ترتیب او ټولونه: صابرشاه صابری
د پروژې مدیریت ته یوه کتنه
کچیرې یو ویوکی وکولی شي د پروژې د مدیریت تعریف وکړي، هغه د «مسؤلیت» ویوکی دی. د پروژې مدیر د هغه څه مسؤل دی چې د پروژې په ترڅ کې پیښیږي، دا پدې مانا نده چې په پروژه کې هرکار باید مدیر وکولی شي او یا وکړي؛ دا پدې مانا هم نده چې د پروژې مدیر د هر څه عام او تام مسؤلیت لري، مګر د هغه کسانو چې د پروژې په کاري ټیم او هغه مواردو (خنډونو) چې د پروژې د بشپړتیا لپاره موجود او وړاندې وینه ېې شوې وي مسؤل ګڼل کیږي. کچیرې تاسو ته دغه خبره د یو مناسب مسؤلیت په توګه انځور شوي وي، نو تاسو پوه شوي یۍ چې د پروژې مدیر یعنې څه. د زیاترو خلکو لپاره دا خبره د ډیرې خوشحالۍ سبب ګرځي، ځکه د زیاتو مسؤلیتونو سره سره مؤفق مدیر په بیلابیلو لارو تشویق او هڅول کیږي.
زموږ سره اوسئ، تر څو تاسو هم د خپلو مسؤلیتونو د بریالي مدیریت تر څنګ د بیلابیلو جایزو مستحق هم وګرځئ.
د بریالي مدیر لاسته راوړنې:
د بریالي مدیر لپاره ډیرې لاسته راوړنې او د هڅونې مختلفې لارې شته چې ځنې ېې دلته ستاسو سره شریکوو.
۱- د پروژې د بشپړتیا لپاره د ټولو اړوند ادارو او افرادو څخه د یو بریالي کاري ټیم جوړول چې پروژه په پوره بریا د خپل وخت او ټاکلې بودیجې سره بشپړه کړي.
۲- د کاري ټیم د غړو سره مرسته، تر څو هر یو پخپل ځای خپل کارونه په پوره مهارت سره ترسره کړي، چې د پروژې د بریالیتوب څرګندوی دی.
۳- خپلې کمپنۍ ته د نغدو پیسو پریمانه راتګ او زیاتوالی.
۴- د خپلو مشتریانو رضایت او خوښي.
۵- د خپل پخواني مشتري څخه نوې پروژې ترلاسه کول.
۶- د خپلو پخوانیو مشتریانو د رضایت او سپارښتنې له مخې هم ستاسو د کمپنۍ د نوي مشتریانو په شمیر کې زیاتوالی راځي.
۷- ستاسو بریالی مدیریت ستاسو لپاره د ښې دندې د پیدا کیدو او ګمارلو چانس لوړوي.
ښه مدیریت یو له هغو کمو وړتیاو څخه دی چې نږدې هره کمپنۍ ورته اړتیا لري، او په جرأت سره ویلی شم چې بریالی مدیر روښانه راتلونکې لري.
زموږ سره اوسئ د خپل روښانه راتلونکي په لور.
د پروژې د مدیر مسؤلیتونه:
ددې لپاره چې یو غښتلی او وړ ساختماني مدیر شئ، تاسو زیات معلوماتي پانګې او د بیلابیلو برخو معلوماتو ته اړتیا لرئ، ولې هغه څه چې ستاسو دغه تشویش له منځه وړي دادی چې تاسو اړ نه یی په ټولو برخو کې پوره علم او تجربه ولرئ؛ که تاسو یوازې د انجینرۍ او یا هم د ساختمان په برخه کې تجربه ولرئ همدا بس دي.
لکه څومره چې دغه پورته یاده مسلکي وړتیا مهمه ده دا هم ډیره مهمه ده چې تاسو شاید او باید د خپل شته مسؤلیت لپاره اوږه ورکړئ.
د انجینرۍ یا ودانیزو چارو یوه پروژه شاید د لاندې څانګو څخه زیاتره څانګې په خپله لمن کې ولري.
- بریښنا
- میخانیک
- پروسې
- مهندسي
- سیول
- د قیمت اټکل
- محاسبه (مالي)
- پیر (خرید)
- حقوق (د پروژې حقوقي چارې)
- بیمه / د ریسک مدیریت
- ډرفټ/ او د کمپیوټر په مرسته ډیزاین
د پروژې د مدیر دنده داده چې د تخنیکي، او مالي برخو، او د کاري مهال ویش غوښتنې په داسې توګه منظمې پرمخ بوزې چې پروژه پروخت او د ټاکلې بودیجې سره سمه بشپړه شي.
د بریالي مدیر وړتیاوې:
په انجینرۍ او ساختماني دندو کې چې څومره تجربه مهمه ده، د بریالي مدیریت لپاره دومره مهمه نده. د مدیریت لپاره د مشرۍ وړتیا کوم چې پوسیله ېې یوه پروژه ښه اداره او پداسې توګه پرمخ بوتلی شي چې ټاکلې موخې پرې ترلاسه کړي.
د مدیریت او همدا راز د مشرۍ لپاره بیلابیل تعریفونه شته، خو موږ دلته هغه را اخلو چې د پروژې د مدیریت سره تړلي یا نږدې وي.
مشري (Leadership): هغه پروسه ده چې د کاري ټیم غړي او یا ټیمونه د ټاکلې موخې د ترلاسه کولو لپاره تر خپل تاثیر لاندې ساتي.
مدیریت(Management): د پروژې یا فعالیتونو د پلانګزارۍ، تشکیل، لارښونې، او کنټرول پروسه ده.
کله کله ددغه دوه څانګو (مدیریت او مشرۍ) ترمنځ پولې سره ورکیږي، خو په ټوله کې ددوی ترمنځ توپیر روښانه دی، دلته تاسو دیته اړ نه یی چې ددې موضوعاتو په اړه په ټولو جزیاتو ځان پوه کړئ. د مشرۍ لپاره غونډ تعریف داسې کولی شو: مشري د خلکو ترمنځ کارونو لکه خبرې اترې، لارښودنې (مشرتوب)، پیژندنې (تعریف) او نیوکې، مرستې او سمبالونې، او داسې نورو لپاره کارول کیږي.
خو مدیریت بیا د ډیرو سیستماتیکو فعالیتونو لکه پلانګزاري، تشکیل، لارښونې او کنټرول لپاره کارول کیږي.
ددې موضوع اړوند راتلونکې لیکنه (د پروژې پلانګزاري)