دساختمانی پروژو دخطر مدیریت
Construction Project Risks Managements
لیکنه: انجینرشفیع الله (هوشمند)
دپروژي دخطرمدیریت دیوي پروژي په دیزاین او تطبیق کی دموجوده خطرونو دپيشبنۍ، هغی ته دښي حل لاري دپیداکولو او عملي کولو څخه عبارت دی یا دخطر مدیریت دراتلونکو بدو پیښو دپیښیدو څخه دنګرانۍ او دهغی دحل لاري څخه عبارت دی. چي دخطرمدیریت ترډیره حده دساختمانی مدیردنده ده ځکه چې ساختمانې مدیر دسکاټ توغندي غوندي دی، چی دټیم په مخ کي دخطر دله منځه وړلو په خاطر فیرکیږي، د ساختمانی مدیردنده دپروژی په ښه توګه، معلوم وخت،اومشخصی بودیجي سره داسي تطبیق کول دي چي دکیفیت له لوري دپروژي دمالک مکملي غوښتنې پوره کړي.
دپروژي خطرونه باید ترډیره حده د پروژي دپلانینګ په وخت کي پیشبیني شي او دهغي لپاره باید مخکي له دې چي دتطبیق پروسي ته لاړه شي او دقرادادي او یا دپروژي دتطبیق کوونکو دسرخوږي سبب شي باید حل لاره ورته ولټول شي، مثلاُ:
که وغواړو یو زندان په یوه داسي ساحه کي جوړکړو چی هغه داستوګني سیمي ته نیږدي وي نوکه چیرته دپلانینګ په وخت کي دهغي ساحي ټولي اجتماعي ستونزي او دځاي نامناسبوالی په نظر کی ونه نیول شي نو دتطبیق په وخت کي زیاتي ستونږی لکه دساحي دګاوندیانونه رضایت له امله دقراردادي یا دپروژی دنورو تطبیق کوونکو په کارکي ځنډ راځي، نودا ستونزه یا دي ته ورته ستونزي چي دوړاندویني یا پیشبینی وړ دي باید دپلانینګ پروخت کي یي حل لاره ولتول شي.څکه دا دساختمان دمدیر دنده ده ترڅوپه جاري ډول وضیت وارزوي، خطر معلوم کړي او دهغي داصلاح لپاره تصمیم ونیسي، او همدارنګه د هغي دښي او بدي پایلي مسولیت ومني.
که څه هم پروژي له یوبل سره توپیرلري خو باهم دخطرونو دمدیریت لپاره دری اساسی پایي یا سټیفونه شته دي چی په لاندي ډول دي.
1) دخطرپیژندنه Risk identification
2) دخطرداندازي تعینول Risk quantification
3) دخطر کمول Risk mitigation
دخطرپیژندنه Risk identification:
پدی پروسه کی بایدهغه خطرچي دپروژي په تطبیق، وخت، مصارفو او نورو باندي اثراچوي مخکي لدي چې پروژه شروع شي باید وپیژندل شي، چي کیدای شي دا خطرونه په لاندي شپږوډولونو کي شامل وي.
1. قراردادي ته د پیشنهاد ور کولو خطر Prebid risks
2. دپروژي دډیزاین کولو خطرونه Design risks
3. دپروژي دساختمان خطرونه Construction risks
4. سیاسي،تنظیمي یا قانوني خطرونه Political/legal/regulatory risks
5. مالي خطرونه Financing risks
6. محیطي خطرونه Environmental risks
دقراردادي ته د پیشنهاد ورکولو خطر Prebid risks
پدی پروسه کي خطرمخکي لدي چي پروژه قراردادي ته وړاندي شي مشخص کیږي او بیا قراردادي ته دقرارداد دغوښتنو، دپروژي دشکل، موقعت، بودیجي او داسي نورو غوښتنو مطابق وړاندي کیږي ترڅو دیادو خطرونو په قبول یا رد سره تصمیم ونیسي.
قراددادي به یا دپروژی قیمت لوړول غواړي ، یابه پروژه له بل قراردادي سره په شریکه مخته بیایی چي دی ته یي joint venture وایی او یا که خطرقبول نکړی پروژه به ردکوي.
دپروژي دډیزاین کولو خطرونه Design risks
زیات داسي فکتورونه شته دي چي ددیزاین خطرونه رامنځ ته کوي او دپروژي په تطبیق او وخت باندی مستقیم تاثیرلري چی بعضي یی په لاندي ډول دي:
• په کافي اندازه سره دډراوینګونویا مهندسي رسمونو نشتون.
• دډیزاین په ستندرد کی دبدلون مشکلات.
• د تطبیق په وخت کی دمالک دفکربدلون چي په یوشی کی تغیرراولي.
