ليکواله: انيسه صياديان
ژباړن: محب الرحمن محب
د سارتر ښکلاپېژندنه د فلسفي مفاهيمو په رڼا کې معنا مومي. د هنر په اړه هغه په ټولو ويناوو کې که ادبيات دي، که شعر دی، که نقاشي ده او يا تياتر دی؛ تل په دې لټه کې دی څو خپل فلسفي اصول پکې ځای پر ځای کړي يا دا چې په کلي توګه هنر ته انسان د خپلې فلسفې له مخې وګوري. ځکه سارتر ويل، چې که ليکوال وغواړي او که ونه غواړي، بايد ژمن واوسي.
ادبيات د ناچارۍ له مخې خپل سرنوشت ته د اړتيا واقعيت ته په کتلو سره بدلون ورکوي او په دې نړۍ کې پر تحولاتو لاس پورې کوي. خو د څه لپاره ژمنتيا په کار ده؟ ليکوال ته بويه، چې يا ازادۍ ته ژمنتيا وټاکي او يا هم ستمګر نظم ته. سارتر هېڅکله له ازادۍ پرته ژمنه په نظر کې نه نيوله. يا په بله وينا ژمنه د هغه لپاره هماغه د ازادۍ غوښتنې خوی و او له همدې امله يې د ادبياتو جوهر ژمنه بلله. نو ادبيات، يا د سارتر په وينا متعهد ادبيات له يوه لوري د موجوده وضعې نفې کوونکي وو، چې د ليکوال له ژمنتيا سره يې نږدې اړيکې درلودې او له بل لوري د نوې نړۍ جوړوونکي وو.
په همدې تعبير هنري اثر د هغه لپاره ځکه دوه چنده اهميت درلود، چې له خپله موقعيته يې د انسان پردی والی نفې کاوه او که به د هنري اثر سرچينه پنځونه وه، دا تخليق به له موجوده وضعې نه سر سري جاج و. «موږ مخ پر وړاندې شړل شوی وضعيت يو؛ څو د هستۍ ترمنځ خپل غبرګون په خپل تاريخي څرک کې ښکاره کړو. آيا هرڅوک هماغه دی، چې خپله کړنه سرته رسوي؟ په اوسنۍ ټولنه کې، چې کار له ځانه پردی دی، هرڅوک له ځانه څه جوړوي؟ هرڅوک بايد څه سرته ورسوي؟ نن ورځ بايد کوم هدف ځان ته وټاکي؟ څنګه يې ترلاسه کړي؟ د کومو وسايلو پرمټ؟ پر تاوتريخوالي باندې ولاړه ټولنه کې د وسايلو او اهدافو ترمنځ اړيکه کومه ده؟ »
نو هنري تخليق د سارتر لپاره هماغه ازادي ده، چې په ناټاکل شويو اړينو، ټولنيزو او تاريخي حالتونو کې د انسان د شته والي د شرايطو انتخاب دی( ټاکنه ده) . د سارتر په اند هغه هنر د انسان لپاره د ازادۍ او عمل د وحدت تر ټولو غوره بڼه او له لوړ ارزښته برخمن دی، چې وکولای شي انسان له خپل وضعيته باخبره کړي. له بل پلوه په ښکلاپېژندنه کې ساتر په دې باور دی، چې ښکلاپېژندونکې تجربه يا په بله وينا هنري اثر هم يوه واقعي کړنه ده او هم غير واقعي او خيالي کړنه. واقعي ځکه چې ښکلاپېژندونکی مفهوم عينيت يوه حاضره او د تجربې وړ مقوله ده. او غير واقعي او خيالي بيا په دې دليل، چې ښکلاپېژندونکی عينيت په يوه نه يوه بڼه له واقعي حالته وځي او د خياليتوب پر لور ځي.
هغه په دې باور دی، چې له ښکلاپېژندونکې تجربې نه خوند له دې نه سرچينه اخيستې، چې له ښکلاپېژندونکې تجربې نه اخيستل شوی خوند تر هرڅه مخکې يوه واقعي چاره ده، له داسې يوه څيز نه، چې په ټوله کې واقعي نه دی او تر ډېره د خيال او فکر د پنځونې حاصل دی. نو هنري اثر له ورځنۍ نړۍ او ژونده د خيالي نړۍ پر لور وتل دي.
