؛
– ممکنه ګروپ (کچیرې په لمړي ګروپ کې مناسب نوماند پیدا نشو)؛
– بشري قوې ته بیرته ګرځیدل (او د مننلیک استول).
دلته به تاسو د دوهم لیست په برابرولو بریالي شوي وی.
۴- د خپلې ارزونې د ادامې (لمړی ګروپ) نوماندو ته زنګ ووهئ، موږ پدې موقع کې ځکه ددې کار سپارښتنه کوو چې کیدای شي له مخکې ځنې ټکي د دواړو ترمنځ پوره سپین شوي نه وي، نو پکار ده چې د ټلفن له لارې هغه مخامخ او په لنډ وخت کې سره شریک او ځان پرې وپوهوئ؛ لکه کیدای شي ستاسو تش بست ته داسې څوک پکار وي چې هغه باید د شپې تر ناوخته کار وکړي، د ساحوي کارونو د کتنې لپاره ناامنه سیمو ته سفر وکړي، د اړیتاو په وخت کې د اونۍ په رخصتۍ کې هم د دفتر چارې پر مخ بوزي او یا نور. کچیرې نوماند په پورته یادو ټکو کې هو کړه نه درلوده، نو د دوی له لیوالتیا او غوښتنلیک د لیږلو څخه په پوره درناوي مننه وکړئ. دا کار ستاسو او هم د نومانده کسانو وخت خوندي ساتي، او باید د مرکې ترمخه ېې ترسره کړئ.
۵- د مرکې ترتیبول: اوس تاسو د ټلفن پوسیله خپل لیست نور هم لنډ او چاڼ کړ، تاسو کولی شئ په لیست کې پاته نوماندان د مرکې لپاره را وغواړئ. په مرکه کې کیدای شي تاسو او دوه یا دری تنه نور د پروژې غړي هم ګډون ولري. د مرکې لپاره یو مناسب وخت او ځای چې هم ستاسو او هم د نوماندانو لپاره وړ وي وټاکئ، ښه ځای معمولا ستاسو خپل دفتر کیدی شي، مګر په بل هر ځای: رسټورانټ، هوايي ډګر، نیټ کفِ، د کنفرانس خونه، او یا بل ځای کې هم کولی شئ مرکه واخلئ. کله چې مرکه پیل شوه، هڅه وکړئ نومانده کس ته پوره وخت او ډاډ ورکړئ تر څو خپل زده او خپل اند ستاسو سره شریک کړي. دری یا څلور ساعته وخت په کار دی چې تاسو ۴۵-۹۰ دقیقو پورې مرکه وکړئ، او هم نومانده کس ته خپله کمپنۍ، پروژې او یا نورې اړینې برخې ور وپیژنئ. د خپل نومانده کس ډیر درناوی کوئ، د هغه د وخت زیات درناوی کوئ، هیڅکله داسې بې غوري ونکړئ چې هغه ډیر منتظر کړئ.
۶- د مرکې لپاره تیاری نیول: ددې لپاره چې په پوره ډاډ سره د خپلې اړتیا وړ معلومات له مرکه کیدوني نوماند څخه تر لاسه کړئ، تاسو ته په کار دې خپله مرکه په پوره پاملرنه او دقت سره واخلئ. ددې کار لپاره باید د تش بست د دندې معلومات (Job Description) په غور سره وګورئ، پوښتنې ترې جوړې کړئ، تر څو له مخې ېې ښه برابر او وړ نوماند پیدا او وګمارلی شئ. د پوښتنو په جوړولو کې په یاد ولرئ چې د ښه او وړ کس د پیژندلو لپاره د هغه تیره تجربه تاسو ته ډیر څه درکولی شي. نو تاسو ته په کار دي خپلې پوښتنې داسې برابرې کړئ، تر څو د نوماند د تیرو تجربو، په اړه پوه شئ. دې ډول مرکې ته د سلوکو مرکه (Behavioral Interviewing) وايي، ځکه دلته یوازې د مرکه کیدونکي کس په عملي کارونو تمرکز کیږي.
موږ تاسو ته د STAF تخنیک د کارولو سپارښتنه کوو، تر څو د هغه پر بنسټ خپلې پوښتنې او د مرکه کیدونکي ځوابونه فورمول بندي کړئ.
– Situation
– Task
– Actions
– Final Result
ستاسو پوښتنې به د سلوکي مرکې څخه پیلیږي، او هغه پوښتنې به رامنځ ته کوئ چې ستاسو د تش بست سره اړیکې لري، د بیلګې په توګه تاسو به د نوماند څخه د میخانیک په اړه پوښتئ:
حبیبې!، ستاسو اسنادو کې لیکلي چې تاسو د اوبو رسولو په پروژه کې هم کار کړیدی، کیدای راته ووایئ چې په څه ډول (کومو) پروژو کې مو کار کاوه؟، امکانات او آسانتیاوې څه وې؟ (Situation)، ستاسو دنده او مسؤلیت څه و؟ (Task)، تاسو پکې کومې کومې چارې پرمخ بیولې (ډرفټ، تحلیل، ډیزاین، د ډیزاین کره کتنه، او که نور څه)؟ (Action)، او پایله ېې څه وه؟ (Final Result).