• دهغه معلوماتو نشتون چي قرادادي ورته ضرورت لري
• په دیزاین کي بعضی نیګړتیاوي چي دقراردادي دکارکیفیت متضرر کوي.
دپروژي دساختمان خطرونه Construction risks
زیات داسي فکتورونه شته دي چي دساختمان خطرونه رامنځ ته کوي او دپروژي په تطبیق، قیمت، کیفیت، حفاظت او وخت باندی مستقیم تاثیرلري چی بعضي یی په لاندي ډول دي:
• د ماهرکارګر نشتون او یا کمبود.
• دساحی دډول تغیریدل.
• ساحی ته دتراسپورتیشن دسهولت نشتون.
• دسرمایی یا موادو دخرابیدو او غلا کیدو مشکلات.
• دهوا بد حالت.
• په ساحه کی دبرق، ګاز، اوبو او نورو شیانو نشتون یا ددی شیانو له ادارو سره ستونزه.
• دکارګرانو لفظي شخړي او فزیکی کشمکشونه.
• دساختمانی موادو نشتون.
• دکارګرانو دحفاظت یا سیفتي مشکلات.
سیاسي ،قانوني یا تنظیمی خطرونه Political/legal/regulatory risks
پدي خطرونو باندي قراردادي کم کنترول لري یا دهغي کنترول دقراردادی له وس څخه پورته دی، داخطرونه هم زیات دی چی یوڅو یي په لاندي ډول دي.
• دکارپه قانون کی تغیرراوستل مثلاُ دکارپه وخت کی کمبود یا اجوره کی زیاتوالی راوستل.
• په مالیات کی تغیرراوستل چی مستقیماً دموادو په نرخ تاثیر لري.
• دمظاهرو او اعتراضونو وړاندوینه.
• کارګرانو ته د جامعی لخوا د ضرررسول خطرات.
• کله چي یوي ساحي ته یوه پروژه نیول شوي وي بله ګاونډی ساحه هم د ورته یادي بلي پروژي دعملي کولو یا دکار دبرهم کول یا په کارکي دخنډ جوړولو خطر.
• کله چي په ساحه کی ماهر کارګر نه وي اوهغه ساحه دبلي ساحي ماهر کارګر ونه زغمي.
مالي خطرونه Financing risks
داچي مالي خطرات بیخي زیات دي خو بیا یو څوداني یی په لاندي ډول دي.
• د اقتصاد د ورشکست خطر.
• دقراردادی سره دنغدو پیسو نشتون چی دساختماني موادو دځنډ سبب ګرځي.
• کله چي په پروژه کي خلکو ته يوڅه مالي فیصدي ورکړل شوي وی نو دخلکو یا مشتریانود زیاتوالي خطرات لکه ددکلیو اوبیاجوړونې وزارت چي دسولرو پروژه مخ ته وړی او ۷۰٪ لکښت یی خپله وزارت ورکوی او ۳۰٪ یی مشتریان یا مستفدین ورکوي.
• دمشتریانو سره دنغدو پيسو نشتون یا دهغوی لخوا د ورته ټاکل شوي فیصدي نه ورکولو خطر.
• د فرعی قراردادي یا دساختمانی موادو د آماده کوونکود ورشکست خطر.
• داسعارو په بیو کي دبدلون خطر.
محیطي خطرونه Environmental risks
داچي محیطي خطرونه هم بیخي زیات دی او دا خطرونه هم لکه سیاسي ،قانوني یا تنظیمی خطرونو غوندي دقراردادي له کنترول څخه وتلي دي، چي بعضي یی په لاندي ډول دي
• دساختمانی کارلپاره د مناسبي حرارت درجي دنشتون خطر.
• دخطرنانو موادو شتون او دساحي دزیات ککړوالي خطر.
• په ساحه کی دباستاني موادو دپیدا کیدو یا دنورو نامعلومو خښ شویو شیانو دپیدا کیدو خطر.
• په ساحه کی د خښ شویو چاودیدونکو موادو د موجودیت خطر.
• په ساحه کي دنم ، سیلاب او نور طبعي آفتونو دموجودیت خطر.
دخطرداندازي تعینول Risk quantification
کله چي مشکل وپیژندل شو نو په دوهم مرحله کي باید یاد خطر تحلیل شي او دهغي علت باید وموندل شي، دساختمان دمدیر دادنده ده چی هرخطر اندازه کړي درجه بندی (اندکس) یی معلوم یی کړي او دهغي فکتورونه پیدا کړي.
دخطرد پیښیدو داندکس معلومول Determining the probability index
دخطردپیښیدو داندکس پواسطه دیوه خطر داحتمال درجه معلومیږي چي دا ددرجي له ۱-۳ پوري دي او په لاندي ډول دی.