يا په بل عبارت هنري اثر له واقعيت نه د نوي درک، فهم او واقعيت پنځېدل دي. نو په دې توګه سارتر ته د ادبياتو په نسبت د هنر بله هېڅ يوه نوع د لوړ ارزښت او اهميت درلودونکې نه ده. په حقيقت کې هغه ادبيات يا د هغه په وينا « ژمن ادبيات» د هنري پنځونو تر ټولو لوړه ګټه ګوري بلله. هغه په ټوليزه توګه ادبيات د تلې په يوه پله کې اېښودل او نور هنرونه په بله پله کې. همداراز ادبياتو ورته د يو ډول نښو او سېمبولونو پېژندونکی نظم ښکارېده او د ژبنيز نظام په دايره کې يې وجود درلود. هغه څه چې اړين دي، د مفاهيمو په وسيله د سوژې او ژبنيز نظام مستقيمې اړيکې دي؛ خو د هنر نور ډولونه به يې د يوه څيز محوره ماهيت درلودونکي بلل، په دې معنا، چې هغه له ژبنيز نظام پرته هم ښکاره او د پېژندلو وړ دي، نو ځکه هغه دا پايله راباسي، دا چې ادبيات د سېمبولونو پر نظام ولاړ دي او پر خپل ژبنيز محور د راڅرخېدو له مخې د ارتباط لرلو ماهيت لري، ټولنيزه ګټنه او کارونه يې هم حتمي ده؛ خو د هنر د نورو بڼو لپاره دا مفاهيم بې معنا دي؛ نو ځکه هنر تر ډېره يوه شخصي چاره ګرځي. هنر د هماغو زړو څيزونو پر مټ نړۍ بيا ترميموي؛ خو ادبيات بيا نوې نړۍ تخليقوي، نو ويلای شو، چې د ازادۍ او يا هم د تعهد او ژمنې مفاهيم تر ډېره د هنر په پرتله په ادبياتو کې کارېږي او د سارتر سياسي او ټولنيزو تمايلاتو ته په کتلو سره دا په زبات رسېږي، چې هغه د بشر په ورځني ژوند کې د ادبياتو رول ډېر رنګین باله او په همدې دليل د ليکوال رول هم همداسې درواخله. اوس دې پايلې ته رسېږو، چې ليکوال د هنرمند پر خلاف له معاني سره کار لري؛ خو هنرمند بيا د معنا لرونکو سېمبولونو او نښانو په نظام پسې سر نه ګرځوي. هغه د څيزونو په تخليق او پنځونه کې د هغه څيز له وجوده پر بېروني څه پسې نه ګرځي او يوازې د څيز پر تخليق لاس پورې کوي.
د ښکلاپېژندنې په اړه د سارتر نظر که هرڅو د يوې ټاکلې برخې د کليت او انسجام درلودونکی نه دی؛ خو بيا هم ځينې قوي دلايل يې تراشلي دي. د هنر په اړه د هغه د هرې نظريې څېړنه او پلټنه د هغه د اګزيستانيالېستۍ يا د سېمبولونو او نښو نښانو د وړاندې کولو له نظريې پرته سخته او بالاخره ناشونې ده. هغه که هرڅو ښکلاپېژندنه په منظمه توګه تعقيب نه کړه؛ خو هېڅکله د بشر له ښکلاپېژندونکو کړنو او غبرګونونو څخه بې خبره نه و.
کولای شو ښکلاپېژندنه هم د هغه لخوا د بشر د ازادۍ او له ټولنيز او تاريخي موقف نه د هغوی د خبراوي په لاره کې يو ګام وبلل شي. سارتر په دې اړه هېڅکله تر دې افراطي ليدلوري ونه رسېد، چې هنر دې يوازې يوه تجملي او بې لګښته مقوله وبولي، بلکې همېشه د هنر لپاره د پنځونې او تخليق په ارزښت قايل و او هنر ته يې په نړۍ کې د انسان هستي پېژندونکی شتون د هنر له برکته باله.