لیکنه: پوهیالی عبدالرحمن درد
مدیریت او سالمه اداره یو له بل سره تړلي مفهومونه دي چې یو بل تکمیلوي که چيرې سالم مدیریت موجود نه وي سالمه اداره نه شي رامنځته کېدای په دې مانا چې سالمه اداره د یو پر تلاشه ، متحرک، هڅاند او په کار پوه مدیر په واک کې ده.
دسالمې ادارې درامنځته کېدو هیله مو هغه وخت پوره کېدلای شي چې کله مو اړونده قوانین او مقررات په پوره ډول عملي کړي وي ترڅنګ یې په کړنو کې دنظم او ډسپلین وجود پخپله د رغون مانا لري، د کارکوونکو ترمنځ همکاري، له یو بل سره دفتري او دوستانه رویه، دمراتبو دسلسلې رعایتول او همدارنګه کارکوونکو ته د ورسپارل شویو وظیفوي مسوولیتونو څارل او دفعالیتونو پخپل وخت او پلان سره په سمه توګه اجرا کول دسالمې ادارې درامنځته کېدو په اړه زموږ خوبونه رښتیا کولای شي.
داچې مدیریت د پورته ټولو امورو په تر سره کولو کې خلاص لاس لري او دیو کامیاب مدیریت په چوکاټ کې دا ډول لاسته راوړنې ممکنې دي نو د اغېزمن مدیریت هغه پروسه چې دیوې سالمې ادارې په ایجاد کې یې طی کوي دپام وړ ده او په دې برخه کې ګړندیو پرځای او متوقعه هڅو ته اړتیا ده، مدیر د خپل کاري ټیم دیو کار فرما او مسوول په توګه دا دنده لري څو دخپلو وظیفوي مسوولیتونو په لړ کې دسالمې ادارې درامنځته کولو په موخه خپل کاري ټیم په خوځښت راولي او په هره ممکنه لار دې دیو قوي ټیم او رهبرۍ په وجود کې دسالمې ادارې درامنځته کېدو په پار ګړندي ګامونه واخلي.
په پوره باور سره ویلی شم که چېرې هغه دندې چې دقانون په چوکاټ کې اړونده مسوولینو ته ور سپارل شوي دي دیو ځانګړي نظم او جدي څارنې په وجود کې تنظیمې شي نو دیوې سالمې، رغېدلې او پر ټولو بریالیتوبونو برلاسې ادارې درامنځته کېدو زیری به له ځانه سره ولري.
سالمه اداره
کله چې موږ دسالمې ادارې څخه بحث کوو نو ورسره سم مو ذهن ته د یو ځانګړي نظم او ډسپلین انځور راځي، په دې مانا چې اداره هغه وخت سالمه وي چې دقانون سره سم ټول پلانونه یې په ښه توګه عملي شي او کړنې یې دځانګړو اغېزناکو پایلو څرګندونکې وي،یوه سالمه اداره باید لاندې ځانګړنې په ځان کې ولري:
- د ټولو اداري قوانینو،مقرراتو، لوایحو او اصولوپیروي کول او خپلې کړنې په ورته چوکات برابرول څو په هر اړخيز ډول د چارو پرمختګ صورت ونیسي.
- اداري تشکیل باید د اړتیاوو سره برابر وي، له اړتیا پرته د اداري کارکوونکو او همدارنګه امکاناتو درلودل ددې پرځای چې اداره د بریالیتوب خواته ورنږدې کړي دناکامۍ سبب ګرځي، داړتیا سره سم پرسونل او امکانات درلودل دبې ځایه لګښتونو په مخنیوي کې اغېزمن وي.
- اداره باید د مهمو اداري اصولو پر بنسټ لکه د تعادل اصل، تخصص اصل، ګټورتوب، په ګډه دکارونو ترسره کول، اغیزناکتوب، انساني اړیکو او د مراتبو سلسلې په مراعت کولو سره منځته راغلي وي او دهر اصل څخه په سمه توګه پخپل ځای په مناسبه توګه ګټه اخیستل.
- اداره باید د تقلب، کاغذپرانۍ، اداري فساد او ناوړه ګټې اخيستنې نه پاکه وي، هغه ادارې چې کارونه ځنډوي، کارونه یې په کاغذ پورې محدود او عملي بڼه نه لري او همدارنګه دموقفونو څخه پکې په بېځایه او ناوړه توګه ګټه اخیستل کېږي پخپله اداري فساد ته لاره هواروي او د سالمې ادارې نوم له سوال لاندې راولي.
- کار باید اهل کارخلکو ته وسپارل شي، هر کار ته تخصص لرونکي کارمندان استخدامول کار اهل کار ته سپارل دي چې دښو پایلو تمه ترې کیدای شي.
- په اداره کې باید همغږي موجوده وي، د کنترول ښه سیستم او د رهبرۍ مقام څخه اطاعت موجود وي، داداري پرسونل په وسیله موخو ته د رسېدو سره همغږي او بیا دیو ښه رهبر وجود او شتون دسالمې ادارې لویې نښې دي.
دوهمه برخه