• لوړخطر(۳) درجه کله چي دپیښیدو خطر احتمال یی ۷۵-۱۰۰ ٪ پوري وي.
• منځنی خطر(۲) درجه کله چی دپیښیدو خطراحتمال یی ۵۰-۷۵٪ پوري وي.
• ټیټ خطر(۱) درجه جی دپیښیدود خطر احتمال یی له ۵۰٪ څخه کم وي.
دخطرد تاثیردرجي هم دخطر داندکس غوندي دی چی په لاندی ډول دي.
• لوړ تاثیرات (۳) درجه
• منځنی تاثیرات (۲) درجه
• ټیټ تاثیرات (۱) درجه
کله چي دادواړه معلوم شول نو بیا دخطر درجه په لاندی فورمول چی داحتمال ددرجی او دتاثیر درجي دضرب دحاصل څخه پلاس راوړو.
دخطردرجه = دخطرداحتمال درجه x دخطردتاثیر درجه
دخطر دمقدار معلومولو ژوندی مثال:
دخطر مقدار تعین کول
دخطر درجه تاثیر احتمال دخطرډول
۲ ۱ ۲ خرابه هوا
۴ ۲ ۲ مالی مشکلات
۱ ۱ ۱ اجتماعی مظاهرات
۶ ۳ ۲ په ساحه کی دماینونو شتون
باید دخطر دارزیابۍ په پروسه کې فرعي قراردادیان اود ساختمانی موادو لوی آماده کوونکي ګډون ولري.
دخطر کمول Risk mitigation
کله چی دخطر درجه معلومه شی نو دهغی په کمبود یا کمولو باندي باید تمرکز وکړي. دخطر ددرجي څخه هدف د خطرونو پیژندل او دهغوی دکمولو لپاره په وخت سره هوډ کول دي.
دخطر دکمولو کړنلاره Risk Mitigation Strategies
دخطردکمولو لپاره باید یو پلان جوړ شی چی هغي پلان ته دخطر دکمول پلان وایي په پلان کی باید دخطرډول، احتمال یی، تاثیریی، دخطر درجه یی، دهغي بدی پایلی په کار باندي او همدارنګه دخطر دکمول لپاره دهغي کړندلاره وښودل شې چی یو بیلګه یی په لاندی ډول ده.
دخطر دکمولو کړنلاره Risk Mitigation Strategies
۱ دهندسی رسمونومشکلات ۲ ۲ ۴ په کار کی ځنډ، دمصارفو زیاتوالي د رسمونو غلطئ اصلاح کول.
۲ دمالک لخوا بدلونونه ۲ ۳ ۶ په کار کی ځنډ دمالک سره خبری کول او دهغی دهدف څخه ځان خبرول.
۳ دخاوري په ټیسټ کی مشکلات ۲ ۲ ۴ په کار کی ځنډ، دمصارفو زیاتوالي دټسټونو په پایلو باندی دسره کتنه کولږ
۴ دډیزاین مشکلات ۱ ۱ ۱ په کار کی ځنډ، دمصارفو زیاتوالي په ډیزاین باندی بیا تجدید نظرکول.
۵ محافظتی مشکلات ۲ ۲ ۴ دکارګرانو زخمی کیدل، په کار کی ځنډ دزخم کیدلو څخه دبچ کیدلو دپلان جوړول، او دمحافظتی توکو آماده کول.
۶ دځمکي دکندنکارۍ کلکوالي ۲ ۲ ۴ په کار کی ځنډ، دمصارفو زیاتوالي په ساحه کی دخاصو تحقیقاتو اجراکول اودهغی لپاره دسامان آماده کول
۷ دساختمانی موادو دآماده کوونکو په کارونو کی ځنډ ۱ ۲ ۲ په کار کی ځنډ، دمصارفو زیاتوالي دآماده کوونکو سره دډیزاین په پروسه کس خبری کول
په همدي شکل سره ټول مشکلات په پورته شکل سره په پلان کي ځای په ځای کیږی او دخطرد کمولو حل لاره یی ورته ټاکل کیږی.
کیدای شي پورته پلان اوږد شې خو د پلان لوی والی او کوچني والی دمشکلاتو په شتون او همدارنګه دساختمان دمدیر په تجربه، پوهه او زیرکتیا پوري اړه لري.
نوټ: زه ستاسو محترمو لوستونکو دسالمو نیوکو، نظرونو او پیشنهادونو لپاره سترګې په لاره یم، هیله ده خپل نظرونه مو په لاندي بریښنالیک راسره شریک کړئ. E.shafi2013@gmail.com
دسوکاله او آرامه افغانستان په هیله
انجینرشفیع الله (هوشمند)