یادونه: دې ټکي ته مو پام وي چې نومانده کس ته کافي وخت ورکړئ تر څو خپل معلومات په څرګنده او واضح توګه بیان کړي، تاسو خو د خپلو مطلوبو معلوماتو د راټولو لپآره د پوښتنو جوړولو په وخت کې او وروسته تیاری نیولی و، مګر له نوماند څخه دا پوښتنې همدا اوس مطرح کوئ، هغه فکر کولو، او ستاسو د پوښتنو په اړه تعمق ته اړتیا لري، نو پریږدئ چې هغه ښه غور پکې وکړي، او تاسو ته ځواب ووايي. تاسو به د نوماند ځوابونه د خپلو پوښتنو سره یوځای په لاندې توګه او یا هم د خپلې خوښې سره سم ولیکئ او خوندي وساتئ، ترڅو په راتلونکي کې بیا کتنه پرې وکړئ.
د مرکې پاڼه (بیلګه)
د دندې نوم ــــــــــــــــــــــــــ د نوماند نوم ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
– که خپل ځان، دنده، او د خپلې دندې سره مو اړیکې راته ووایاست.
– ساده او آسانه پوښتنې ترې وکړئ، ترڅو د هغه روحیات آرام او د مرکې له تاثیر څخه را ووځي، ( د پوښتنو په منځ کې چای، قهوه او یا نور شیان ورته را وغواړئ).
- د مرکې جریان او جزیات ورته تشریح کړئ. د مرکې لپاره یو قالب وټاکئ: موږ دلته ستاسو سره د میخانیک انجینرۍ د یو بست په اړه خبرې کوو، خبرې به کوو او زه به خپل یادداشت لیکم، دا زما عادت دی، ددې لپاره چې ستاسو راکړي معلومات راته ښه په یاد وي. تاسو هم کولی شئ نوټ ونیسئ، په جرأت سره کولی شئ د دندې، کمپنۍ، او پروژې په اړه هره پوښتنه وکړئ. موږ به دلته (…) دقیقې یوځای سره خبرې کوو.
-
د شالید کتنه. نوماند ته د دندې په اړه ووايئ، د غوښتنلیک او سوانحو اړوند پوښتنې ترې وکړئ، په عمومیاتو کې بحث وکړئ، دنده او شرایط ېې لکه کاري وخت، د جامو یونیفورم، ۲۴ ساعته په تلفن حاضریدل، ۵۰٪ سفر، او نور ورته تشریح کړئ. آیا داسې تجربه مو مخکې درلوده؟، آیا دا به ستاسو لپاره ستونزمن نه وي؟
د نوماند غوښتنلیک او سوانح را وسپړئ، او پدې سره د آزادو خبرو فضا رامنځ ته کړئ، نوماند وپوښتنئ: کچیرې زه ستاسو د مرجع کس (Reference person) سره اړیکه ونیسم، هغه به څه راته ووايي؟، کچیرې زه ستاسو پوهنتون یا ستاسو د پخوانۍ دندې د دفتر ریس ته زنګ ووهم ستاسو په اړه به څه راته ووايي؟ او داسې نورې پوښتنې ترې وکړئ.
- د دندې اړوند علمي معلومات او وړتیاوې ېې درسره لیست کړئ.
کومه پوهه ډیره اړینه ده؟، د میخانیک انجینرۍ لیسانس، د Uniform Building Code 1997 سره آشنايي، د مسلکي انجینرۍ لایسنس، د اکسل کارول او نور.
کومې وړتیاوې اړینې دي؟، د اوبو رسولو د بار محاسبه، د مشخصاتو برابرول، د مشکلاتو حلول، د ساحوي کار کتنه، ډرفټ من ته د کاري سیستم ورکول، د افهام او تفهیم غښتليتوب هم د خبرو او هم د لیکلو په بڼه، د ځنو ځانګړو او اړینو کمپیوټري پروګرامونو کارول، او داسې نور.
- دلته د سلوکي مرکې لپاره زمینه برابره او پیل ېې کړئ.
د پوهې او وړتیا اړوند پوښتنې:
پوښتنه: حبیبې، ستاسو په سوانحو کې دا لیکلي چې تاسو ډیر ښه مشکل حل کونکې يئ. د یوې داسې پیښې کیسه راته وکړه چې تاسو ته یو دم په ډیرو ترینګلو شرایطو کې مشکل پیښ او تاسو په پوره بریا حل کړی وي. د شرایطو په اړه هم راته ووایه، مثلاً څه امکانات او څه ننګونې مو په مخ کې وې. په یاد ولرئ چې پدې پوښتنو کې هغه د STAF ټول پړاونه په پام کې ونیسئ.